په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، چې د یکشنبې په ماښام د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.
یوناما وایي، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او دا شمېرې لا لومړنۍ دي، چې ښايي د روغتونونو له لوري د ټپیانو د درملنې له دوام سره زیاتې شي.
د یوناما د معلوماتو له مخې، د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې په یوه برید کې ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې په بل برید کې ۶ کسان وژل شوي، او په کونړ ولایت کې د مرورې ولسوالۍ په برید کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
یوناما ویلي، د راپورونو له مخې د پاکستان د اطلاعاتو وزارت هم تایید کړې چې دا بریدونه د دوی امنیتي ځواکونو ترسره کړي دي.
دغه اداره زیاتوي چې د پېښو په اړه خپلو څېړنو او د حقایقو تثبیت ته دوام ورکوي او له ښکېلو لورو یې غوښتي چې د نړیوال بشردوستانه قانون اصول لکه احتیاط، توپیر او تناسب مراعات کړي.
بل لور ته، د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۳۶ پورې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت له لوري دغه بریدونه په کلکه غندل شوي او د افغانستان د حریم ښکاره نقض بلل شوی دی.

