د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ایران لا هم د خپلو بالستیک توغندیو شاوخوا ۷۰ سلنه او د توغندیو د توغولو وسایلو نږدې ۶۰ سلنه ساتلي دي.
نیویارک ټایمز د امریکا د استخباراتي ارزونو په حواله راپور ورکړی چې ایران د جګړې له پیل مخکې د خپلو بالستیک توغندیو نږدې ۷۰ سلنې ته لا هم لاسرسی لري.
په راپور کې ویل شوي چې ایران شاوخوا ۶۰ سلنه د توغندیو توغوونکي (لانچرونه) او نږدې ۴۰ سلنه بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) هم ساتلي دي.
راپور زیاتوي چې کله د ایران او امریکا ترمنځ دوه اوونیز اوربند پیل شو، ایران یوازې خپلو نیمایي لانچرونو ته لاسرسی درلود، خو وروسته وتوانېد چې شاوخوا ۱۰۰ نور لانچرونه له ځمکې لاندې وباسي.
د راپور له مخې، ایران هڅه کوي هغه توغندي هم راوباسي چې د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله تر خاورو لاندې پاتې شوي دي.
د راپور په وینا، که دا هڅه بریالۍ شي، نو د ایران توغندیزې زیرمې به بیا د جګړې له مخکې کچې شاوخوا ۷۰ سلنې ته ورسېږي.
راپور ښيي چې د جګړې له زیانونو سره سره، ایران لا هم د پام وړ پوځي ظرفیت ساتلی او هڅه کوي خپل توغندیز ځواک بېرته پیاوړی کړي.

