دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 26

یوناما:د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه کې ۳۷۲ ملکي افغانان وژل شوي

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د طالبانو حکومت ځواکونو او د پاکستان پوځ ترمنځ د پولې په اوږدو کې د نښتو له امله لږ تر لږه ۳۷۲ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۳۹۷ نور ټپیان شوي دي.

راپور کې ويل کېږي، د دغو مرګ‌ژوبلو تر نیمایي زیات د کابل‌ د نشه‌یي توکو د درملنې پر مرکز د هوايي بریدونو له امله رامنځته شوي دي.

یوناما زیاتوي، دا شمېره له ۲۰۱۱ کال راهیسې تر ټولو لوړه ثبت شوې مرګ‌ژوبلې ښيي.

راپور وايي، په وژل شویو او ټپیانو کې ۱۳ ښځې، ۴۶ ماشومان (۳۱ هلکان او ۱۶ نجونې) او ۳۱۳ نارینه شامل دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتې له هغه وروسته ډېرې شوې چې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته ورسېد، او د پاکستان د دفاع وزیر په وینا، د فبرورۍ میاشتې په پای کې دا شخړې پرانیستې جګړې ته ورسېدې.

اسلام‌اباد ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په ګډون وسله‌والو ډلو ته پناه ورکړې ده، خو افغان چارواکي دا تورونه ردوي او پر پاکستان د مخالفو ډلو د ملاتړ تور پورې کوي.

د راپور له مخې، د وژل شویو نارینه‌وو ډېره برخه د مارچ میاشتې په ۱۶مه د کابل پر یوه د نشه‌یي توکو د درملنې روغتون د برید له امله وه، ځکه په دغه مرکز کې یوازې نارینه ناروغان بستر وو.

ویل شوي چې په دې برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ کسان وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي، خو “اصلي شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي”، ځکه ګڼ شمېر جسدونه د سختو سوځېدنو له امله د پېژندلو نه وو.

یوناما له ښکېلو خواوو غوښتي چې نړیوال قوانین رعایت کړي، روغتیايي مرکزونه هدف ونه ګرځوي او پر ملکي سیمو د هاوان او درنو وسلو بریدونه بند کړي.

راپور زیاتوي چې د ملکي تلفاتو لوی لامل هوايي بریدونه وو چې ۶۴ سلنه پېښې یې جوړولې، پاتې مرګ‌ژوبلې د پولې هاخوا ډزو او یوه هدفي برید له امله رامنځته شوې دي.

همداراز، د نورستان ولایت یوې ښځینه خیریه کارکوونکې د مارچ په ۱۹مه، د کوچني اختر پر مهال، سره له دې ووژل شوه چې یوه ورځ مخکې اوربند اعلان شوی و.

د راپور له مخې، نوموړې په ډزو ولګېده، سیند ته ولوېده او له خپل درې کلن زوی سره یوځای ډوبه شوه.

راپور دا هم ویلي چې د اپرېل په لومړیو کې په چین کې د اوربند له خبرو وروسته، افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي د نه زیاتېدو ژمنه کړې، خو نښتې لا هم په بشپړ ډول نه دي درېدلې.

د افغان چارواکو په وینا، د اپرېل په ۲۷مه د کونړ ولایت د اسعداباد پر یوه پوهنتون د مرمۍ لګېدو له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.

خیبر پښتونخوا؛نامعلومه وسله‌والو د بنو په فتح‌خېل کې لورا پُل په بمونو الوځولی

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د میرعلي/میرانشاه پر سړک د فتح خېل د پولیسو پوستې ته نږدې د لورا پله د شپې ناوخته د نامعلومو وسله‌والو له لوري د چاودېدونکو توکو په وسیله الوځول شوی دی.

د امنیتي مسؤلینو په وینا، دغه برید د سیمې هغه مهمه لار پرې کړې چې د جاني خېل، میریان، بیټني او شاوخوا سیمو نږدې نیم میلیون خلک د خیبر پښتونخوا له نورو برخو سره نښلوي.

تر اوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

لینډسي ګراهام:د تهران او واشنګټن ترمنځ د اسلام آباد پر رول باید بیا له سره کتنه وشي

د امریکا جمهوري غوښتونکی سناتور لینډسي ګراهام د سي‌بي‌اېس نیوز د راپور په اړه، چې پکې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب په بهیر کې د پاکستان د احتمالي رول او د ایران د الوتکو د ځای پر ځای کېدو ادعاوې مطرح شوې وې، ویلي که دا معلومات سم وي نو دا موضوع باید د واشنګټن د راتلونکو ډیپلوماټیکو ارزونو په چوکاټ کې جدي وڅېړل شي.

ګراهام ټینګار کړی چې د منځګړیتوب هر هغه رول چې د بې‌طرفۍ له اصولو سره ټکر ولري، د باور وړ نه ګڼل کېدای شي، او د امریکا پالیسۍ جوړوونکي باید د داسې ادعاوو په رڼا کې خپل دریځونه بیا وارزوي.

دغه بحث وروسته له هغه راپورته شوی چې سي‌بي‌اېس نیوز ادعا کړې وه پاکستان د تهران او واشنکټن د منځګړیتوب د یوې مرحلې پر مهال د ایران ځینو الوتکو ته په خپلو هوايي اډو کې د پناه ورکولو اجازه ورکړې.

هاخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سي‌بي‌اېس نیوز دغه ادعا چې په نور خان بیز کې یې ایراني الوتکو ته د درولو اجازه ورکړې، په کلکه رد کړې او ویلي یې دي چې دا یو ګمراه کوونکی تور دی.

ذبيح‌الله مجاهد:د بنو برید له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې په بنو کې د پولیسو پر مرکز برید په افغانستان کې پلان شوی و.

مجاهد ویلي، «اسلامي امارت» دا تورونه بې‌اساسه ګڼي او ټینګار کوي چې د ستونزو حل باید د تورونو، ګواښونو او احساساتي دریځونو پر ځای د تفاهم، متقابل احترام او واقعي همکاریو له لارې ولټول شي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د سیمې امنیت او ثبات ته زیان ورسوي.

د یادونې ده چې ددغه برید په تور د پاکستان حکومت تېره ورځ د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکیب هم احضار کړی وو.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت:د شیخ هبت‌الله اخوندزاده له لورې د استوګنیزو نمرو د ویش نوی قانون توشیح شو

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د شیخ هبت‌الله اخوندزاده له لورې د دولتي ځمکو د وېش او د استوګنیزو نمرو د تنظیم لپاره نوی قانون منظور او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د دې قانون له مخې، دولتي ځمکې به یوازې د قانوني پروسو له لارې وېشل کېږي او هغه کسان چې د محکمې له خوا د غیرقانوني استفادې یا غصب په تور پېژندل شوي وي، د دغو ځمکو له ترلاسه کولو څخه محروم دي.

په دغه نوي توشیح شوي قانون کې د ځمکو د وېش روښانه معیارونه، د قیمت ټاکلو اصول، د ملکیت د اسنادو د ورکړې کړنلارې او د اړوندو کمېسیونونو صلاحیتونه هم تعریف شوي دي.

خیبر پښتونخوا؛لکي مروت کې د چاودنې له امله ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د سرای نورنګ په ګڼه ګوڼه لرونکي بازار کې زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، او د چاودنې له امله ګڼ شمېر دوکانونه او موټرونه زیانمن شوي دي.

د پولیسو ویاند ویلي، چې په وژل شویو کې دوه د ټرافیک پولیس هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې چاودنه ځانمرګی برید و او که چاودېدونکي مواد د موټرسايکل یا موټر سره ځای پر ځای شوي وو.

د روغتیايي سرچینو په وینا، ځینې ټپیان په نازک حالت کې دي او د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

تر دې دمه د دغه برید مسولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

حامد کرزی:د جاپان لخوا افغان محصلینو ته‌ د بورسیو د ورکړې له اعلان هرکلی کوم

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د جاپان لخوا افغان محصلینو ته د زده کړو د بورسیو ورکولو څخه هرکلی کړی او دغه هېواد یې د افغانستان رښتینی او دایمي دوست بللی دی.

حامد کرزي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې جاپان له تېرو دوو لسیزو راهیسې د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې په برخه کې، په ځانګړي ډول د زده کړو او بشري ظرفیت جوړونې په ډګر کې، مهم او بې‌سارې همکاري کړې ده.

هغه د جاپان د وروستیو نوو تحصیلي بورسونو اعلان د افغان ځوانانو لپاره یو مهم فرصت بللی او له دغه هېواد څخه یې ځانګړې مننه کړې ده.

د یادونې ده چې جاپان له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان له لویو مرستندویو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، چې د ښوونې، روغتیا او بشري پراختیا په برخو کې یې ګڼ شمېر پروژې تمویل کړې دي.

ایمل ولي خان:د پښتون ژغورنې غورځنګ، تحریک انصاف او ټي‌ټي‌پي ترمنځ هیڅ توپیر نشته او له یو اړخ چلېږي

د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان تحريک انصاف او ټي‌ټي‌پي، ترمنځ هیڅ واضح توپیر نشته او دا ټولې ډلې له یوه لوري چلول کېږي.

نوموړي دا څرګندونې د وژل شوي پاکستاني مذهبي عالم مولانا شېخ ادریس د فاتحې په مراسمو کې کړي‌ دي.

ایمل ولي خان په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې د پښتنو د حقونو لپاره د روانو مبارزو او د وسلوالو ډلو ترمنځ کرښه ډېره مبهمه شوې ده او د هغه په وینا دا ټول حرکتونه په یوه سیاسي او فکري محور راټول دي.

یاده دې وي، چې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ، په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو په ننګه له کلونو راهیسې مبارزه پیل کړې چې ډېری کلیدي غړي یې د پاکستان استخباراتي ادارې لخوا په مرموز ډول ترور شوي دي.

وال‌‌سټریټ ژورنال:متحده عربي اماراتو په پټه پر ایران هوایي بریدونه کړي

وال سټریټ ژوزنال په یو راپور کې ويلي، متحده عربي اماراتو په پټه پر ایران پوځي بریدونه ترسره کړي دي.

دغه ورځپاڼې ويلي، چې متحده عربي اماراتو دغه اقدام د ایران او امریکا ترمنځ روان کړکېچ کې په مستقیم ډول د جګړې فعال اړخ ګرځولی دی.

راپور زیاتوي، د روان کال په اپرېل میاشت کې د ایران د لاوان ټاپو پر یوه د تېلو تصفیه‌خونه برید شوی و، چې د ایران د انرژۍ له مهمو مرکزونو ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې، خو پخوانیو دریځونو ته یې اشاره کړې چې پکې ابوظبۍ د دښمنانه اقداماتو پر وړاندې پوځي ځواب خپل مشروع حق بللی و.

د سي‌بي‌اېس نیوز راپور ته د اسلام اباد غبرګون؛موږ هیڅ ایراني الوتکو ته ځای نه دی ورکړی، له ګمراه کوونکو تورونو ډډه وکړئ

امریکايي رسنۍ سي‌بي‌اېس نیوز د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې پاکستان په غیر رسمي ډول ایران ته اجازه ورکړې څو خپلې ځینې الوتکې د دغه هېواد په هوايي اډو کې ځای پر ځای کړي.

راپور زیاتوي، دا اقدام ښايي د ایران د الوتکو د احتمالي امریکايي بریدونو د مخنیوي په موخه ترسره شوی وي.

د راپور په وینا، د ایران ځینې ملکي الوتکې افغانستان ته هم انتقال شوې دي؛ خو لا تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې ایا په دغو الوتکو کې پوځي الوتکې هم شاملې دي او که نه.

بل لور ته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په اړه چې ګواکې ایراني الوتکې د نورخان هوايي اډه کې د ځانګړو امنیتي موخو لپاره درول شوي، توند غبرګون ښودلی او هغه یې بې‌بنسټه او ګمراه کوونکي بللي دي.

تر دې دمه ایران او د طالبانو حکومت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې امنیتي وضعیت او د تهران او واشنګټن اړیکې زیات حساس او ترینګلي پړاو سره مخ دي.