جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 231

اکو غونډه کې د طالبانو حکومت لومړنی آنلاین ګډون؛افغانستان کې سیمه‌ییزې اقتصادي پروژې او د نشه‌يي توکو ضد هڅې وستایل شوې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۹مه آنلاین غونډه کې په لومړي ځل ګډون کړی چې کوربتوب یې د قزاقستان جمهوریت کاوه.

متقي د افغانستان د څلورو کلونو امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو لاسته راوړنو، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د پراخې مبارزې او د سیمې د اتصال په برخه کې د افغانستان د مهم جغرافیایي موقعیت په اړه خبرې وکړې او وې ویل، چې کابل چمتو دی له اکو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره پراخې همکارۍ زیاتې کړي.

د دغې سازمان غړو هېوادونو د افغانستان د اړیکو پراختیا مهمه او د طالبانو حکومت اقتصادي ثبات، د نشه‌يي توکو ضد هڅې ستایلي او د سیمې هېوادونو ټینګار کړی چې د ترانسپورت، کرنې او سوداګرۍ لویې ګډې پروژې باید په ګډه پلې شي او د اقلیم بدلون پر ضد ګډ کار وشي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان د اکو «نه‌جلا کېدونکی غړی» بللی او هغه یې د جنوبي آسیا لپاره تر ټولو نږدې او اغېزمن د سوداګرۍ او ترانزیت لار ښودلې.

هند؛کابل سره ۷۳ټنه طبي مرسته وکړه

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال اعلان کړی چې هند کابل ته ۷۳ ټنه د ژوند ژغورونکې درمل، واکسینونه او ضروري تغذیوي مواد لېږدولي دي، څو د افغانستان د بیړنیو روغتیايي اړتیاوو پوره کولو کې سمدستي مرسته وشي.

جیسوال ویلي، دغه مرستې د افغانستان د عامې روغتیا د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام دی او ویلي یې دي: «هند د افغان ولس له ملاتړ څخه په کلکه ژمن دی او دا لړۍ به دوام لري.»

په تاجیکستان کې د چینایانو مرګ‌ژوبله؛بیجینګ برید د افغانستان له خاورې شوی بولي، کابل رد کړی

د رویټرز د راپور له مخې، د تاجیکستان په ختلان ولایت کې د پنجشنبې ورځې د برید پر مهال درې چینایي اتباع وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د چین سفارت په دوشنبې کې ویلي چې پر دغو کارکوونکو برید د یوې بې‌پیلوټې الوتکې له لوري شوی او ادعا یې کړې چې الوتکه د افغانستان له خاورې راپورته شوې وه.

وژل شوي کسان د «ام‌سي شاهین» کمپنۍ کارکوونکي یاد شوي دي.

بل لورته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا تورونه نن رد کړل او ویلي چې په دې پېښه کې هغه کړۍ ښکېل دي چې غواړي په سیمه کې ګډوډي، بې‌باوري او بې‌ثباتي خپره کړي.

وزارت زیاته کړې چې لومړنۍ ارزونه یې بشپړه شوې او کابل چمتو دی چې د پېښې د دقیقو تحقیقاتو په برخه کې له تاجیکستاني چارواکو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

عاطف مشعل:پاکستان باید د داخلي ستونزو د حل لار ومومي او د سیمه‌ییزو همکاریو پر لور ګامونه واخلي

اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي، افغانستان اوس د پخواني بافر یا پروکسي نقش نه لري، بلکې د اوراسیا په اقتصادي او ترانزیتي نقشه کې د یوه طبيعي تړون مرکز په توګه راڅرګند شوی دی.

هغه ویلي چې کابل د خپلو ګاونډیانو سره په ګډه د دې نوې ستراتیژیکې ونډې د ټینګولو هڅه کوي.

مشعل د پاکستان وروستۍ کړنې، چې پکې د هوايي بریدونو له امله ملکي تلفات، اقتصادي فشارونه او د تاجکستان د چینايي اتباعو پر حمله تور لګول شامل دي، د سیاسي ناارامۍ څرګندونه بللې او ټینګار یې کړی چې افغانستان په دې اړه تورونه ردوي.

هغه ویلي: «د هر ګاونډي بې ثباته کول زموږ د ستراتیژیکو ګټو او د سیمې ثبات پر ضد دي.»

مشعل زیاته کړې چې د سیمې اقتصادي راتلونکی د یوې باثباته افغانستان سره تړلی دی، او افغانستان هم په دې ګډ چوکاټ کې خپل مسوولیت پېژني.

هغه پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د زړو امنیتي تګلارو تکرار یې خطرناک دی.

د هغه په وینا، یوازینۍ عملي لار د پاکستان لپاره دا ده چې د علاقایي همکاریو او ارتباطاتو له لارې د خپلو داخلي ستونزو د حل لاره ومومي او د نوي اوراسیايي اقتصادي نظم سره ځان عیار کړي.

د عمران خان د روغتیا او امنیت په اړه د هغه د زوی جدي اندېښنې؛د نړیوالې مداخلې غوښتنه یې کړې

0

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان زوی، قسیم خان، ادعا کوي چې پلار یې له تېرو شپږو اونیو راهیسې په انفرادي توقیف کې او د اعدام محکومانو په ځای کې ساتل کېږي.

قسیم خان په ایکس کې لیکلي، چې له ډېرو ورځو راهیسې د عمران خان د ژوند او روغ وضعیت هېڅ ډول نښه نه شته او نه هم کورنۍ ته د ملاقات یا تلیفوني اړیکې اجازه ورکول کېږي.

هغه ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت په قانوني، اخلاقي او نړیواله کچه د عمران خان د امنیت بشپړ مسوولیت لري.

قسیم خان له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د عمران خان د وضعیت په اړه مداخله وکړي او د نوموړي د خونديتوب لپاره دې جدي اقدامونه ترسره کړي.

خیبر پښتونخوا؛بنو کې د پولیسو پر مرکز څلور اړخیز وسله وال برید شوی

0

وړمه شپه د خیبر پښتونخوا د بنو احمدزۍ سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز څلور اړخیز برید شوی.

سرچینې وايي، دا حمله شاوخوا درې ساعته روانه وه چې پراخه مرګ ژوبله یې هم درلوده.

چارواکي زیاتوي، په سیمه کې د وینې نښې لیدل شوي چې ښيي بریدګرو ته هم تلفات اوښتي، خو تر دې دمه یې دقیق شمېر نه دی څرګند شوی.

د برید مسؤلیت لا کومې ډلې نه دی منلی، خو امنیتي ځواکونه وايي په سیمه کې د لټون عملیات روان دي.

مولوي عبدالسلام ضعیف:پاکستان د چین، تاجکستان او افغانستان ترمنځ د بې‌باورۍ د رامنځته کولو هڅه کوي

پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف ادعا کړې چې په تاجکستان کې د چینایي شرکت کارکوونکي د پاکستاني ډرون الوتکو لخوا په نښه شوي دي.

هغه ویلي، اسلام‌اباد غواړي د چین، تاجکستان او افغانستان ترمنځ بې‌باوري رامنځته کړي؛ خو زیاتوي چې دا ډول کړنې به رسوا شي او د پاکستان لپاره به درنه ضربه وي.

ضعیف د پاکستان پوځ «نااهل رژیم» بللی او وایي، د دوی دروغ اوس نه پټېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې څو ورځې وړاندې پاکستاني الوتکو په خوست او یو شمېر نورو ولایتونو بریدونه وکړل چې د طالبانو حکومت د لسو ملکي کسانو د وژل کېدو ادعا کړې.

هندي او افغان شرکتونو؛د ۱۰۰ میلیونه ډالرو درملو وارداتي تړون لاسلیک کړ

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت وايي چې د روفي نړیوال ګروپ په نوم افغان شرکت د هند له «زایدوس لایف ساینسز» کمپنۍ سره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د درملو د وارداتو تړون لاسلیک کړی دی.

دغه تړون نن په متحده عربي اماراتو کې د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ شوی.

د وزارت په وینا، هندۍ کمپنۍ به لومړی خپل درمل افغانستان ته صادروي او وروسته به په افغانستان کې د خپلې څانګې د پرانیستو له لارې د درملو تولید هم پيل کړي.

دا تړون په داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر د هند د سفر پر مهال ویلي و، چې هند له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لپاره چمتو دی.

په افغانستان د پاکستان تیری؛پخوانی ولسمشر وایي د افغانانو کرکې او غندنې زمونږ د ملي پوخوالي او یوالي نښه ده

د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د افغانانو د کرکې او غندنې پراخ غبرګون زموږ د ملي پوخوالي او یووالي ښکاره نښه شوه.

ښاغلي غني په یوه مفصل پیغام کې څرګنده کړې چې په پکتیکا، خوست او کونړ کې د ملکي خلکو په نښه کېدل ناروا تېری دی او باید سمدستي ودرول شي.

هغه ویلي، افغانستان له ټولو اسماني احکامو او نړیوالو اصولو سره سم د خپل هېواد د دفاع بشپړ حق لري او دا دفاع قانوني او مشروع ده.

غني ټینګار کړی چې افغانستان د لسیزو راهیسې د نااعلان شوې جګړې قرباني دی او د زور له لارې د سیاسي ستونزو حل ناشونی دی.

نوموړي د کرښې دواړو غاړو خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ویلي یې دي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولسونه هم د جګړو قربانیان دي او دواړو لورو ته ګډ دردونه متوجه دي.

ښاغلي غني په خپلو څرګندونو کې د پاکستان له لوري د سیاسي مداخلې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې افغانان باید د خپل هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه خپله وکړي.

هغه زیاته کړې چې اوسنی وضعیت د افغان په لاس د افغان د وژنې د بیا پیل خطر لري او باید مخه یې ونیول شي.

پخواني ولسمشر پر سیمه ییزو هېوادونو غږ کړی چې د ترهګرۍ پر موضوع د ګډ تعریف او عملي چوکاټ رامنځته کړي، ځکه د ده په وینا اوسنۍ تګلاره د سیمې د لا ناامنۍ لامل ګرځي.

نصیر احمد فایق:د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو برید غندم؛ خو د یوه کس عمل باید ټول افغانان بدنام نه کړي

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، د امریکا ملي ګارډ پر دوو سرتېرو حمله په سختو ټکو غندلې ده.

فایق ویلي، دغه وحشیانه برید د نه منلو وړ دی او باید په بشپړه توګه وڅېړل شي.

هغه د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د خواخوږۍ ترڅنګ ټینګار کړی چې د یوه فرد د عمل له امله هېڅ ټولنه باید بدنامه او ټکنۍ نه شي.

نوموړي زیاته کړې، د هر ډول تاوتریخوالي پر وړاندې دریږي او د قربانیانو لپاره د عدالت د تامین ملاتړ کوي.