امریکايي رسنۍ سيبياېس نیوز د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې پاکستان په غیر رسمي ډول ایران ته اجازه ورکړې څو خپلې ځینې الوتکې د دغه هېواد په هوايي اډو کې ځای پر ځای کړي.
راپور زیاتوي، دا اقدام ښايي د ایران د الوتکو د احتمالي امریکايي بریدونو د مخنیوي په موخه ترسره شوی وي.
د راپور په وینا، د ایران ځینې ملکي الوتکې افغانستان ته هم انتقال شوې دي؛ خو لا تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې ایا په دغو الوتکو کې پوځي الوتکې هم شاملې دي او که نه.
بل لور ته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په اړه چې ګواکې ایراني الوتکې د نورخان هوايي اډه کې د ځانګړو امنیتي موخو لپاره درول شوي، توند غبرګون ښودلی او هغه یې بېبنسټه او ګمراه کوونکي بللي دي.
تر دې دمه ایران او د طالبانو حکومت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې د سیمې امنیتي وضعیت او د تهران او واشنګټن اړیکې زیات حساس او ترینګلي پړاو سره مخ دي.

