یکشنبه, اپریل 19, 2026
Home Blog Page 258

امیرخان متقي او عباس عراقچي؛د افغانستان-پاکستان د خبرو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې کړې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لورو په دې مکالمه کې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استانبول په وروستیو مذاکراتو هم خبرې وکړې.

په دې تلیفوني خبرو کې عباس عراقچي ټینګار کړی چې د خبرو له لارې د ستونزو حل ممکن دی او وړاندیز یې کړی چې تهران به په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.

امیرخان متقي ویلي چې د افغانستان پلاوي د مشرتابه په هدایت او ښه نیت له پاکستاني لوري سره مذاکراتو کې برخه اخیستې؛ خو د درېیم پړاو خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې، ځکه پاکستاني لوری د کوم مسؤولیت منلو ته چمتو نه و.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې اداره:په افغانستان کې د ښاري چاپیریال خرابوالی د خلکو ژوند ته جدي ګواښ دی

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې ادارې (UN-Habitat) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د کثافاتو او اوبو ناسم مدیریت او د شنو سیمو نشتوالی د خلکو روغتیا او ژوند ته جدي ګواښ دی.

دغه اداره ټینګار کوي چې د ښاري پلان جوړونې او ټولنیزو اقداماتو له لارې د چاپیریال ساتنه ممکنه ده او ښاري چاپیریال ته د پام کولو سره به د خلکو ژوند اوږدمهاله ګټې ولري.

یادې ادارې وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۶۰م کال به نېږدې نیمایي افغانان په ښاري سیمو کې ژوند وکړي، نو ښاري پلانونه او بنسټونه باید ژر قوي شي.

پاکستان؛د پوځ د مشر عاصم منیر لپاره د ټول عمر مارشالۍ د قانون مسوده وړاندې شوې

0

د پاکستان ملي اسامبلۍ ته داسې مسوده وړاندې شوې چې له مخې یې د پوځ مشر عاصم منیر د ټول عمر لپاره مارشال وي او ځانګړي امتیازات ترلاسه کوي.

دغه مسوده چې سنا جرګې ته وړاندې شوې، د پوځ په جوړښت کې پنځه مهم بدلونونه راولي: د پوځ مشر د دفاعي ځواکونو د مشر په توګه پېژندل کېږي، د لوی درستیزانو ګډه کمېټه له منځه ځي، د ملي ستراتیژیکې قوماندانۍ پوسټ رامنځته کېږي، ولسمشر به د لومړي وزیر په مشوره د پوځ، هوايي او سمندري ځواکونو مشران ټاکي او پنځه ستوري افسرانو ته د ټول عمر ملاتړ ورکول کېږي.

اپوزیسون او مدني فعالان خبرداری ورکوي چې دغه بدلونونه به په پاکستان کې د پوځ واک نور هم غښتلی کړي او ملکي اداره به کمزورې کړي.

عباس عراقچي اسحاق ډار ته:د افغانستان او پاکستان د ترینګلو اړیکو په اړه اندېښمن یو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌دار سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د خبرو د دوام غوښتنه یې کړې ده.

ایران ویلي، چې عراقچي د سیمه‌ییزو هېوادونو په همکارۍ د اختلافاتو د حل او د ستونزو د کمېدو لپاره د خبرو اهمیت ته اشاره کړې او اعلان یې کړی چې تهران د هر ډول مرستې لپاره چمتو دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر هم د وروستیو خبرو جزییات شریک کړي او د سیمې د ثبات پر ساتلو یې ټینګار کړی دی.

دواړو لورو د مشورو د دوام پرېکړه کړې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په استانبول کې د طالبانو حکومت او پاکستان د استازیو درېیم پړاو مذاکرات بې‌نتیجې پای ته رسېدلي او دواړه لوري یو بل د غیرمسئولانه چلند په کولو تورنوي.

روسیې؛په یوه شپه کې له ۴۰۰ ډېرو ډرونونو اوکراین په نښه کړی چې ۷ تنه یې وژلي

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي وايي روسیې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۴۰۰ ډرونونه توغولي چې په کې د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونو کې ۷ کسان وژل شوي دي.

اوکرایني چارواکي وایي، هوايي ځواک ۴۰۶ ډرونونه نسکور کړي؛ خو لسګونه نور توغندي او چاودېدونکي الوتکې پر ۲۵ سیمو لګېدلي او په کېیف، پولتاوا او خارکیف کې یې د انرژۍ تاسیساتو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د اوکراین د انرژۍ دولتي شرکت دا بریدونه د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو سخت بللي او وایي چې په ځینو سیمو کې د برېښنا تولید بشپړ درېدلی دی.

روسیه بیا وايي چې دغه حملې د اوکراین د بریدونو پر وړاندې غبرګون دی او دوی د اوکراین د وسلو جوړولو مرکزونه او د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي.

بلوچستان؛په قلات کې پر قبایلي مشر وسله‌وال برید کې څلور تنه وژل شوي

0

د بلوچستان د قلات ولسوالۍ په خالداباد تحصیل کې د قبایلي مشر شاکر سعدالله لانګو پر موټر وسله‌وال برید شوی دی.

د پولیسو په وینا، په پېښه کې لانګو او درې نور ملګري یې وژل شوي او څو کسان ټپیان شوي دي.

ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او چارواکي وایي چې بریدګر تر حملې وروسته تښتېدلي او د هغوی د نیولو هڅې روانې دي.

ترکمنستان؛د بلخ زلزله‌ځپلو لپاره د ۳۴ میلیونه افغانیو مرسته د طالبانو حکومت ته وسپارله

په بلخ کې د طالبانو حکومت د رسنیو دفتر ویلي چې ترکمنستان د ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت بشري مرستې د دوی چارواکو ته سپارلې دي.

دا مرستې په اقینه بندر کې د ترکمنستان د ملي شورا د رئیس رجب بازاروف او د مزارشریف قونسل بازار بای کعبه‌یوف له لوري د بلخ د والي مرستیال نورالدین ابو ادریس او نورو طالب چارواکو ته ورکړل شوې دي.

د طالبانو حکومت په وینا، په مرستو کې خوراکي توکي، درمل، جامې او ساختماني مواد شامل دي.

دا مرسته په داسې حال کې ورکړل شوې چې څو ورځې وړاندې په بلخ او سمنګان کې زورورې زلزلې نږدې ۳۰ کسان وژلي او له ۷۰۰ ډېری یې ټپیان کړي وو.

په افغان کرېکټ د بندیز غوښتونکې؛د کرېکټ له خان غوښتي چې د ښځو حقونو ته کار وکړي

د افغان کرېکټ سر سختې منتقدې ګلچهرې نعیم پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، چې د راشد خان له لوري یې د «خان فاونډېشن» پرانېسته کې ګډون کړی.

هغې ویلي، چې د پروګرام په څنډه کې یې له راشد خان غوښتي چې د ورزش له لارې د ښځو حقونو ته کار وکړي.

نوموړې د راشد له لوري د خیریه بنسټ جوړول نیک کار ګڼلی.

تر دې وړاندې هغې پر راشد خان او د کرېکټ پر نورو لوبغاړو توندې نیوکې کولې او افغان کرېکټ ملي لوبډله یې د سراج الدین حقاني لوبډله یادوله.

زلمی خلیلزاد:اوس د پاکستان د سیاسي مشرانو او ولس وار دی چې پرېکړه وکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې اوس د پاکستان د سیاسي مشرانو او ولس وار دی چې پرېکړه وکړي، ایا دیموکراسۍ او قانون ته ژمن پاتې کېږي که نه.

خلیلزاد دغه څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې د طالبانو حکومت تایید کړې، چې د افغانستان او پاکستان وروستي مذاکرات په استانبول کې له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلي دي.

هغه په خپل دریځ کې ټینګار کړی چې د سیمې راتلونکی د هغه لوري په انتخاب پورې تړاو لري چې پاکستان یې غوره کوي، او دا پرېکړه د سیاسي ثبات او سیمه‌ییز امنیت لپاره خورا مهمه ده.

د هند د دفاع وزیر:که اسلام آباد غواړي ستونزه حل کړي کابل سره دې خبرې وکړي

د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې باید یوازې د خبرو له لارې حل شي او هند به د دواړو هېوادونو په کړکېچ کې مداخله ونه کړي.

سینګ د رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د هند بهرنی سیاست د سولې او متقابل درناوي پر اصولو ولاړ دی او دغه هېواد د شخړو د لمسولو یا لمن وهلو اراده نه لري.

هغه زیاته کړې چې «که څوک هند ته ګواښ وکړي، دفاع به یې وکړي، خو هند د شخړې د رامنځته کولو پالیسي نه لري.»

هغه د کابل او اسلام‌اباد د وروستیو تاوتریخوالو په اړه ویلي چې ښکېل هېوادونه باید د مذاکراتو له لارې خپل اختلافات حل کړي، او هند د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې نیت نه لري.