د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې په سویس کې روانه غونډه د جګړې د پای ته رسېدو د تفاهملیک د مادو د عملي کېدو د څارنې او تعقیب لپاره جوړه شوې ده.
بقایي ټینګار کړی چې ایران د مقابل لوري د ژمنو د پلي کېدو بهیر په جديت او دقت سره تعقیبوي او په دې برخه کې به هېڅ ډول بېپامي ونه مني.
هغه ویلي، تر هغو چې د تفاهملیک مادې، په ځانګړې توګه لومړۍ ماده چې په ټولو جبهو، د لبنان په ګډون، د جګړې د پای ته رسېدو اړوند ده، په بشپړ ډول عملي نه شي، د وروستي او جامع توافق په اړه د مذاکراتو پړاو ته داخلېدل ممکن نه دي.
د نوموړي په وینا، د تفاهملیک د تعهداتو عملي کېدل د دواړو لورو ترمنځ د راتلونکو خبرو او احتمالي وروستي هوکړې لپاره بنسټیز شرط ګڼل کېږي.

