جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 226

خیبر پښتونخوا؛په ډیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر رینجر د ماین چاودنې درې پولیس وژلي

0

د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان ولسوالۍ د پنیاړه سیمې کې د پولیسو پر رینجر موټر چاودنه شوې ده.

لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې په چاودنه کې درې پولیس وژل شوي دي.

چارواکي وایي چې چاودنه د ښخ کړل شوي ماین له امله رامنځته شوې ده.

امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د پېښې پلټنې روانې دي.

محمد نعیم د چین له سفیر سره؛د تاجکستان پر پوله د وروستۍ پېښې په تړاو غږېدلی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال دوکتور محمدنعیم په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره لیدلي دي.

په دې ناسته کې د افغانستان او تاجکستان پوله کې د وروستۍ پېښې ـ چې پکې چینايي اتباع وژل شوي وو ـ او د کابل او بیجینګ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه بحث وشو.

دوکتور محمدنعیم د پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پلټنې روانې دي.

هغه دغه برید د هغو کړیو کار بللی چې د هېوادونو ترمنځ بې‌اعتمادي رامنځته کول غواړي.

د چین سفیر د پېښې په تړاو د طالبانو حکومت له جدي اقداماتو مننه کړې او ویلي چې بریدګر هڅه کوي د چین او افغانستان اړیکې زیانمنې کړي.

دواړو لوریو د دوامدارو همکاریو او ښو اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی.

ایران او افغانستان؛د کانونو او ګډې اقتصادي سیمې پر پراخو همکاریو هوکړې ته نږدې شوي

ایران له افغانستان سره د کانونو او صنعت په برخو کې د پراخو همکاریو اعلان کړی دی.

د ایران د پارلمان د صنعت او کانونو کمېسیون غړي امیر توکلي‌رودي ویلي، د افغانستان کانونه د ایران د صنعت لپاره ستراتېژیک اهمیت لري او تهران هڅه کوي په دې سکتور کې پراخې پانګونې وکړي.

توکلي‌رودي وايي، دواړه لوري د پولې په دواړو غاړو د ګډې اقتصادي او کاني سیمې د جوړولو پر پلان کار کوي او ایران به د کانونو د اکتشاف، کېندنې او تولید په برخه کې له طالبانو سره تخنیکي مرسته کوي.

د کانونو تر څنګ، د ایران یو لوړپوړی پلاوی هرات ته تللی څو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې امکانات و ارزوي.

د ډونالډ ټرمپ اداره؛د واشنګټن له پېښې وروسته د افغان کډوالو د نیولو بهیر چټکوي

د نیویارک ټایمز د خپاره کړو اسنادو پر بنسټ، د ټرمپ ادارې د واشنګټن په پېښه کې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو تر برید وروسته پر افغان کډوالو د فشار کچه لوړه کړې ده.

اسناد ښيي چې ICE ادارې خپلو څانګو ته امر کړی چې شاوخوا ۱۸۶۰ هغه افغانان ومومي او ونيسي چې د ایستلو وروستی عدالتي حکم لري، او د نورو پېښو په اړه هم ژورې څېړنې ترسره کړي.

راپور زیاتوي چې دغه لارښوونې ټولو ساحوي دفترونو ته لېږدول شوې او فدرالي مامورینو ته ویل شوي چې د افغان وګړو د نیولو هڅې ګړندۍ کړي.

د طالبانو حکومت؛د ملي تدارکاتو کمېسیون له یو نیم میلیارد افغانیو څخه د زیاتو پروژو منظوري ورکړه

‏د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نننۍ ناستې کې ۱۱ مهمې پروژې تایید شوې چې ټول ارزښت یې له یو میلیارد او ۵۳۸ میلیونو افغانیو څخه اوړي.

د اعلان شویو پروژو له ډلې، د غور د هوایي ډګر د ځغاستلیکې د جوړولو کار، د بغلان د دهنه‌غوري ولسوالۍ ۱۷ کیلومتره سړک رغونه، او د پکتیکا د زرګرانو ـ ګردېز د لویې لارې جوړول شامل دي.

همداراز، د کابل د باریک‌اب د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا سب‌سټیشن د سروې، ډیزاین او ازموینې تړونونه هم د کمېسیون له لوري منظور شوي دي.

فراه؛د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري لس افغانان په ډزو وژل شوي

د فراه ولایت د طالبانو حکومت امنیه قومانداني وایي چې تېره شپه لس تنه افغان ځوانان د ایران د پوله‌ ساتو ځواکونو له لوري په ډزو وژل شوي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه کسانو هڅه کوله چې په غیر قانوني توګه د کار موندلو لپاره ایران ته واوړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یادو کسانو د فراه ولایت له اړخه د «میل-۷۸» سرحدي نقطې له لارې د ایران خاورې ته اوښتل، چې د ایران د پوله ساتو ځواکونو له ډزو سره مخ شول او ووژل شول.

د پېښې په اړه لا نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

فراه؛د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري لس افغانان په ډزو وژل شوي

د فراه ولایت د طالبانو حکومت امنیه قومانداني وایي چې تېره شپه لس تنه افغان ځوانان د ایران د پوله‌ ساتو ځواکونو له لوري په ډزو وژل شوي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه کسانو هڅه کوله چې په غیر قانوني توګه د کار موندلو لپاره ایران ته واوړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یادو کسانو د فراه ولایت له اړخه د «میل-۷۸» سرحدي نقطې له لارې د ایران خاورې ته اوښتل، چې د ایران د پوله ساتو ځواکونو له ډزو سره مخ شول او ووژل شول.

د پېښې په اړه لا نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

خیبر پښتونخوا؛په بنو کې د امنیتي چارواکي پر موټر برید کې درې کسان وژل شوي

0

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د شمالي وزیرستان د اسسټنټ کمیشنر د امنیتي ډلې موټر د وسله والو تر برید لاندې راغلی دی.

د رسمي سرچینو په وینا، په دې پیښه کې درې کسان، چې دوه پولیس هم پکې شامل دي، وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د سرچینو په وینا، حکومتي چارواکی له برید څخه روغ وتلی دي.

تر دې دمه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو حکومت:په خوست کې د قصاص حکم اجرا شو

د خوست د طالبانو حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز وايي چې نن سه‌شنبه په دغه ولایت کې په یوه محکوم شوي کس د قصاص حکم عملي شو.

د ده په وینا، د خوست سیمه‌ییزو چارواکو او قومي مشرانو هڅه وکړه چې د مقتول د کورنۍ رضایت ترلاسه کړي؛ خو هغوی د بښنې له ورکولو څخه ډډه وکړه او د قصاص د حکم پر اجرا یې ټینګار وکړ.

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، دا د «اسلامي امارت» له لوري د قصاص یوولسم تطبیق شوی حکم دی.

یاده پېښه لس میاشتې وړاندې د علیشرو او تریزیو ولسوالیو په مربوطاتو کې رامنځته شوې وه چې په ترڅ کې یې ۱۳ کسان وژل شوي وو.

په دې قضیه کې پر دوو نورو کسانو هم د قصاص پرېکړه شوې؛ خو د مقتول د کورنۍ غړي تر اوسه حاضر شوي نه دي.

د چارواکو په وینا، ترڅو چې د مقتول وارثان حاضر نشي، د قصاص حکم نه شي پلی کېدای.

افغانستان او تاجیکستان؛د ګډو امنیتي او سرحدي همکاریو پر پیاوړتیا هوکړه کړې

د افغانستان او تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ټیلیفوني تماس کې پر دې سلا شوې چې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو اړیکې به لا قوي کېږي او د ګډو تخنیکي کمیټو ناستې به په منظم ډول ترسره کېږي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې خبرو کې ویلي چې کابل او دوشنبه په وروستیو میاشتو کې د اعتماد، سیاسي همغږۍ، اقتصادي تعامل او امنیتي همکاریو فضا رامنځته کړې ده، خو ځینې کړۍ هڅه کوي چې دغه بهیر اغېزمن کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې د متقي له قوله ویل شوي چې «اسلامي امارت» چمتو دی د هغو درې چینایي اتباعو د وژل کېدو د قضیې په ګډو څېړنو کې له تاجیکستان سره همکاري وکړي؛ کومه پېښه چې په تاجیکستان کې رامنځته شوې وه.

له بلې خوا د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او د سرحدي همغږۍ د پیاوړتیا ملاتړ کوي.