یکشنبه, اپریل 19, 2026
Homeافغانستانګلبدین حکمتیار:که وضعیت همداسې دوام وکړي، افغانستان به یو ځل بیا د...

ګلبدین حکمتیار:که وضعیت همداسې دوام وکړي، افغانستان به یو ځل بیا د بهرنیو قدرتونو د نیابتي جګړو په ډګر بدل شي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خبرداری ورکړی چې که د خلکو رایې او غوښتنو ته درناوی ونه شي، د افغانستان راتلونکی به له ستونزو سره مخ شي.

حکمتیار د یوې اعلامیې له لارې، چې د خپل ګوند غونډې ته استول شوې، ویلي چې د افغانستان اوسنی وضعیت د هېڅ افغان لپاره د منلو وړ نه دی او ټول د بدلون غوښتونکي دي.

هغه د طالبانو حکومت ته په اشارې سره ویلي، که د خلکو غوښتنو ته پام ونه شي، راتلونکې ورځې به لا سختې وي.

نوموړي د منتخب حکومت، اساسي قانون او ملي اجماع پر رامنځته کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانان غواړي خپل مشران د خپلې رایې له لارې وټاکي.

حکمتیار زیاته کړې چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د خلکو تمه دا وه چې هېواد به له جګړو او بهرنیو مداخلو خلاص شي، خو اوسنی وضعیت د دغو هیلو خلاف دی.

د هغه په وینا، که وضعیت همداسې دوام وکړي، افغانستان به یو ځل بیا د بهرنیو قدرتونو د نیابتي جګړو په ډګر بدل شي.

حکمتیار ټینګار کړی چې سیاسي جوړښت باید ژر بدلون ومومي او واک باید داسې کس ته وسپارل شي چې د خلکو او د هغوی د استازو په مشوره ټاکل شوی وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here