جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 30

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت:افغانستان نن اته صادراتي محمولې د امریکا او استرالیا په ګډون څو هېوادونو ته لېږي

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې د هېواد اته صادراتي محمولې نن یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته لېږل کېږي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو محمولو کې وچه مېوه، مربا، د پخلي دیګونه او انرژي لرونکي مشروبات شامل دي.

چارواکي وایي، دا توکي به د لاجورد لارې له مسیر څخه ترکیې، سعودي عربستان، امریکا، استرالیا او هالنډ ته صادر شي.

کیم جونګ اون؛امریکا او جنوبي کوریا ته د نوو توغندیو په اړه خبرداری ورکړ

0

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د پرمختللو توغندیو د ازموینې پر مهال امریکا او جنوبي کوریا ته خبرداری ورکړی چې د دوی نوې وسلې کولای شي تر ۴۲۰ کیلومتره واټن پورې هدفونه په نښه کړي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی چې نوموړي د ۶۰۰ ملي متره کالیبر لرونکو څوګونو راکټ لانچرونو د ازموینې بهیر له نږدې څارلی دی.

ویل کېږي دغه وسلې د داسې پوځي سیستم برخه ده چې د اوږده واټن هدفونه په نښه کولای شي.

د راپور له مخې، دغه راکټونه په اصل کې د شاوخوا ۳۶۴ کیلومتره لرې هدف د ویشتلو لپاره طرحه شوي دي.

په راپور کې د شمالي کوریا د مشر له قوله ویل شوي چې هغه ځواکونه چې تر ۴۲۰ کیلومتره واټن کې موقعیت لري، د اړتیا په صورت کې د تاکتیکي اټومي وسلو له سخت او ویجاړونکي ځواک سره مخ کېدای شي.

جرمني؛هامبورګ ښار کې مېشتو افغانانو د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریون کړی

د حرمني په هامبورګ ښار کې سلګونو افغانانو د پاکستان د پوځي بریدونو پر ضد لاریون کړی او د دغو بریدونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

لاریونوال وایي، هغه بریدونه چې د روژې مبارکې میاشتې پر مهال ترسره شوي، د بې‌ګناه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي.

دوی دا بریدونه غندلي او ویلي چې په داسې حساسو ورځو کې د ملکي خلکو په نښه کول د منلو وړ نه دي.

ګډونوالو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پاکستان د دغو کړنو پر وړاندې روښانه او جدي دریځ خپل کړي او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

لاریونوالو همداراز ټینګار کړی چې د سیمې د ثبات لپاره باید شخړې د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت:چین هڅه کوي چې کابل او اسلام‌اباد ژر تر ژره اوربند ته ورسېږي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي چې بېجېنګ هیله لري افغانستان او پاکستان خپلې روانې ترینګلتیاوې راکمې کړي او د زغم او خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

نوموړي څرګنده کړې چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د منځګړیتوب په هدف دواړو هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.

د هغه په وینا، چین هڅه کوي چې کابل او اسلام‌اباد ژر تر ژره اوربند ته ورسېږي او خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

لین جیان ټینګار کړی چې چین چمتو دی د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او د شخړو د کمېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ده په وینا، د سیمې ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی او خبرې اترې د ستونزو د حل تر ټولو اغېزمنه لاره ده.

ډونالډ ټرمپ:ایران د اوربند لپاره د خبرو غوښتنه کړې؛ خو موږ لا توافق ته چمتو نه یو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه مرکه کې ویلي چې ایران د اوربند او خبرو اترو غوښتنه کړې، خو دی لا هم چمتو نه دی چې له ایران سره کومه موافقه وکړي.

ټرمپ ویلي چې که څه هم د احتمالي تړون ټول شرطونه یې لا نه دي روښانه کړي، خو یو مهم شرط به دا وي چې ایران باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو له خپلې هیلې څخه لاس واخلي.

نوموړي همدارنګه د ایران د نوي مشر مجتبی خامنه‌یي په اړه ویلي چې هغه باید د خپل هېواد لپاره یو هوښیار تصمیم ونیسي.

د ټرمپ په وینا، تر ټولو مناسب تصمیم به دا وي چې ایران تسلیم شي.

طاهر اندرابي:هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمالوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي، د هند لخوا پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم د تجاوز په غندنه، غبرګون کې ویلي چې د پاکستان له لوري په افغانستان کې د “ترهګرو پټنځایونو” پر ضد د ترسره شوو هدفي بریدونو په اړه د هند نیوکې «بې‌اساسه، بې‌ځایه او له منافقته ډکې» دي.

پاکستان سره له دې چې پرلپسې د افغانستان حریم نقضوي او په ړندو بمباریو د ملکي خلکو کورونه هدف ګرځوي، ویلي، هند په افغانستان کې د هغو ډلو ملاتړ او تمویل کړی چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي، او زیاته کړې چې د دغو شبکو د ځپلو له امله د هند «ناخوښي او مایوسي» طبیعي ده.

هغه ادعا کړې، چې هند له افغان خاورې د پاکستان پر ضد د فعالیت کوونکو ډلو ملاتړ کړی دی.

اندرابي همداراز پر هند تور پورې کړی چې د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو پرله‌پسې سرغړونکی دی او په جمو او کشمير کې یې غیرقانوني اشغال ته دوام ورکړی.

د ده په وینا، هند د سختدریځې هندوتوا ایډیالوژۍ تر اغېز لاندې په خپله خاوره کې اقلیتونه هم تر فشار لاندې ساتي.

اندرابي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیر قانوني بللي او ویلي یې دي چې هند د یو خپلواک افغانستان ملاتړی دی او ځمکنۍ بشپړتیا ته یې باید درناوی وشي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت:پکتیکا کې فرضي کرښې ته نږدې د پاکستان یوه پوسته نیول شوې

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال صدیق‌الله نصرت وایي چې افغان ځواکونو د «ردالظلم» په نوم د غچ‌اخیستونکو عملیاتو په دوام کې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د ډنګر لګډ په سیمه کې فرضي کرښې ته نږدې د پاکستان د پوځ یوه پوسته نیولې ده.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د عملیاتو پر مهال د مقابل لوري یو عراده ټانک هم له منځه وړل شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې په اړه د پاکستان له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی.

ډونالډ ټرمپ:ډېر ژر به د هرمز تنګي د خلاصون لپاره جګړه‌ییزې بېړۍ واستوو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه هېوادونه چې د ایران له خوا د هرمز تنګي د تړلو له ګواښ سره اغېزمن شوي، ښايي د امریکا له متحده ایالاتو سره یوځای جګړه‌ییزې بېړۍ سیمې ته واستوي تر څو دغه مهم سمندري مسیر پرانیستی او خوندي وساتي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشیال لیکلي، چې امریکا د ایران ۱۰۰ سلنه پوځي وړتیا له منځه وړې، خو زیاته یې کړه چې ایران لا هم کولای شي د ډرونونو، ماینونو یا لنډ واټن توغندیو له لارې په دغه سمندري لاره کې ګواښ رامنځته کړي.

هغه هیله څرګنده کړې چې چین، فرانسه، جاپان، جنوبي کوریا او بریتانیا به هم خپلې بېړۍ سیمې ته واستوي څو د هرمز تنګي امنیت تضمین شي.

ټرمپ همداراز ویلي، تر هغه وخته به امریکایي ځواکونه د ایران پر ساحلي سیمو سخت هوايي بریدونه کوي او ایراني کښتۍ او بېړۍ به له اوبو وباسي، څو په هره ممکنه لاره د هرمز تنګی بېرته پرانیستی، خوندي او ازاد وساتل شي.

رندهیر جیسوال:پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندو، د افغانانو ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال، په افغانستان کې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او دا یې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او د ملکي تاسیساتو د ویجاړۍ لامل بللي دي.

جیسوال د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا بریدونه د پاکستان د حاکم نظام له لوري یو بل «تېری» دی، او ټینګار یې کړی چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید په بشپړ ډول درناوی وشي.

هغه زیاته کړې، چې هند د یو خپلواک افغانستان ملاتړ کوي او پر ټولو لورو غږ کوي چې د نړیوالو اصولو درناوی وکړي.

کابل ته د پاکستان راغلی پلاوی؛ تبلیغي که استخباراتي جماعت

لیکوال: محمد اهبان

کله چې د پاکستان پوځي رژيم په نظامي ډګر کې ماتې وخوړه او د سیمې حالات یې هم پر خلاف شول، نو یو ځل بیا یې د مکر او فریب لاره خپله کړه او دا ځل یې د مذهبي – سیاسي مشرانو (مولانا فضل الرحمن او مفتي تقي عثمان) پرځای مذهبي ـ جهادي مشران ولېږل، چې د علماوو په جامه کې استخباراتي مهرې دي او رسنیو دې اقدام ته د پاکستان جهادي ډيپلوماسي وویله. خو هم مهاله د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو پورې تړلو ادرسونو دې اقدام ته یو بل رنګ ورکړ، پلاوي ته یې د تبلیغي جماعت نوم ورکړ، خو برعکس دوی تبلیغي نه بلکې استخباراتي جماعت دی. البته د تاریخ پاڼو کې دا ثبت شوې، چې په ۹۰مه لسیزه کې (۱۹۹۰) د آی اېس آی دوه مشران له خپلې دندې وروسته تبلیغي جماعت کې امیران پاتې شوي، یو جاوید ناصر او بل محمود احمد نومیږي. وروستی هغه د اسلامي امارت تېر ځل حاکمیت کې افغانستان ته هم سفر کړی و.

د پلاوي پېژندنه (سابقه او نفوذ)
۱ـ مولانا فضل الرحمن خلیل (د پلاوي مشر)
نوموړی د پاکستان باصلاحیته استخباراتي ادارې (ISI) له پخوانیو او باوري مهرو څخه دی، اصلاً د پښتونخوا دی، له ۱۹۸۰ز کلونو پاکستان او افغانستان کې جهادي ډلو کې مخکښه څېره ده، د حرکت المجاهدین مسلحې ډلې مشر و او د پاکستان په جوړ شوي چوکاټ کې یې مسلح فعالیت کړی، د پاکستان هیڅ حکومت خلاف هم د مسلح فعالیت سابقه نه لري؛ د پوځ وفادار مجاهد دی او اوس په دعوت او تبلیغ کې بوخت وي. دوه کاله وړاندې یې د آی اېس آی پخواني مشر فیض حمید له زوی سره یوځای کنفرانس کې په ډېرو واضحو ټکو ویل چې: «د پوځ خلاف سازش نه شو زغملی، د پاکستان ټول علماء به په صحیح معنی د پاکستان دفاع کوو.»

۲ـ مولانا عبدالله شاه مظهر
نوموړی اصلاً یو ترکیب دی، سیاسي، مذهبي او جهادي څېرې لري. دی هم د پاکستان پوځ او استخباراتو تر نظر لاندې مسلحو یا د دوی په اصطلاح جهادي ډلو لکه جیش محمد سره اړیکې لرلې، د جیش د مشر مسعود اظهر نږدې ملګری و، دغو ډلو ته یې په جلب و جذب کې ښه رول لوبولی، د “تحریک غلبه اسلام” ډلې مشر هم و. خو ۲۰۰۶ز کې پوځ بندي کړ او له څه مودې بند وروسته په سیاسي څېره کې هم راښکاره شو، د “آزاد کشمیر د اسمبلۍ غړی” او د اطلاعاتو وزیر پاتې شو او اوس د پوځ مشرانو سره یوځای غونډو کې هم ناست وي. مولانا مظهر د مشهور عالم “مفتي ابو لبابه شاه منصور” ورور او د انور شاه کشمیري رحمه الله لور طرفه لمسی هم دی، خو اوسنۍ تګلاره یې د استخباراتي اجنډا برخه ده. دغه مولانا په پير مظهر شاه او مظهر سعید شاه هم مشهور دی، کراچۍ کې د “جامعة الانوار” په نوم مدرسه هم لري.
۳ـ ساجد عثمان
پټه څېره ساجد عثمان د دغه پلاوي تر ټولو مرموز غړی دی. اصلاً د پنجاب د رحیم یار خان سیمې دی، د ISI یو خاص او مخفي مامور دی چې تر اوسه یې حتی یو عکس هم رسنیو ته نه دی راوتلی، چې دا په خپله د هغه د دندې حساسیت او پټوالی ثابتوي. په ولسي حلقو کې غیرمشهور دی، خو په جهادي ډلو کې مشهور دی، د نویمې لسیزې وتلې څېره ده. نوموړی له ډېرې مودې په جنوبي پنجاب کې مدرسه چلوي. یو ځل د “دعوتي” فعالیتونو په جریان کې بنګله دېش ته هم تللی و، خو هلته ونیول شو او بېرته پاکستان ته وسپارل شو. کراچۍ کې د خدام القرآن په نامه مدرسه لري او دا له افریقا تر بنګله دېشه د ده جال دی، له دریو ودونو یې یو جنوبي افریقا کې کړی دی. د پلاوي د مشر مولانا خلیل نږدې ملګری دی.
اوس د پاکستان پوځ د اطلاعاتو څانګه (ISPR) قصداً د خپل راغلي پلاوي سپکاوی کوي او هغوی ته د «تبلیغي جماعت» نوم ورکوي. دا یو تکتیکي حرکت دی ترڅو خپله نظامي ماته او مذاکراتو ته د غاړې اېښودلو حقیقت پټ کړي، راغلی پلاوی د علماوو له مقدسې جامې، ږیرې او پټکي څخه د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي، ترڅو په اسلامي امارت کې یو ډول کاذب باور رامنځته کړي او خپل استخباراتي ماموریت پر مخ یوسي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.