یکشنبه, اپریل 19, 2026
Homeکورپاڼهالجزیره:د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ جګړه کې ۱۴ اسراییلي سرتېري وژل شوي

الجزیره:د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ جګړه کې ۱۴ اسراییلي سرتېري وژل شوي

الجزیره وایي، د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۱۴ اسراییلي سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۶۵۰ نور ټپیان دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، دا مرګ‌ژوبله د اسراییلي پوځ له لوري هم تایید شوې ده.

تر اوسه د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه بشپړ جزییات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کېږي چې ځینې یې سخت ټپیان دي.

له دې وړاندې، حزب‌الله او اړوندو رسنیو د اسراییلي ټانکونو د ویجاړېدو خبرونه هم ورکړي وو.

سره له دې چې له بیروت څخه د ۱۰ ورځني اوربند اعلان شوی، راپورونه ښيي چې لا هم د دواړو خواوو ترمنځ نښتې دوام لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here