د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د طالبانو حکومت ځواکونو او د پاکستان پوځ ترمنځ د پولې په اوږدو کې د نښتو له امله لږ تر لږه ۳۷۲ افغان ملکي وګړي وژل شوي او ۳۹۷ نور ټپیان شوي دي.
راپور کې ويل کېږي، د دغو مرګژوبلو تر نیمایي زیات د کابل د نشهیي توکو د درملنې پر مرکز د هوايي بریدونو له امله رامنځته شوي دي.
یوناما زیاتوي، دا شمېره له ۲۰۱۱ کال راهیسې تر ټولو لوړه ثبت شوې مرګژوبلې ښيي.
راپور وايي، په وژل شویو او ټپیانو کې ۱۳ ښځې، ۴۶ ماشومان (۳۱ هلکان او ۱۶ نجونې) او ۳۱۳ نارینه شامل دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتې له هغه وروسته ډېرې شوې چې د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته ورسېد، او د پاکستان د دفاع وزیر په وینا، د فبرورۍ میاشتې په پای کې دا شخړې پرانیستې جګړې ته ورسېدې.

اسلاماباد ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په ګډون وسلهوالو ډلو ته پناه ورکړې ده، خو افغان چارواکي دا تورونه ردوي او پر پاکستان د مخالفو ډلو د ملاتړ تور پورې کوي.
د راپور له مخې، د وژل شویو نارینهوو ډېره برخه د مارچ میاشتې په ۱۶مه د کابل پر یوه د نشهیي توکو د درملنې روغتون د برید له امله وه، ځکه په دغه مرکز کې یوازې نارینه ناروغان بستر وو.
ویل شوي چې په دې برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ کسان وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي، خو “اصلي شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي”، ځکه ګڼ شمېر جسدونه د سختو سوځېدنو له امله د پېژندلو نه وو.
یوناما له ښکېلو خواوو غوښتي چې نړیوال قوانین رعایت کړي، روغتیايي مرکزونه هدف ونه ګرځوي او پر ملکي سیمو د هاوان او درنو وسلو بریدونه بند کړي.
راپور زیاتوي چې د ملکي تلفاتو لوی لامل هوايي بریدونه وو چې ۶۴ سلنه پېښې یې جوړولې، پاتې مرګژوبلې د پولې هاخوا ډزو او یوه هدفي برید له امله رامنځته شوې دي.

همداراز، د نورستان ولایت یوې ښځینه خیریه کارکوونکې د مارچ په ۱۹مه، د کوچني اختر پر مهال، سره له دې ووژل شوه چې یوه ورځ مخکې اوربند اعلان شوی و.
د راپور له مخې، نوموړې په ډزو ولګېده، سیند ته ولوېده او له خپل درې کلن زوی سره یوځای ډوبه شوه.
راپور دا هم ویلي چې د اپرېل په لومړیو کې په چین کې د اوربند له خبرو وروسته، افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي د نه زیاتېدو ژمنه کړې، خو نښتې لا هم په بشپړ ډول نه دي درېدلې.
د افغان چارواکو په وینا، د اپرېل په ۲۷مه د کونړ ولایت د اسعداباد پر یوه پوهنتون د مرمۍ لګېدو له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.

