دوشنبه, جون 29, 2026
Homeافغانستانیان ایګلنډ:پاکستان دې نړيوال بشردوستانه قانون ته درناوی وکړي او ملکي وګړي...

یان ایګلنډ:پاکستان دې نړيوال بشردوستانه قانون ته درناوی وکړي او ملکي وګړي دې نه په نښه کوي

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ ویلي، چې د راپورونو له مخې، د پاکستان د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې د پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو ۳۸ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.

ایګلنډ ټینګار کړی چې ملکي وګړي او ملکي تاسیسات باید هېڅکله د بریدونو هدف ونه ګرځي.

هغه له پاکستاني او افغان لورو غوښتي چې نړیوال بشردوستانه قانون ته درناوی وکړي او خپلې شخړې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here