د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد او راولپنډۍ کې ځینو پوهنتونونو د ایران او امریکا د خبرو دویم پړاو ته د نږدې کېدو له امله حضوري ټولګي ځنډولي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په اسلاماباد او راولپندي کې یو شمېر پوهنتونونو خپل حضوري درسونه بند کړي او تدریسي بهیر یې انلاین ته اړولی دی.
راپورونه وايي چې ازموینې هم ځنډول شوې دي.
که څه هم د ایران او امریکا د خبرو د دویم پړاو دقیقه نېټه لا نه ده اعلان شوې، خو د ځینو پوهنتونونو درسي پروګرامونه د اپرېل له ۲۰مې تر ۲۴مې پورې انلاین دوام لري.

