دوشنبه, جون 29, 2026
Homeافغانستانيونسيف او اروپايي ټولنه:د پاکستان د بريدونو له امله د ملکي خلکو...

يونسيف او اروپايي ټولنه:د پاکستان د بريدونو له امله د ملکي خلکو وژل کېدو خواشيني کړي يوو

یونیسف او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په خپلو جلا جلا اېکس پاڼو کې ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د تېرې شپې په بریدونو کې د ماشومانو د هدف ګرځېدو او ټپي کېدو د راپورونو په اړه ژوره اندېښنه لري.

دغه دواړه ادارې وایي، دوی له ملګرو ملتونو او اړوندو ادارو سره په همغږۍ د پېښې د بشپړ اغېز د تایید لپاره کار کوي.

یونیسف او اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې نړیوال بشردوستانه قانون باید په هر حالت کې مراعات شي، ملکي وګړي او ملکي تاسیسات هېڅکله باید هدف ونه ګرځي، او د تاوتریخوالي د کمولو ترڅنګ باید د ټولو ملکي کسانو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here