د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د شیخ هبتالله اخوندزاده له لورې د دولتي ځمکو د وېش او د استوګنیزو نمرو د تنظیم لپاره نوی قانون منظور او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
د دې قانون له مخې، دولتي ځمکې به یوازې د قانوني پروسو له لارې وېشل کېږي او هغه کسان چې د محکمې له خوا د غیرقانوني استفادې یا غصب په تور پېژندل شوي وي، د دغو ځمکو له ترلاسه کولو څخه محروم دي.
په دغه نوي توشیح شوي قانون کې د ځمکو د وېش روښانه معیارونه، د قیمت ټاکلو اصول، د ملکیت د اسنادو د ورکړې کړنلارې او د اړوندو کمېسیونونو صلاحیتونه هم تعریف شوي دي.

