چهارشنبه, اپریل 15, 2026
Home Blog Page 259

فاروق اعظم:دنده مې خپله پای ته ورسوله؛ خو ژمنه کوم چې له «اسلامي امارت» سره به هر ډول همکاري کوم

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې دی د طالبانو د حکومت له لوري له دندې منفک شوی.

نوموړي ویلي، چې ده په خپله خوښه په یاد وزارت کې دنده پرېښي؛ خو ټینګار یې کړی، چې له «اسلامي امارت» سره به ټوله همکاري کوي.

اعظم زیاتوي، چې په افغانستان کې یې د سویس د هیواد د ناظم الأمور سره کتلي او اوبو د مدیریت په اړه یې ورسره بحثونه کړي؛ خو د همدغو بحثونو او یوه کاپي یې همدا نن له خپل کور په داسې حال کې ورلېږلې، چې تېره ورځ یې دنده هم پرېښې وه.

هغه له ټولو طالب چارواکو مننه کړې، چې پر ده یې باور کړی او په ښه فضا کې یې ورسره دنده مخ ته وړې.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و، چې فاروق اعظم د طالبانو حکومت له لوري له دندې منفک شوی دی.

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت:د سیلابونو راوتلو احتمال زیات دی، خلک دې د سیندونو ښکته سیمو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د سېلابونو د امکان په اړه خبرداری ورکړی دی.

د وزارت په وینا، د عقرب له ۱۳ څخه تر ۱۵ پورې په کابل، پنج‌آمو سیند او د هېواد په شمالي سیمو کې د اوبو د سطحې د لوړېدو او سېلاب د راتلو احتمال شته.

همدارنګه، په پروان، پنجشیر، کاپیسا، لغمان، کنړ، نورستان، بدخشان، تخار، بغلان، سمنگان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب کې هم د سېلاب د احتمال خبر ورکړل شوی دی.

وزارت له خلکو غوښتي چې د سیندونو ښکته سیمو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان په ځینو ولسوالیو او سالنګونو کې تېره شپه واورې ورېدلې ده.

په اسلام‌اباد ستره محکمه کې چاودنه؛سرچینو د مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړي دي

0

د پاکستان پلازمینه اسلام اباد سترې محکمې کې چاودنه رامنځته شوې.

سرچینو ویلي، چې دغه چاودنه د سترې محکمې په ودانۍ کې شوې او د پراخې مرګ‌ژوبلې راپورونه هم لري.

د چاودنې د علت په اړه تر اوسه دقیق راپور نه دی ورکړل شوی.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو ویلي، چې امنیتي او بیړني ټیمونه سیمې ته رسېدلي.

ولادیمیر زلنسکي:اوکراین به سږ کال برلین او کپنهاګ کې د وسلو د صادراتو او ګډ تولید دفترونه پرانیزي

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي هېواد به یې سږکال په برلین او کپنهاګ کې د وسلو د صادراتو او ګډې تولیدي همکارۍ لپاره دفترونه پرانیزي.

د هغه په وینا، اوکراین د لویدیځ متحدانو په ملاتړ د دفاعي صنعت پراختیا چټکوي، څو د روسیې د یرغل پر ضد جګړه کې خپل امکانات پیاوړي کړي.

زلنسکي ویلي چې اوکراین به د سمندري ډرونونو او توپچي سیستمونو په ګډون ځینې وسلې صادرولی شي، څو د کورني تولید لپاره مالي سرچینې زیاتې کړي.

هغه زیاته کړې چې هېواد یې لا هم د جنګي الوتکو او هوايي دفاعي سیستمونو په برخه کې په متحدانو تکیه لري؛ خو د ډرونونو او توغندیو په جوړولو کې پرمختګ شوی.

اوکراین پلان لري چې د «فلامینګو» او «روتا» په نوم کورني توغندي د روان کال تر پایه په پراخه کچه تولید کړي.

الجزیره:اسرائيل تازه د اوربند له تړون سره سم پنځه فلسطیني بندیان خوشې کړي

0

الجزیرې راپور ورکړی چې اسرائيلو د اوربند له تړون سره سم پنځه نامعلوم فلسطیني بندیان خوشې کړي دي.

دوی د دوشنبې په شپه ازاد شول او د طبي معاينې لپاره د غزې دیرالبلح ښار الاقصی روغتون ته ولېږدول شول، چېرې چې کورنۍ یې د لیدلو لپاره راټولې شوې وې.

په عین حال کې، د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د سره صلیب له لارې یې د اسرائيلو لخوا د ۴۵ نورو فلسطینیانو جسدونه ترلاسه کړي، چې له دې سره د بېرته سپارل شويو جسدونو شمېر ۲۷۰ ته رسېدلی.

تر دې دمه ۷۸ جسدونه پېژندل شوي دي او ځايي چارواکي وايي ډېری جسدونه د شکنجې نښې لري.

الجزیره زیاتوي چې سره له اوربند، اسرائيلي پوځ په غزه کې حملې روانې ساتلي او د دوشنبې په ورځ د شمالي رفح په سیمه کې درې فلسطینیان د اسرائيلي پوځ په ډزو وژل شوي دي.

د غزې د حکومت د رسنیو دفتر وايي اسرائيلو تر اوسه ۱۲۵ ځله اوربند مات کړی، او اسرائيل بیا حماس پر اوربند د سرغړونې تور لګوي.

تورخم دروازه؛د څلورمې ورځ لپاره هم د افغان کډوالو پرمخ پرانیستې

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت اعلان کړی چې د تورخم دروازه به نن څلورمه پرله‌پسې ورځ هم یوازې د هغو افغانانو لپاره خلاصه وي چې پاکستان پرېږدي او بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

د وزارت په وینا، تېر ماښام شاوخوا ۴۸۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

له دې سره، د تورخم په پوله لا هم سلګونه افغان کورنۍ د ستنېدو په تمه ناستې دي او د سختو شرایطو، بې‌سرپناهۍ او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

آلمان؛احمدالشرع ته د بلنې ورکولو سره، د سوریایي پناه اخیستونکو پر پالیسۍ غور کړی

0

د آلمان صدراعظم فریدریش مرتس اعلان کړی چې هېواد به یې د هغو سوریایي پناه اخیستونکو د اخراج بهیر چټک کړي چې جرمونه یې کړي دي.

نوموړي ویلي، حکومت یې د دې پلان عملي کولو ته ژمن دی او دا پالیسي به په مشخص ډول پر مخ یوسي.

مرتس، چې د سوریې موقتي ولسمشر احمد الشرع ته د برلین د سفر بلنه ورکړې، ټینګار کړی چې د سوریې جګړه پای ته رسېدلې او نور د پناه اخیستنې لپاره دلیلونه ختم شوي.

د ده په وینا، آلمان غواړي د سوریې د ثبات په بهیر کې رول ولوبوي.

د راپورونو له مخې، د سوریې ولسمشر به روانه میاشت واشنګټن ته سفر وکړي.

د پاکستان د پوځ ویاند:د طالبانو په تعهد شک لرو، ځکه اوربند هم لنډمهاله دی

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري وايي چې د طالبانو له لوري د امنیتي همکاریو لپاره وړاندې شوي شرطونه هېڅ اهمیت نه لري او اسلام‌اباد یوازې د ترهګرۍ پر له‌منځه وړلو تمرکز کوي.

هغه د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې باید د ټي‌ټي‌پي او نورو ډلو فعالیتونه مهار کړي او هغه بریدګر چې افغانستان ته تښتېدلي پاکستان ته وسپاري.

چوهدري ادعا کړې چې د طالبانو حکومت ځینې کسان د پاکستان پر ضد بریدونو کې ښکېل دي او د نشه‌يي توکو کارونو له لارې وسله‌والو ته لوی عاید ترلاسه کېږي.

هغه ویلي چې که څه هم د قطر او ترکیې په منځګړیتوب لنډمهاله اوربند شوی، خو پاکستان د طالبانو پر تعهد شک لري او پوځي عملیات به روان وي.

ګلبدین حکمتیار؛د زلزله ځپلو سره خواشیني څرګنده کړې او له حکومتي ادارو یې د مرستو غوښتنه کړې

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شمالي ولایتونو د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي.

حکمتیار په خپل پیغام کې د زیانمنو کورنیو ته د روغتیا دعا کړې او هغوی سره یې خواشیني څرګنده کړې.

هغه له شتمنو افغانانو او حکومتي ادارو غوښتي، چې د خپلو مرستو او همکارۍ له لارې د مصیبت‌ځپلو خلکو دردونه او ستونزې راکمې کړي.

قطر؛د افغانستان له زلزله ځپلو سره د خواخوږې مراتب وړاندې کړي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې د “افغانستان” طالبانو له حکومت او ولس سره د شمالي ولایتونو د زلزلې له امله خواخوږي څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او د ټپیانو د ژر روغېدو هیله څرګنده شوې ده.