جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 232

ریچارډ بېنېټ:د یوه کس له امله ټولو افغان کډوالو ته سزا ورکول ناعادلانه دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په واشنګټن کې د افغان کډوالو له لوري د ملي ګارډ پر سرتېرو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د یوه کس عمل باید د ټول ملت د سزا لامل نه شي.

هغه دا کار ناانصافي او بې‌معنا بللی دی.

په ورته وخت کې شاون وان‌ډایور، چې د افغان کډوالو د خپلسري انتقال پر چارو کار کوي، هم ټینګار کړی چې د یوه فرد ناسم عمل باید د ټولو افغانانو د بدنامۍ سبب ونه ګرځي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوي چې ۲۹ کلن افغان رحمان‌الله لکڼوال په واشنګټن کې دوه سرتېري ژوبل کړل او له دې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د بایډن د حکومت پر مهال د تللو افغانانو د دوسیو د بیا کتنې امر وکړ.

د امریکا د کډوالۍ اداره هم د افغانانو د غوښتنلیکونو پروسس تر نامعلومې مودې ځنډولی دی.

امیرخان متقي؛د ناروې له شارژدافیر سره کتلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پير البرټ الساس سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، الساس د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې پر کونړ، خوست او پکتیکا د ملکي کسانو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو وژل د ژور تاسف وړ دي.

هغه ټینګار کړی چې ناروې د طالبانو حکومت له رغنده تعامل ملاتړ کوي.

امیرخان متقي بیا ویلي چې افغانستان له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان سره، د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو پراختیا غواړي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې مقابل لوري هم د زور او بې‌ثباتۍ پر ځای د خبرو، تفاهم او ثبات لاره غوره کړي.

وزارت زیاتوي چې دواړو لوریو پر انساني وضعیت، سیمه‌ییز امنیت او د همکارۍ پر پراخولو خبرې کړې دي.

پاکستان؛د سپین‌بولدک لار د افغان کډوالو پر مخ وتړله

یو شمېر سرچینو ویلي چې پاکستاني ځواکونو نن پنجشنبه د کندهار ـ سپین بولدک دروازه د افغان کډوالو پر مخ تړلې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دروازې د تړلو په اړه هېڅ رسمي دلیل نه دی وړاندې شوی، او هغه افغانانو چې له پاکستانه د ستنېدو هڅه کوله، د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو د لارې ناڅاپي تړلو د سلګونو افغان کډوالو ورځني کارونه او تګ راتګ اغېزمن کړي دي.

شان واندایور:امریکا کې مېشت ټول افغانان د یوې پېښې لپاره باید مسؤل و نه ګڼل شي

د امریکا د افغانانو د انتقال ادارې مشر شان واندایور ویلي چې ټول افغانان باید د یو شخصي جرم لپاره مسؤل ونه ګڼل شي.

نوموړي ټینګار کړی چې په امریکا کې مېشتو افغانانو وروسته له بشپړو امنیتي څېړنو او ارزونو دغه هېواد ته د راتګ اجازه موندلې ده.

واندایور زیاته کړې چې د واشنګټن د وروستۍ پېښې سیاسي ګټه اخیستنه باید و نه شي او په امریکا کې د افغانانو کورنۍ باید زیانمنې نه شي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې اعلان کړی و چې د افغان کډوالو د پناه غوښتنو پروسه تر بل خبر پورې ځنډول شوې، وروسته له هغې چې یو افغان تبعه په واشنګټن کې د ملي ګارډ دوه غړي ټپي کړي وو.

نورالدین عزیزي د ECO غونډه کې:افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ په پروژو کې فعال ګډون ته چمتو دی

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، د ترکیې په استانبول کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د سوداګرۍ وزیرانو په پنځمه غونډه کې ګډون وکړ.

عزیزي په غونډه کې افغانستان د سیمې د ترانزیټي څلورلارې مهم هېواد بللی او ټینګار یې کړی چې هېواد یې چمتو دی په سوداګریزو او ترانزیټي پروژو کې فعاله ونډه واخلي.

هغه د ایکو سازمان ته بلنه ورکړې چې راتلونکې غونډه په کابل کې ترسره شي، او غونډه کې د غړو هېوادونو ملاتړ ترلاسه شو ترڅو د سوداګرۍ پراختیا، ترانزیټ اسانتیاوې او بهرني پانګونې جذب شي، چې دا کار به د اقتصادي ودې او سیمه‌ییزو همکاریو لپاره مهم ګام وي.

د طالبانو حکومت؛د پاکستان له خوا راتلونکو الوتنو لپاره د هوايي حریم د بندېدو راپورونه رد کړي

د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي کابل د پاکستان له لوري د راتلونکو الوتکو لپاره خپل هوايي حریم تړلی دی.

دغه افواهات چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي او د طالبانو حکومت د ملاتړ څو حسابونو یې پراخ ترویج کړی و، ادعا کوله چې افغانستان د پاکستان له فضا څخه راتلونکو الوتکو ته د تېرېدو اجازه درولې ده.

خو د وزارت لوړپوړي چارواکي مولوي فتاح‌الله منصور ویلي: «د هوايي حریم د تړلو راپورونه بې‌اساسه دي.»

چارواکو ټینګار کړی چې د افغانستان هوايي حریم د معمول مطابق پرانیستی دی او هېڅ ډول محدودیت نه دی لګول شوی.

امریکا؛تر نامعلومې مودې د افغانانو د کډوالۍ بهیر د درولو اعلان وکړ

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې USCIS اعلان کړی چې د افغان وګړو د مهاجرت ټول بهیر یې تر نامعلوم وخت لپاره درولی دی.

د ادارې په وینا، دغه پرېکړه به تر هغه وخته نافذه وي چې د امنیتي ارزونو او د بیا کتنې بشپړه پروسه پای ته ونه رسېږي.

یادې ادارې په خپل بیان کې ټینګار کړی:«د امریکا د خاورې او خلکو ساتنه زموږ اساسي او یوازینی لومړیتوب دی.»

دغه بندیز د افغانانو ټولې قضیې، هغه چې روانې دي او هغه چې تازه ثبت شوې دي، شاملوي.

تر اوسه روښانه نه ده چې د امنیتي کتنو پروسه به کله پای ته رسېږي او د افغانانو د کډوالۍ بهیر به بیا کله پیل شي.

د واشنګټن تر برید وروسته؛د امریکا مرستیال ولسمشر د کډوالو د ایستلو د پروسې د چټکوالي ګواښ کړی

د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي وېنس واشنګټن کې د ملي ګارد پر سرتېرو تر برید وروسته ویلي چې له هېواده د کډوالو د ایستلو بهیر باید سخت او چټک شي.

نوموړي د بایډن د ۲۰۲۱ کال پر پالیسۍ نیوکه کړې چې افغان کډوال بې له کافي امنیتي ارزونې امریکا ته پرېښودل شول.

وېنس ټینګار کړی چې د برید افغان تورن به قانوني ارګانونو ته وسپارل شي او وروسته باید د ناقانونه او پر جرمونو تورنو کډوالو د ایستلو هڅې لا پسې زیاتې شي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې یو افغان بریدګر د سپینې ماڼۍ مخې ته د ملي ګارډ دوه عسکر په ډزو ووژل.

ډونالډ ټرمپ:واشنګټن کې د ملي ګارد پر سرتېرو برید کوونکی افغان و

رویټرز د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله راپور ورکړی چې په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې هغه افغان کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته رسېدلی و.

له دې وروسته ټرمپ امر کړی چې هغه ټول افغانان بیا و ارزول شي چې د جو بایډن د حکومت پر مهال امریکا ته انتقال شوي دي.

په ډزو کې د ملي ګارډ دوه غړي ټپیان شوي او شکمن بریدګر له ویشتل کېدو وروسته ژوندی نیول شوی دی.

یو شمېر امریکايي رسنیو د شکمن نوم رحمن‌الله لکڼوال یاد کړی او ویلي یې دي چې نوموړی ۲۹ کلن دی او د ۲۰۲۱ کال د تخلیې په جریان کې امریکا ته انتقال شوی و.

نامالومو بې پیلوټه الوتکو؛خیبر پښتونخوا کې د داعش مرکزونه په نښه کړي

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د نامعلومو ډرون الوتکو له لوري د داعش پر دوه مرکزونو برید شوی دی.

د عیني شاهدانو په وینا، برید نن ماښام شاوخوا ۶:۳۰ بجې د خیبر ولسوالۍ د جبارمیلې په سیمه کې ترسره شوی او په نښه شوي ځایونه هغه مرکزونه وو چې د داعش د خراسان څانګې مهم غړي پکې اوسېدل.

سرچینې وایي چې په دې مرکزونو کې عبدالحکیم توحیدي، ګل نظیم او صدیقیار اوسېدل چې د داعش مهم کسان بلل کېدل او په افغانستان کې په ځینو خونړیو بریدونو کې د لاس لرلو په تور مشهور وو.

شاهدان زیاتوي چې ډرون الوتکې له برید وروسته د افغانستان لور ته تللې، او پاکستاني پوځیانو پرې د درنو وسله‌وو ډزې هم کړي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.