جمعه, جون 26, 2026
Home Blog Page 245

د جرمني لومړی وزیر:اندېښمن یم چې امریکا او اسراییل د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره روښانه پلان نه لري

0

د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس په تازه څرګندونو کې ویلي چې اندېښنه لري ښايي امریکا او اسراییل د ایران سره د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره روښانه او عملي پلان ونه لري.

مرتس دغه څرګندونې په برلین کې د چک جمهوریت له لومړي وزیر سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د هغه په وینا، شاوخوا یوه اوونۍ کېږي چې امریکا او اسراییل له ایران سره په جګړه کې ښکېل دي.

نوموړي زیاته کړې چې د جګړې له پیل وروسته د هرې ورځې په تېرېدو سره د جګړې د راتلونکې، پای او احتمالي پایلو په اړه پوښتنې او اندېښنې زیاتې شوې دي.

د جرمني لومړي وزیر ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو د موندلو هڅې زیاتې کړي.

امیرخان متقي؛د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره د سیمې پر وروستیو تحولاتو خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو او همدارنګه د سیمې پر وروستیو سیاسي او امنیتي تحولاتو د نظر تبادله شوې ده.

دواړو لورو د منځني ختیځ وروستی وضعیت اندېښمنوونکی بللی او پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه او د جګړې د پراخېدو هڅې یې غندلې دي.

په دې ټلیفوني خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعیت هم بحث شوی او د افغانستان لوري د پاکستان د بریدونو او د طالبانو حکومت د متقابلو دفاعي اقداماتو په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی.

عباس عراقچي:نړیواله ټولنه دې د امریکا او اسراییل د بریدونو غندنه وکړي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره په ټلیفوني خبرو کې د امریکا او اسراییلو د وروستیو بریدونو او د هغوی د احتمالي پایلو په اړه بحث کړی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، عراقچي په دې خبرو کې د غیرنظامي مرکزونو په نښه کېدو ته په اشارې ویلي چې دغه بریدونه د نړیوالو قوانینو او بشردوستانه اصولو ښکاره سرغړونه ده.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دغو بریدونو پر وړاندې روښانه دریځ خپل کړي او هغه په ښکاره ډول وغندي.

بل لور ته، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د نړیوالو قوانینو د درناوي پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې باید د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیول شي.

هغه همدارنګه په سیمه کې د روانو نښتو د بشري او امنیتي پایلو د مهارولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان په اړه؛د ازبکستان او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو انلاین غونډه کړې

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله اېرګاشیف د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنه له ځانګړي استازي ګېل برتران سره انلاین غونډه کړې ده.

د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې دواړو لورو د سیمې پر امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

همدارنګه د ازبکستان او اروپايي ټولنې استازو د افغانستان اړوند د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو هم بحث او د همغږۍ پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

د غونډې ګډونوالو ویلي چې د سیمې ثبات د ټولو هېوادونو لپاره مهم دی او اړتیا ده چې د افغانستان په تړاو نړیواله همکاري او ډیپلوماټیکې هڅې لا پیاوړې شي.

مولوي عبدالسلام ضعیف:د خلیج او عربي هېوادونو لپاره د ګډ ائتلاف جوړولو ذهبي فرصت دی

په پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف ویلي، چې اوس د خلیج او نورو عربي هېوادونو لپاره یو مهم او ذهبي فرصت برابر شوی څو په خپل منځ کې قوي ائتلاف رامنځته کړي.

نوموړي ویلي، عربي هېوادونه کولای شي د فدرالي حکومت په څېر یو ګډ نظام جوړ کړي او ځینې مهم بنسټونه لکه نظامي او استخباراتي ارګانونه سره یوځای او همغږي کړي.

د هغه په وینا، د دغه ډول همکارۍ له لارې به یاد هېوادونه وکولای شي چې امریکایي اډو ته ځواب ورکړي او ټکنالوژۍ ته وده ورکړي.

ډونالډ ټرمپ:ایران که په هرمز تنګي کې ماینونه ځای پر ځای کړي، بې ساری پوځي غبرګون به وویني

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران په هرمز تنګي کې سمندري ماینونه ځای پر ځای کړي وي او له سمدستي لرې کولو پرته پاتې شي، نو د ایران پر ضد پوځي اقدامات به “په تاریخ کې بې ساري” وي.

ټرمپ په خپل ایکس ټروت سوشیال پاڼه، ویلي چې که ماینونه لرې شي، نو دا به د اړیکو په ښه کولو کې لوی ګام وي.

هغه همدارنګه وویل چې د امریکا ځواکونه به د نشه يي توکو قاچاقو ضد ټکنالوژي او توغندي وکاروي ترڅو هر هغه کښتۍ یا بیړۍ چې د هرمز تنګي ماینونه ځای پر ځای کوي، په چټک او زوردار ډول له منځه یوسي.

شهباز شریف؛د علي خامنه اي پر وژل کیدو د امریکا او متحدینو ملاتړ کړی، خو مجتبی خامنه اي ته یې د مذهبي شراکت لاس غځولی

0

هغه مهال چې د امریکا او اسرائیل په ګډو هوایي بریدونو کې د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي ووژل شو او ایران په ځوابي بریدونو کې په سیمه کې د امریکا اډې هدف وګرځولې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران بریدونه وغندل او په زغرده یې له امریکا او متحدینو خپل ملاتړ اعلان کړ؛ تازه یې د ایران نوي رهبر مجتبی خامنه اي ته په یو لیک کې د هغه د پلار علي خامنه اي د وژل کېدو له امله خواخوږي څرګنده کړې او په عین حال کې یې د ستر رهبر د مسؤلیتونو د منلو مبارکي ورکړې ده.

شهباز شریف په خپل پیغام کې مجتبی خامنه اي ته لیکلي، چې د پاکستان او ایران اړیکې د ګډ دین، تاریخ، کلتور او ژبې پر بنسټ ولاړې دي.

شهباز شریف زیاته کړې، چې پاکستان به له ایران سره د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو لپاره د متقابلو همکاریو د لا پیاوړتیا په موخه په ټولو برخو کې نږدې کار ته دوام ورکړي.

د افغانستان برېښنا شرکت:د باران او توپان له امله د ازبکستان برېښنا مزي پرې شوي، چې له امله یې کابل او څو ولایتونه پرچاو دي

د طالبانو حکومت د برېښنا شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له ازبکستان څخه هېواد ته د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا لېږد مزي د بغلان ولایت د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د سخت باران، توپان او د ډبرو د ښوېدو له امله پرې شوي او پرچاو شوي دي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دا مهال پروان، کاپیسا، پنجشېر، کابل، ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو ته وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

د برېښنا شرکت په وینا، دا مهال په کابل کې روغتونونو او مهمو امنیتي مرکزونو په څېر د لومړۍ کټګورۍ ځایونو ته د داخلي تولید او د تاجکستان وارداتي برېښنا په مرسته برېښنا برابره شوې، او نورو سیمو ته د امکاناتو له مخې په نوبتي ډول برېښنا ورکول کېږي.

یاد شرکت ویلي، چې تخنیکي ټیمونه سیمې ته استول شوي او هڅه کوي چې د کاري زمینې له برابرېدو سره سم ژر تر ژره ستونزه حل کړي.

راپورونه:ایران، حزب‌الله او عراقي مقاومت هممهاله پر اسرائیل او امریکایي اډو بریدونه کړي

0

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د «وعده صادق ۳۵» په نوم د عملیاتو نوې څپه نن شپه ترسره شوې او د اسرائیل پر بېلابېلو اهدافو پرمختللي توغندي توغول شوي دي.

راپورونه وایي چې په دې بریدونو کې د «خیبرشکن»، «قدر»، «خرمشهر»، «فتاح» او «عماد» په نوم هدفمند توغندي کارول شوي او ټاکلي هدفونه یې په نښه کړي دي.

همدارنګه ویل شوي چې د لبنان حزب‌الله ځواکونو د اشغال شوې فلسطین په شمال کې پر یو شمېر اهدافو هم بریدونه کړي دي.

بلخوا د عراق د مقاومت ډلو هم اعلان کړی چې نن یې یو ځل بیا په عراق کې د امریکا د پوځ پر حضور لرونکو اډو بریدونه کړي دي.

تر اوسه د دغو بریدونو په اړه د اسرائیل، امریکا او یا هم نورو خپلواکو سرچینو له لوري رسمي تایید نه دی شوی.

حمدالله فطرت:له تېرې شپې راهیسې د پاکستاني پوځ د بریدونو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، له پاکستان سره پر فرضي کرښه په پرتو ولایتونو کې د پاکستان د پوځ بریدونه او جنګي جنایتونه لا هم دوام لري.

د نوموړي په وینا، تېره شپه د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د کوټ کلي په سیمه کې د پاکستاني پوځ د هاوان مرمۍ د یوه ملکي کور سره لګېدلې چې له امله یې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

فطرت زیاتوي چې د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې هم د پاکستاني پوځ له لوري د عامو خلکو پر کورونو او عامه تاسیساتو ۱۲ د هاوان مرمۍ او ۱۴ د ډي سي توپ مرمۍ توغول شوې دي، چې دغه مرمۍ په شاړو ځمکو، تخلیه شویو کورونو او د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ته نږدې سیمو لګېدلې دي، خو د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د ده په خبره، د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر سیمو هم شاوخوا ۹۰ د هاوان او توپ مرمۍ فیر شوې دي.

بل لور ته د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په څو کلیو کې د سهار راهیسې د درنو وسلو په مټ د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي دي، چې یو ملکي کس ټپي شوی او ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوې دي.

همدارنګه د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ د نوآباد، دونیژه او ډبه کلیو اوسېدونکي وايي چې له پرون راهیسې پر سیمې د هاوان او توپونو بریدونه روان دي، چې له امله یې خلک له خپلو کورونو وتلي، څو کورونه نیمه ویجاړ شوي او شاوخوا ۲۰ څاروي وژل شوي دي.