چهارشنبه, اپریل 15, 2026
Home Blog Page 233

پاکستان او نوی نړېوال نظم:ولې زړې مفکورې په نوي دورکې پایښت نه لري؟

لیکوال: عاطف مشعل
اسلام آباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

پاکستان د امنیتي او اداري اصلاحاتو تر نوم لاندې، د اساسي قانون ۲۷مه ماده په داسې شکل تعدیل کړه  چې د فدرالي حکومت واکونه یې په بې سابقه ډول پراخ او قوي کړل.  په دې تعدیل کې مرکزي حکومت ته پراخ واکونه ورکړل شوي او د ولسي نظارت او د قضایه ځواک واکونه ضعیف او حاشیې ته وړل شوي دي.  دا تعدیل په حقیقت کې یوه داسې هڅه وه چې د اساسي قانون تر سیوري لاندې پوځي حکومت یا مارشل لا د راوستو لپاره یې زمینه برابره کړه.
دا اقدام په حقیقت کې د پاکستاني چارواکو د وارخطایۍ بې باورۍ او اضطراب ښکارندویي کوي. په داسې حساسو شرایطو کې چې نړیوال نظم د چټک بدلون په حالت کې دی، دا تعدیل کومه عادي قانوني اصلاح نه ده، بلکه ددې حقیقت ښکاره وضاحت دی چې اسلام اباد غواړي ټول واک مرکز ته را ټول کړي، خو دا په داسې حال کې پیښیږي چې هغه نړیوال نظم چې پاکستان پرې تکیه کوله، د ګډوډۍ پر لور روان دی.
د نړېوال وضعیت هغه جوړښت چې د پاکستان د سیاسي او اقتصادي سفر لارښود و، اوس له ژور بدلون سره مخ دی.
نږدې اتیا کاله کیږي چې د لویدیځ تر مشرتابه لاندې، ازاد بازار او لیبرال نظام پر نړۍ مسلط و، چې د امریکا د نفوذ، پوځي تړونونو او د جهاني کیدو globalization  له لارې یې نړیوال سیاست رهبري کاوه دا فصل اوس پای ته رسېږي. امریکا له ستراتېژیک زوال سره مخ ده، اروپا پخپل ځان او داخلي مسایلو بوخته ده، او په نړۍ کې نوي ځواکمن هیوادونه لکه چین، هند، روسیه او د جنوبي نیمه‌کُرې هېوادونه د جهاني نظم او قدرت توازن بدلوي.
لکه څنګه چې فرید زکریا په خپل کتاب The Post-American World کې لیکلي ، موږ اوس ” د نورو ملتونو د را ټوکیدو شاهدان یو.”
د پاکستان لپاره، چې د امپراتوریو د زوال پر مهال رامنځته شو او د سړې جګړې د ایتلافونو تر اغېز لاندې جوړ شوی یو هیواد دی، د نړیوال نظم دا تغیرات، یوازې نظري بدلونونه له ځان سره نه لري، بلکې د دې هیواد د بقا موضوع ته یو ګواښ را منځ ته شوی دی.
د پاکستان د بهرني سیاست، اقتصاد او ملي هویت بنسټونه له هغه نړېوال نظم سره تړلي دي چې اوس د له منځه تلو په حالت کې دی. . په دې نوي څو‌قطبي عصر کې، پر بهرنیو قدرتونو د پاکستان اتکا او د دې هیواد لخوا له مذهبي ایدیالوژۍ سره مخالفت، چې پاکستان اصلا د همدې مذهبي ایدیالوژۍ پر اساس جوړ شوی و، د دې هېواد د کمزورتیا اساسي نښې ګرځېدلې دي.
د اوسني بحران د درک لپاره باید ۱۹۴۷تم کال ته چې د پاکستان د جوړیدو کال دی، ور وګرځو. د پاکستان جوړېدل  د استعماري ستراتېژۍ او هم د ایډیالوژیکو موخو یوه مرکبه نتیجه وه. که څه هم پاکستان د جنوبي اسیا د مسلمانانو د پناه ځای په توګه جوړ شوی یو هیواد دی، خو په حقیقت کې دا هیواد د بریتانیا د استعمار له دورې را وروسته، د برتانوي سیاست د دوام یوه بڼه وه. همدغه وضعیت، په پاکستان کې د داسې حکومت‌ولۍ بنسټ کېښود چې موخه یې د ولسواکۍ او جمهوریت د ودې پر ځای د واک متمرکز ساتل او د پوځ د ځواک او نفوذ زیاتول و.
د پاکستان مشهور پوهان لکه عایشه جلال او حمزه علوي پاکستان د “سالاریت د هیواد” په نوم نوموي، هغوی داسې انګیري چې سره له دې چې د پاکستان نظام د ملت جامه اغوستې ده، خو روح یې لا تر اوسه استعماري دی.
د سړې جګړې په دوره کې د پاکستان مشران د امریکا او برتانیې نږدې متحدان شول او هېواد یې د شوروي ضد فعالیتونو د یوې جغرافیایي مورچې په توګه د غربي هیوادونو د سیاسي او نظامي ایتلاف په خدمت کې وړاندې کړ. د وخت په تیریدو سره ورو ورو، دې طرز فکر په پاکستان کې د بهرنیو مرستو د راجلبولو، د پوځي پراختیا د لومړیتوب، او د کورنیو اصلاحاتو پر ځای د بهرني ملاتړ د غوښتنې یو ناوړه دود رامنځته کړ.
د همدې استعماري میراث له امله واک او ثروت د پنجاب په ایالت کې متمرکز پاتې شو، حال دا چې بلوچستان چې د هېواد ۴۰ سلنه معدني سرچینې لري، له پرمختیايي بودیجې څخه د لس سلنې نه هم کم برخه اخلي (د پاکستان اقتصادي سروې ۲۰۲۴).

له بلې خوا، د پوځ تر ادارې لاندې سوداګریزې امپراتورۍ د پاکستان د اقتصاد ستره برخه تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده، چې د شفافیت نړیوال سازمان د 2023 کال د راپور له مخې شتمنۍ یې له ۲۵ میلیارد ډالرو اوښتي ده. د پاکستان اقتصاد د لوړ انفلاسیون (۲۹٪) او د ټیټ سرانه عاید (۱۶۰۰ ډالر) له امله، له جدي بحران سره مخ دی، او بهرنی پورونه د نړیوال وجهی صندوق تر څار لاندې ورځ تر بلې لا پسې زیاتېږي (د نړیوال بانک راپور).

خو د پاکستان ددې بد اقتصادي وضعیت برعکس، د پاکستان ګاونډیان لکه هند، ایران، بنګله‌دېش او د منځنۍ اسیا هېوادونه  د نسبي ثبات او اقتصادي ودې پر لور روان دي.
د پاکستان په سیاسي، امنیتي او اقتصادي بحران کې تضاد بیخي واضح دی: 
یوې خواته یو ځواکمن پوځ، خو بلې خواته له اقتصادي لحاظه کمزوری هېواد. د پاکستان پوځ یا هماغه اقتدارغوښتونکی سیسټم ، چې یو وخت د دولت او پاکستانی ولس د یووالي سبب و، اوس ددې هیواد د بې‌ثباتۍ سرچینه ګرځېدلی ده.
د پاکستان د جوړېدو پر مهال د دې هېواد مشرانو اسلام د پاکستاني ولس د اتحاد او یووالي د بنسټ په توګه معرفي کړی و، خو وروسته د وخت له تیریدو سره، د پاکستان د پوځي حاکمیت لخوا مذهب د سیاسي وسیلې په بڼه بدل شو چې د ملت د یووالي پر ځای د تفرقې او امنیتي بحران د جوړیدو سبب شو . پاکستانی دولت سره له دې چې تش په نوم یې ځان د اسلام او شریعت مدافع ګڼلو، خو تر آخره د زړو استعماري قوانینو پابند پاتې شو او په عین وخت کې یې د مذهبي شعارونو له لارې د خپل واک د مشروعیت او تداوم لپاره د اسلام له نوم نه سیاسي استفاده کوله.
د پاکستان دې دوه مخې سیاست چي په اصل کې یو تضاد و، ددې سبب شو چې هم سیکولر قشر (غیر مذهبی ګروپونه) او هم د پاکستان مذهبي ټولنه له حکومت او پوځي حاکمیت نه ناراضه شي .

د پاکستان مذهبي ډلې د پاکستان په اوسني پوځی قیادت کې نور د دیني او مذهبي مشروعیت او دفاع اساسي توکي نه ویني.
اوس داسې ښکاري چې د مذهبي مشروعیت او د دیني روايت مرجع ، له پاکستان نه افغانستان ته را انتقال شوې ده.   د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې یو بدیل ماډل وړاندې کړی دی.  داسې یو نظام چې د دیني مشروعیت پر بنسټ ولاړ دی، د کورني ثبات او مشروعیت لپاره مبارزه کوي او د لویدیځ له مداخلې څخه آزاد او مبرا دی. اسلامي نظام يواځې په شعارونو کې نه، بلکه په عمل کې تطبیقوي.
د ډیورنډ له فرضي کرښې ها خوا د خیبر پښتونخوا د خلکو لپاره د پاکستاني ایسټبلیشمنت او د  افغانستان اسلامي امارت تر منځ دا توپیر ډېر څرګند او واضح دی.
په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP )  په څېر ډلې له همدې تضادونو ګټه اخلي او ځان د هغو اسلامي ارزښتونو د احیا کوونکو په توګه معرفي کوي چې پاکستان پرې سترګې پټې کړې دي.

دې سیاسي، مذهبی او قومي اختلافاتو پاکستان له سختو امنیتي ګواښونو سره مخامخ کړی دی.  یوازې په ۲۰۲۴ کال کې، د وسله‌ والو بریدونو له امله، په پاکستان کې له ۱۶۰۰ زیات کسان وژل شوي چې ۶۸۵ یې پوځیان وو . په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې قومي نښتې او د بلوچ ملتپالو فعال امنیتي ګواښونه د اسلام‌اباد د واک کمزورتیا لا پسې څرګنده کړې ده.
هغه څه چې یو وخت په پاکستان کې د یووالي سمبول و، نن د پاکستاني ولس او حاکمیت تر منځ د وېش څرګندونه کوي.

په همدې حال کې، د افغانستان د دریو امپراتوريو — برتانوي، شوروي او لویدیځ — پر وړاندې د مقاومت وړتیا د یوه اخلاقي ثبات نښه ده، چې پاکستان یې له نشت سره مخ دی. د دې هیواد تاریخي روح دا هېواد ، د یووالي او فرهنګي شتمنۍ له لارې ټينګ ساتلی.

د پاکستان شکمن دریځ د دې ناتوانۍ څرګندونه کوي چې له ګډو تاریخي او جغرافیایي واقعیتونو سره سمه همغږي وکړي. د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړه او دښمي، د دواړو هیوادونو ولسونو ته په زیان تمامیږي ځکه دواړه هېوادونه د کلتور، ژبې او قبیلو له لارې تړلي دي، او هره جګړه یوازې دواړه کمزوري کوي. رښتینی حاکمیت د جغرافیایی واقعیتونو له منلو او د یو بل خپلواکۍ ته له درناوي پیلېږي.
د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د تقابل دا لاره نه دوامداره ده او نه د بریا وړ ده. له کمزوري اقتصاد، کورنیو ستونزو او مخ پر زوال نړیوال حیثیت سره، پاکستان د اوږدمهاله جګړې توان نه لري. هره جګړه به د پاکستان سرچینې وخوري، انزوا به زیاته کړي او د امنیتي موخو د لاسته راوړلو پر ځای به بالاخره ناکام پاتې شي.

د سیمې د اوسني جوړښت له مخې، دا څرګنده ده چې پاکستان نه په جګړه، نه په سیاست او نه په اقتصاد کې د بریا چانس لري.
یو وخت د پاکستان جغرافیایي موقعیت، د دې هېواد د توازن سیاست ته اجازه ورکوله. اسلام‌اباد کولای شول واشنګټن د مسکو پر وړاندې وکاروي، بیا واشنګټن د بېجینګ پر وړاندې. خو دا دوره هم ختمه شوې. د امریکا د ملي امنیت ستراتېژي (2023) څرګندوي چې چین د واشنګټن اساسي سیال ګڼل کېږي. پاکستان، چې لا هم د لویدیځ له پوځي جوړښتونو سره تړلی دی، نه شي کولای هم له امریکا سره اتحاد وساتي او هم د چین د “یو کمربند یو سړک” د پروژې کوربه پاتې شي.
د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز CPEC) ) چې یو وخت د Game Changer” ”  یا د لوبې د بدلوونکي په نوم یادېده، اوس د امنیتي بې ‌ثباتۍ او اداري خنډونو له امله په ټپه ولاړ دی (Brookings Institution, 2024).
چین د امریکا متحد پاکستان نه شي زغملای او امریکا هم د چین‌ د طرفدار پاکستان ملاتړ نه کوي. د منځني ختیځ، افریقا او جنوبي اسیا ډېری بې‌ثباتي د هغو استعماري کرښو پایله ده چې د تېرو امپراتوریو نه په میراث پاتې دي. چین لا هم د تایوان په مسله کې د همدې استعماري میراث له اغېزو سره لاس او ګرېوان دی.

د حقیقي ثبات لپاره باید زموږ سیمه، له دې استعماري ذهنیت څخه راووځي او د جغرافیې او سیاست حقیقي واقعیتونه ومني. که پاکستان د سیمه ‌ییزې ستراتېژۍ او اقتصادي واقعيتونو پر بنسټ نوې تګلاره رامنځته نه کړي، دا هیواد به ډیر ژر د نوې سړې جګړې په ډګر بدل شي.
د ماري کالډور او مارټین فان کریفلډ په څېر د بحران د تیورۍ د څېړونکو او پوهانو له نظره،  “راتلونکي جګړې به د دولتونو ترمنځ د پخوانیو کلاسیکو جګړو پر ځای، د کورنيو پاڅونونو او داخلي شخړو له کبله رامنځته کېږي” دا دقیقا هغه حالت دی چې پاکستان  اوس له نږدې ور سره مخ دی.

که اسلام‌اباد  د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره له حد نه زیات نږدې شي او د «ابراهیم تړون» منلو ته چمتووالی وښيي، او په بلوچستان کې د یوې ممکنه امریکایي پوځي اډې موضوع یوازې د یو «اقتصادي فرصت» په توګه تعبیر کړي، نو دا به د پاکستان په داخل کې سخت غبرګون را و پاروي.
دا اقدام به پاکستان کې د ټی ټی پي د فعالیتونو د شدت او د محبوبیت او نفوذ د زیاتوالي سبب شي، همدارنګه د پاکستان دا دریځ به ایران د پاکستان له مدار څخه واړوي او د امریکا هغه هڅې  به پیاوړې کړي چې غواړي د چین لاسرسی د عربي سمندر او هندـپدېسفیک سیمې ته محدود کړي. په نتیجه کې، پاکستان د هماغې «نوې جګړې» له خطر سره مخ کېږي چې پوهان یې له کلونو راهیسې د راتلونکي د اصلي ګواښ په توګه یادوي.
په نړیوال نظم کې د لویدیځ د نفوذ له کمېدو سره، د پاکستان تکیه هم پر غرب کمزورې شوې ده. لکه څنګه چې جان میرشایمر وایي: “کله چې نړیوال نظام له یو‌قطبي حالت څخه څو‌قطبي ته واوړي، هغه هېوادونه چې د بهرنیو ملاتړونو پر مټ ولاړ وي، خپله ستراتېژیکه ارزښت له لاسه ورکوي” (The Tragedy of Great Power Politics, 2014).
د امریکا او برتانیې ائتلاف د اوکراین او منځني ختیځ د کړکېچونو له امله زیانمن شوی او د دوی کورني اختلافات د دې دوه قدرتونو د نړیوال مشرتابه توان کم کړی دی (Chatham House Report, 2024). 
دا په داسې حال کې ده چې چین، روسیه، هند، ایران او ترکیه د خپلواکو سیمه ‌ییزو قدرتونو په توګه راڅرګندېږي.
پاکستان د خپلوغربي متحدینو د ستړیا لو زوال یو عکس دی چې نتیجه یې د پوځي حلقاتو تر نظر لاندې د قدرت تمرکز، د اقتصادي فشارزیاتوالی او د پاکستان په داخل کې ایډیالوژیکه ګډوډي ده.

لکه څنګه چې لویدیځ، په ځانګړي ډول امریکا، د څو‌قطبي نړۍ له پیچلتیاوو سره لګیا ده تعامل کوي او داسې ښکاري چې د یوکراین پر موضوع له روسیې سره او د تایوان پر موضوع له چین سره د تقابل پر ځای، تعامل ته مخه کوي.
که د سیمې هېوادونه هم د خپلو ګاونډیو او نورو هیوادونو د مشروع حقونو، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت درناوی وکړي، نو ښايي د بشپړ زوال مخه یې ونیول شي او په نتیجه کې به د جهان په نوي نظم کې د ځان لپاره یو نسبي اهمیت او مقام وساتلی شي. خو که د بدلون پر وړاندې مقاومت وکړي، او له ګاونډیو هیوادونو سره د تعامل او تفاهم پرځای تقابل او تجاوز ته مخه کړي، تاریخ په واضح ډول ښودلې ده چې د نازي جرمني په څېر مغرور او متکبر هېوادونه د تباهۍ او زوال لوري ته تللي دي. پاکستان هم د همدې تاریخي څلورلارې پر سر ولاړ دی.
که پاکستاني سیاسي او نظامي مشران د بدلېدونکي نړیوال نظم له منطق سره سمه تګلاره غوره کړي ، داسې تګلاره چې د ګاونډیانو حاکمیت، ارضي تمامیت او سرحدونو ته درناوی وکړي، د خپل اقتصاد رغولو ته لومړیتوب ورکړي او د سیمې پر ثبات تمرکز وکړي  نو د بقا او نوي کیدو چانس لري. خو که زړو تقابلي تګلارو ته دوام ورکړي او د خپلو ناکامیو پړه او ملامتیا په خپلو ګاونډیو هیوادونو واچوي، دا به یوازې د پاکستان د انزوا، بې‌ثباتۍ او زوال سبب شي، چې د پاکستان له اوسني نازک سیاسي او اقتصادي جوړښت سره، دا انتخاب او تګلاره، داسې یو دروند بار دی چې د پاکستان ضعیف اقتصاد، کمزوری حکومت او داخلي بې ثباتی یې د تحمل زور او توان نه لري.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

د طالبانو حکومت:اندونیزیا کې د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ بېرته پیل شوه

په اندونیزیا کې د طالبانو حکومت سفارت اعلان کړی چې د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ یې بېرته پیل کړې ده.

یاد سفارت ویلي، چې له دې وروسته به په اندونیزیا کې مېشت افغانان توان ولري چې نوي پاسپورټونه او تمدید شوي اسناد په مستقیم ډول له سفارته ترلاسه کړي.

هندي رسنۍ:په ډیلي هوايي ډګر کې د اریانا افغان الوتکې د ناسم کیناستلو له امله د ټکر مخه ونیول شوه

هندي رسنیو خبر ورکړی چې د نوي ډیلي په اېندرا ګاندي هوايي ډګر کې د دوو الوتکو د نږدې ټکر پېښې په وروستیو شېبو کې مخنیوی شوی دی.

د راپورونو له مخې، د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه په تېروتنه هغه ځغاست لیکې ته ورغله چې بلې الوتکې هم کاروله او هم مهال دننه کېدونکې وه.

هندي چارواکي وايي، پېښه د انساني خطا له امله شوې او د موضوع رسمي پلټنې روانې دي.

نورالدین عزیزي:له هند سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره نوي ګامونه اخلو

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په نوي ډیلي کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي چې له هند سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره نوي ګامونه اخیستل کېږي.

عزیزي ویلي، افغانستان او هند هوکړه کړې چې غیر تعرفوي فیسونه صفر ته راکم کړي او د سوداګریز همغږۍ د پیاوړتیا لپاره به په راتلونکې یوه میاشت کې په کابل او نوي ډیلي کې سوداګریز اتاشیان وټاکل شي.

هغه د بانکونو ترمنځ د اړیکو ژورېدل، د چابهار بندر پراخه کارونه، د مال وړونکې الوتنو زیاتوالی، ګډ تجارتي کمیټې او ګډه سوداګریزه خونه جوړول د نورو مهمو اقداماتو په توګه یاد کړل.

د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه به هر کال د یو بل په کوربه‌توب کې د سوداګرۍ نندارتونونه هم جوړوي څو د تولیداتو او پانګونې فرصتونه پرمخ لاړ شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:د اماراتو نوي سفیر په کابل کې امیرخان متقي ته باورلیک وسپاره

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د متحده عربي اماراتو نوي سفیر سيف محمد الکتبي نن په کابل کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ته خپل د باور لیک کاپي سپارلې ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې، متقي د نوي سفیر هرکلی کړی او د هغه د بریالي ماموریت هیله یې څرګنده کړې ده.

هغه ویلي چې د افغانستان او اماراتو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراخولو لپاره مناسب فرصتونه شته او باید په اغېزمنه توګه ترې ګټه واخيستل شي.

متقي له اماراتو سره د سوداګریزو اړیکو لا پراخېدل مهم بللي او ټینګار یې کړی چې افغانانو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې باید زیاتې شي.

نوي سفیر سيف محمد الکتبي د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي بللې او ژمنه یې کړې چې د تجارت او ټرانزیټ په برخه کې به پر نوو ګډو پروژو کار وکړي.

هغه همداراز ویلي چې افغان سوداګرو ته د اماراتو د ویزو په آسانه کولو کې به لازمې هڅې ترسره کړي.

هند؛افغانستان ته د «بهارت ټېکس» نندارتون د ګډون بلنه ورکړې

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي د افغانستان او هند د چارواکو ترمنځ د نساجي برخې په اړه د همکارۍ خبرې شوې دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم او د صنعتي پارکونو رییس الحاج عارف د هند د نساجي وزارت له استازیو سره کتنه کړې ده.

هندي پلاوي په دې لیدنه کې افغان لوري ته بلنه ورکړې چې په «بهارت ټېکس» نندارتون کې ګډون وکړي او خپل کورني تولیدات په هغه کې وړاندې کړي.

د طالبانو حکومت:د ډبرو سکرو صادرات به د پاکستان پر ځای اوزبیکستان ته کېږي

د طالبانو حکومت په بلخ کې د اوزبیکستان له چارواکو سره د نوو سوداګریزو موافقو اعلان کړی دی.

د بلخ د طالبانو د والي ویاند حاجي زید وایي چې له دې وروسته د افغانستان د ډبرو سکاره د پاکستان پر ځای اوزبیکستان ته صادرېږي.

هغه زیاتوي چې اوزبیکستان به هم افغانستان ته خپل سمنټ او باکیفیت درمل لېږي.

د یادونې ده چې د پاکستان له خوا د پولو تړل کېدو او سوداګریزو محدودیتونو د طالبانو حکومت دې ته هڅولی چې له ایران او اوزبیکستان سره سوداګریز تعاملات پراخ کړي.

د پنجاب پولیسو؛راولپنډۍ کې ۱۹ بې‌اسناده افغانان نېولي

د پنجاب پولیس وايي چې په راولپنډۍ کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د موندلو عملیات روان دي او په تازه اقدام کې یې ۱۹ افغانان نیولي دي.

د پولیسو په وینا، دا عملیات د ښار په ګڼو سیمو کې ترسره شوي او په لسګونو کورونه، هټۍ او هوټلونه پلټل شوي دي.

چارواکي زیاتوي چې د کور په کرایه ورکولو په تور د څلورو کسانو پر ضد قضیې هم ثبت شوې دي.

ډونالډ ټرمپ:د اخوان‌المسلمین ډله د بهرنيو ترهګريزو سازمانونو په لېست کې شاملوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان کړی چې متحده ایالات به د اخوان‌المسلمین اسلامي ډله د «بهرنیو ترهګریزو سازمانونو» په لېست کې شامله کړي.

د «جاست د نیوز» د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې دا طبقه‌بندي به په تر ټولو قوي او قاطع ډول عملي شي او د دې پرېکړې وروستي اسناد د چمتو کېدو په حال کې دي.

راپور زیاتوي، ټرمپ لا د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ په دوره کې هڅه کوله چې اخوان‌المسلمین په رسمي ډول ترهګریزه ډله اعلان کړي.

راپور دغه راز ویلي، چې په واشنګټن کې د کلونو راهیسې د دې ډلې د ماهیت او ورسره د چلند په اړه بحثونه روان وو.

د یادونې ده چې اخوان‌المسلمین د سیمې یوه تر ټولو پخوانۍ اسلام‌پاله سیاسي او اجتماعي ډله ده چې په ۱۹۲۸ کال کې په مصر کې رامنځته شوه او اوس په دې تورنه ده چې ګواکې منځني ختیځ کې نارامي رامنځته کوي.

هند او کاناډا؛د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د میلیاردونو ډالرو سوداګرۍ پراختیا ته چمتو شوي

0

د هند حکومت وايي له کاناډا سره یې هوکړه کړې چې د نوې سوداګریزې موافقې خبرې بېرته پیل کړي.

دغه مذاکرات دوه کاله مخکې د ډېپلوماټیکو ترینګلتیاوو له امله ځنډول شوي وو.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د جي–۲۰ سرمشریزې په څنډه کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره لیدلي او د دواړو هېوادونو مشرانو د CEPA په نوم د لوړې کچې اقتصادي مشارکت د خبرو پر بیا پیل موافقه کړې.

کارني ویلي، دواړو خواوو د سوداګرۍ خبرې پیل کړې چې ښايي دوه اړخیزه راکړه ورکړه تر ۷۰ میلیارده کاناډایي ډالرو لوړه کړي.

سربېره پر دې، دواړو هېوادونو د سولر انرژۍ، ملکي اټومي انرژۍ او د یورانیمو د اوږدمهاله قراردادونو په تړاو هم د همکارۍ خبرې کړي دي.

د یادونې ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې له هغه وروسته د ښه کېدو په لور روانې دي چې کاناډا په ۲۰۲۳ کال کې د هند او کاناډا د سیاسي شخړې له امله سوداګریزې خبرې درولې وې.