د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان هڅې ستایلي، خو د عمران خان له کورنۍ او ملاتړو سره چلند یې ناعادلانه بللی دی.
زلمي خلیلزاد د وروستیو سیمهییزو بدلونونو په اړه ویلي چې د پاکستان حکومت هڅې، چې د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره ترسره کېږي، د ستاینې وړ دي.
هغه ټینګار کړی چې د عمران خان له کورنۍ او ملاتړو سره چلند ناعادلانه او اندېښمنوونکی دی او باید له پامه ونه غورځول شي.
خلیلزاد ویلي چې عدالت او د سیاسي حقونو درناوی په هر هېواد کې د دوامدار ثبات لپاره ضروري دي.
هغه خبرداری ورکړی چې که دا مسایل له پامه وغورځول شي، نو د اسلاماباد ډیپلوماټیک اعتبار به اغېزمن شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په وروستیو کې د سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې فعال رول لوبولی، خو په کور دننه د سیاسي مخالفینو، په ځانګړي ډول د عمران خان، د چلند له امله تر نیوکو لاندې دی.

