د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني ویلي، تهران د سولې له ډیپلوماټیکو هڅو سره سره لا هم “پوځي چمتووالی” ساتلی او د هر ډول احتمالي جګړې لپاره تیار دی.
هغې نن سې شنبه خپلې اوونیزې خبري غونډې ته وویل، ایران له “نړۍ تر ټولو ستر پوځي ځواک” سره ۴۰ ورځې جګړه کړې او اوس هم د مذاکراتو د برخلیک روښانه کېدو ته انتظار باسي.
مهاجراني همداراز وویل، حکومت انټرنېټ ته لاسرسی د خلکو “مدني حق” ګڼي او په ایران کې به انټرنېټي خدمات هغه مهال بېرته عادي شي چې د امریکا او اسراییل جګړه پای ته ورسېږي.
نوموړې ټینګار وکړ چې د ایران اساسي تګلاره “تلپاتې سوله” ده او ډیپلوماسي د “عزت، حکمت او مصلحت” پر اصولو روانه ده.
د راپور له مخې، نوموړې په ډزو ولګېده، سیند ته ولوېده او له خپل درې کلن زوی سره یوځای ډوبه شوه.
راپور دا هم ویلي چې د اپرېل په لومړیو کې په چین کې د اوربند له خبرو وروسته، افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي د نه زیاتېدو ژمنه کړې، خو نښتې لا هم په بشپړ ډول نه دي درېدلې.
د افغان چارواکو په وینا، د اپرېل په ۲۷مه د کونړ ولایت د اسعداباد پر یوه پوهنتون د مرمۍ لګېدو له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.
د امریکا جمهوري غوښتونکی سناتور لینډسي ګراهام د سيبياېس نیوز د راپور په اړه، چې پکې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب په بهیر کې د پاکستان د احتمالي رول او د ایران د الوتکو د ځای پر ځای کېدو ادعاوې مطرح شوې وې، ویلي که دا معلومات سم وي نو دا موضوع باید د واشنګټن د راتلونکو ډیپلوماټیکو ارزونو په چوکاټ کې جدي وڅېړل شي.
ګراهام ټینګار کړی چې د منځګړیتوب هر هغه رول چې د بېطرفۍ له اصولو سره ټکر ولري، د باور وړ نه ګڼل کېدای شي، او د امریکا پالیسۍ جوړوونکي باید د داسې ادعاوو په رڼا کې خپل دریځونه بیا وارزوي.
دغه بحث وروسته له هغه راپورته شوی چې سيبياېس نیوز ادعا کړې وه پاکستان د تهران او واشنکټن د منځګړیتوب د یوې مرحلې پر مهال د ایران ځینو الوتکو ته په خپلو هوايي اډو کې د پناه ورکولو اجازه ورکړې.
هاخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سيبياېس نیوز دغه ادعا چې په نور خان بیز کې یې ایراني الوتکو ته د درولو اجازه ورکړې، په کلکه رد کړې او ویلي یې دي چې دا یو ګمراه کوونکی تور دی.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې په بنو کې د پولیسو پر مرکز برید په افغانستان کې پلان شوی و.
مجاهد ویلي، «اسلامي امارت» دا تورونه بېاساسه ګڼي او ټینګار کوي چې د ستونزو حل باید د تورونو، ګواښونو او احساساتي دریځونو پر ځای د تفاهم، متقابل احترام او واقعي همکاریو له لارې ولټول شي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د سیمې امنیت او ثبات ته زیان ورسوي.
د یادونې ده چې ددغه برید په تور د پاکستان حکومت تېره ورځ د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکیب هم احضار کړی وو.
د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د سرای نورنګ په ګڼه ګوڼه لرونکي بازار کې زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، او د چاودنې له امله ګڼ شمېر دوکانونه او موټرونه زیانمن شوي دي.
د پولیسو ویاند ویلي، چې په وژل شویو کې دوه د ټرافیک پولیس هم شامل دي.
نوموړي زیاته کړه چې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې چاودنه ځانمرګی برید و او که چاودېدونکي مواد د موټرسايکل یا موټر سره ځای پر ځای شوي وو.
د روغتیايي سرچینو په وینا، ځینې ټپیان په نازک حالت کې دي او د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
تر دې دمه د دغه برید مسولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.