یکشنبه, جون 21, 2026
Homeکورپاڼهد هند؛الف لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولي وګټله

د هند؛الف لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولي وګټله

د هند الف لوبډلې نن د درې اړخیزې لوبلړۍ په پای لوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته د ۶۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د لوبلړۍ د اتلولۍ جام یې وګاټه.

هند لومړۍ پاڼۍ کې د سوریاوانشي د ۹۴ چټکو منډو، تیلک ورما ۶۷، روتراج ګیکواډ ۴۰ او د انوکول روی او پري یانش آریا ۳۹- ۳۹ ډېرو منډو پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۳۷۸ منډو هدف ورکړ.

د سریلانکا لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د هدف په تعقیب د نهه لوبغاړو په له لاسه ورکولو ۳۱۱ منډې وکړې او د پاتې ۶۶ منډو په پوره کولو کې پاتې راغله چې د لوبلړۍ اتلولي هندۍ لوبډلې خپله کړه.

په ټوله کې په دغې یو ورځنۍ لوبلړۍ کې په توپ وهنه کې سریلانکایي اوېشکا فرنندو په پنځو لوبو کې تر ټولو ډېرې ۲۸۸ منډې جوړې کړي او توپ اچوونه کې افغان لوبغاړي فرمان الله صافي په څلورو لوبو کې تر ټولو ډېرې لس وېکټې اخیستي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here