جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 27

عاطف مشعل:وخت یې راغلی چې «اسلامي امارت» د پاکستاني رژیم خلاف د ملي پاڅون او جهاد اعلان وکړي

اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي چې پاکستاني پوځ یو ځل بیا د روژې مبارکې میاشتې پر مهال د روژماتي په وخت کې د بې ګناه افغانانو وینې تویې کړې دي.

د هغه په وینا، وخت یې راغلی چې «اسلامي امارت» د پاکستاني رژیم خلاف د ملي پاڅون او جهاد اعلان وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو شېبې وړاندې د پاکستان جیټ الوتکو کابل کې د معتادینو پر روغتون بمبار کړی او ګڼو ناروغانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

ذبیح الله مجاهد:پاکستاني پوځي رژیم کابل کې د معتادینو په روغتون برید کړی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا د افغانستان له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې او په کابل کې یې د معتادینو د درملنې یو روغتون په نښه کړی دی.

مجاهد په خپله اعلامیه کې ویلي، د پاکستاني ځواکونو د برید له امله ګڼ شمېر ملکي وګړي، چې ډېری یې د درملنې لاندې معتادین وو، وژل شوي او ټپیان شوي دي.

هغه دغه برید “جنایت” بللی او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې د ټولو منل شوو نړیوالو اصولو او بشري قوانینو ښکاره نقض دی او د بشر ضد عمل ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې شیبه وړاندې پاکستاني جیټ الوتکو د کابل یو شمېر سیمې بمبارد کړي چې هممهاله د ننګرهار ولایت له یوشمیر ولسوالیو هم د بمبارد راپورونه ورکړل شوي.

تر دې مهاله د کره مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دی څرګند شوي.

پاکستاني جیټ الوتکو؛د کابل ښار او ننګرهار یو شمېر سیمې بمبار کړې

پاکستاني جیټ الوتکو د کابل ښار او ننګرهار یو شمېر سیمې بمبار کړي دي.

دغه الوتکو د کابل بېلا بېلو سیمو باندې برید کړی او ویل کیږي چې د اتمې ناحیې په سیاسنګ سیمه کې نقلیه وسایطو باندې برید شوی چې اور لګېدنه یې هم رامنځته کړې ده او ددې ترڅنګ پلچرخي، شهرنو او کوټه‌سنګي سیمې هم په نښه شوي دي.

د اتمې ناحیې څخه یوې سرچینې حماسه میډیا ته ویلي چې د شاوخوا سیمو خلکو د کورونو ښېښې هم ماتې شوي دي.

د دغه بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوې.

دغه راز د ننګرهار اچین، غني خیل، ګوشته، نازیان او خوږیاڼو ولسوالیو کې هم بریدونه شوي دي.

حمدالله فطرت:خوست کې د پاکستاني پوځ د بریدونو له امله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وایي چې د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ د هاوانونو او توپونو د بریدونو له امله دوه تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، بېګا شپه شاوخوا ۱۲ بجې د خوست د ګربزو ولسوالۍ اړوند د نري کلي پر سیمه د پاکستاني پوځ له لوري د هاوان مرمۍ توغول شوې، چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې او یوه ښځه او یوه ماشومه ټپيانې شوې دي.

فطرت زیاتوي چې د ځاځي میدان ولسوالۍ پر بېلابېلو کلیو هم د پاکستاني پوځ له لوري د هاوانونو او توپونو بریدونه شوي دي.

د ده په خبره، د دغو بریدونو په پایله کې د پالوڅۍ کلي یو اوسېدونکی وژل شوی او د عطاخېلو سیمه او د مرکزي کلینیک په ساحه کې شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه همداراز ویلي چې د علیشیرو ـ تریزیو ولسوالۍ د کوټکي په سیمه کې هم د عامو خلکو پر کورونو د هاوانونو او توپونو د توغولو له امله دوه تنه ځايي اوسېدونکي ټپیان شوي دي.

د فطرت په وینا، د دغو بریدونو له امله ګڼ شمېر کورونه هم زیانمن شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت:د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدو هڅې کوو

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي چې بېجېنګ هیله لري افغانستان او پاکستان خپلې روانې ترینګلتیاوې راکمې کړي او د زغم او خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

نوموړي څرګنده کړې چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د منځګړیتوب په هدف دواړو هېوادونو ته سفرونه پیل کړي دي.

د هغه په وینا، چین هڅه کوي چې کابل او اسلام‌اباد ژر تر ژره اوربند ته ورسېږي او خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

لین جیان ټینګار کړی چې چین چمتو دی د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او د شخړو د کمېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ده په وینا، د سیمې ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی او خبرې اترې د ستونزو د حل تر ټولو اغېزمنه لاره ده.

سپاه پاسداران:د متحده عربي اماراتو الظفره او د بحرین جفیر او شیخ عیسی هوايي اډې مو هدف وګرځولې

0

د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې د دوی ځواکونو د پرمختللو وسلو په کارولو سره د دښمن پر مهمو پوځي اهدافو پراخ بریدونه کړي دي.

د سپاه پاسداران په وینا، د پوځي او هوایي ځواک د وسلو د تولید پر مرکزونو او د هوايي سون توکو د ملاتړ پر تاسیساتو دهدفمندو او فوق درنو هایپرسونیک توغندیو په وسیله بریدونه ترسره شوي دي.

په دغو عملیاتو کې د فتاح، عماد او قدر توغندي او همدارنګه د ځانمرګو بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) کارول شوي دي.

د خبر له مخې، د بریدونو په لړ کې د متحده عربي اماراتو الظفره هوايي اډه، او د بحرین جفیر هوايي اډه او شیخ عیسی هوايي اډه هم په بریالیتوب سره هدف ګرځول شوې دي.

سپاه پاسداران ټینګار کړی چې دغه عملیات په بشپړ دقت ترسره شوي او ټاکل شوي پوځي اهداف یې په بریالیتوب ویشتلي دي.

افغان کرکټ بورډ:دولت احمدزی د کورني کرکټ د لوړو مهارتونو د مرکز مدیر وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې اعلان کړی چې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دولت احمدزی د کورني کرکټ د لوړو مهارتونو مرکز د مدیر په توګه ټاکل شوی دی.

کرکټ بورډ وايي چې نوموړی مخکې هم د افغان کرکټ بورډ سره په بېلابېلو دندو بوخت وو، چې پکې د کورني کرکټ د مدیر، د غوراوي کمېټې د مشر، د تخنیکي سلاکار او د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دندې ترسره کړي دي.

ذبیح‌الله مجاهد:د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د بندیزونو لګول د اشخاصو او ولس له حقونو سرغړونه ده

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نوي بندیزي نوملړ په تړاو ویلي چې دا پرېکړې د اشخاصو او ولس د حقونو سرغړونه ده او بې پایلې اغېز لري.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې یاد بندیزونه نه یوازې د «اسلامي امارت» لوړپوړي چارواکي، بلکې د عامو خلکو ژوند هم اغېزمنوي، او له امنیت شورا یې غوښتي چې دغه بندیزونه ژر تر ژره لغوه کړي.

په تازه نوملړ کې د طالبانو حکومت ۲۲ لوړپوړي غړي د سفر، شتمنیو کنګل او وسلو په تړاو د بندیزونو لاندې راغلي دي.

د اختر په مناسبت د شیخ هبت‌الله پیغام؛نوموړي په خپل پیغام کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ښه اړیکو غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت مشر، شیخ هبت‌الله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته د مبارکۍ پیغام ورکړی دی.

په خپاره شوي پیغام کې نوموړي له مسلمانانو غوښتي چې د روژې د مبارکې میاشتې عبادتونه، لکه روژه، تراویح او نور نیک اعمال د الله تعالی د رضا لپاره ترسره کړي او د تقوا، صبر او اخلاص لاره تعقیب کړي.

هغه د اختر په ورځ د سرسایې ادا کولو، له بېوزلو، کونډو او یتیمانو سره د مرستې او د خپلمنځي بخښنې او ورورولۍ ټینګار کړی دی.

د نوموړي په وینا، مسلمانان باید د اختر په ورځ خپلمنځي کینې او بدبینۍ له منځه یوسي او یو بل ته د خوښۍ پیغام ورکړي.

شیخ هبت‌الله همداراز ویلي چې په افغانستان کې امنیت د الله تعالی یو لوی نعمت دی او له خلکو یې غوښتي چې د نظام د ثبات او پیاوړتیا لپاره یووالی وساتي او د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

نوموړي په خپل پیغام کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ښه اړیکو غوښتنه هم کړې او له نړیوالو یې غوښتي چې د افغانستان د خلکو دیني ارزښتونو او باورونو ته درناوی وکړي او د هېواد په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.

پیغام کې دا هم ویل شوي چې «اسلامي امارت» د نړۍ په هره برخه کې د مسلمانانو پر وړاندې ناوړه کړنې او د هغوی پر حقوقو تجاوز ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي.

حمدالله فطرت:پر سرحدي سیمو د پاکستان د هاوان بریدونو له امله ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر یو شمېر سرحدي سیمو د توپونو او هاوانونو بریدونه شوي چې له امله یې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، دا بریدونه د نورستان د کامدېش، د خوست د علیشېرو، ځاځي میدان او سپېرې، د کونړ د ناړۍ او د پکتیکا د برمل او شکین ولسوالیو په ځینو سیمو کې ترسره شوي دي.

فطرت زیاته کړې چې د خوست د سپېرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په سیمه کې د هاواني بریدونو له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

همداراز د علیشېرو ـ تریزیو ولسوالۍ په لنډرو او قدمو سیمو کې د مرمیو لګېدو له امله دوه ښځې ټپیانې شوې دي.

د هغه په وینا، د ځاځي میدان ولسوالۍ په بازار او نږدې کلینیک کې د مرمیو د لګېدو له امله څلور کسان ټپیان شوي چې د دوو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

نوموړي ویلي چې په ګربزو ولسوالۍ کې هم د هاوان د لګېدو له امله یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي او د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په بریکوټ سیمه کې د توپونو د ډزو له امله د خلکو یو کور سوځېدلی دی.

د فطرت په خبره، د پکتیکا د شکین ولسوالۍ پر لور هم لسګونه هاوانونه توغول شوي؛ خو په دې سیمه کې د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.