جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 225

میرویس عزیزي:په شپږو میاشتو کې به د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید پروژې عملي پيل شي

د عزیزي شرکت مشر میرویس عزیزي وايي، دغه شرکت په وروستیو پنځو میاشتو کې د نږدې پنځه میلیارده ډالرو په ارزښت هغه تخنیکي تجهیزات برابر کړي چې له لارې به یې شاوخوا پنځه زره ميګاواټه برېښنا تولیدېږي.

د ده په وینا، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید پروژې په بېلابېلو سیمو کې عملي برخې پیل شي.

عزیزي وايي چې د تخنیکي ارزونو لپاره د شرکت ټیمونو افغانستان ته سفرونه کړي او د ماشین‌الاتو د برابرولو په هدف یې جرمني، هالنډ، اتریش، امریکا، چیلي او چین ته کاري سفرونه ترسره کړي.

هغه زیاتوي چې د اوبو، ګاز او باد له لارې د نورو تولیدي فابریکو د تدارک پروسه به راتلونکي کال په دویمه نیمایي کې هم روانه وي او د طالبانو حکومت له مرستو یې مننه کړې ده.

ولادیمیر پوتین؛نن په دوه ورځني سفر هند ته روانېږي

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د دوه ورځني رسمي سفر لپاره هند ته روانېږي.

راپورونه وايي چې د دې سفر اصلي تمرکز به د مسکو او نوي‌دېلي ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې او پوځي همکارۍ نورې پیاوړې کول وي.

سرچینه زیاتوي چې دواړه هېوادونه د سوخو–۵۷ جنګي الوتکو د ټکنالوژۍ د لېږد موضوع هم څېړي.

تمه کېږي پوتین به د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره ګڼې رسمي او غیر رسمي لیدنې ولري، او ورسره به لوړپوړي پوځي چارواکي او د سترو روسي شرکتونو استازي ملګري وي.

په واشنګټن کې له برید وروسته؛د امریکا په کانګرېس کې د کډوالۍ تګلارو لانجې تودې شوې

په واشنګټن کې د یوه افغان کډوال له برید وروسته، د امریکا په استازو جرګه کې د کډوالۍ د تګلارو په اړه لانجې او ناندرۍ ډېرې شوې دي.

جمهوري‌پالو استازو د بایډن د حکومت پر کډوالۍ نیوکې وکړې او د سختو بدلونونو غوښتنه یې وکړه.

ځینو استازو آن د قانوني کډوالۍ د محدودولو خبره کړې، په داسې حال کې چې نورو د اړتیاپر بنسټ د کډوالۍ د تنظیم ملاتړ کړی دی.

دغه بحثونه وروسته تر هغه تاوده شول چې افغان کډوال رحمان‌الله لکڼوال د ملي ګارد پر عسکرو برید وکړ او یوه سرتېره یې ووژله.

کابل او تهران؛د درملو او طبي وسایلو د ګډ تولید په برخه کې د پراخې همکارۍ ژمنې کړي

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د ایران د روغتیا وزارت مرستیال مهدي پیر صالحي او سفیر علي رضا بیکدلي سره د یوې ناستې پر مهال اعلان کړی چې افغانستان او ایران به د درملو او طبي وسایلو د تولید او صادراتو په برخه کې اوږدمهاله همکاري پراخه کوي.

ایراني لوري ویلي، تهران چمتو دی چې په افغانستان کې د درملو او طبي تجهیزاتو د تولید ظرفیتونه لوړ کړي او صادرات یې زیات کړي.

ملا برادر د ایران له پرېکړې مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د “اسلامي امارت” اړوندې ادارې به په دې برخه کې له تهران سره نږدې ګډ کار وکړي.

رویټرز:ریاض کې د خبرو پر مهال افغانستان او پاکستان د اوربند پر دوام سلا شوي

د رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې افغانستان او پاکستان په ریاض کې د وروستیو خبرو پر مهال د اوربند د دوام پر سر سلا شوي دي.

د راپور له مخې، په دغو مذاکراتو کې د پاکستان د پوځ، استخباراتو او بهرنیو چارو وزارت لوړپوړیو استازو ګډون کړی و.

له دې وړاندې سرچینو ویلي وو چې دواړو لوريو د مستقیمو خبرو لپاره د یوه ګډ چوکاټ د جوړېدو پر موضوع هم بحث کړی دی.

رویټرز:تاجکستان د افغانستان پولې ته د روسیې د ګډې ګزمې غوښتنه کړې

تاجکستان د افغانستان له پولې سره د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله له روسیې غوښتي چې ګډه پوله‌ساتنه یا ګزمې پیل کړي.

دغه غوښتنه وروسته له هغه مطرح شوې چې د پولې ترڅنګ په یوه اونۍ کې د دوو جلا بریدونو په پایله کې پنځه چینايي کارکوونکي چې د کانونو او جوړولو په پروژو بوخت وو، ووژل شول.

دوشنبې د پولې وضعیت ناارام بللی او ټینګار یې کړی چې د روسیې بېړنۍ همکاري ضروري ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د تاجکستان او روسیې ترمنځ د ګډو سرحدي ګزمو د جوړښت لپاره خبرې روانې دي.

دغه ګډې ګزمې به د افغانستان سره په ۸۵۰ کیلومتره اوږده پوله ترسره شي.

روسیه دا مهال په تاجکستان کې زرګونه پوځیان لري، او دواړه هېوادونه د مسکو په مشرۍ د CSTO امنیتي تړون غړي دي.

رویټرز:تاجکستان د افغانستان پولې ته د روسیې د ګډې ګزمې غوښتنه کړې

تاجکستان د افغانستان له پولې سره د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله له روسیې غوښتي چې ګډه پوله‌ساتنه یا ګزمې پیل کړي.

دغه غوښتنه وروسته له هغه مطرح شوې چې د پولې ترڅنګ په یوه اونۍ کې د دوو جلا بریدونو په پایله کې پنځه چینايي کارکوونکي چې د کانونو او جوړولو په پروژو بوخت وو، ووژل شول.

دوشنبې د پولې وضعیت ناارام بللی او ټینګار یې کړی چې د روسیې بېړنۍ همکاري ضروري ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د تاجکستان او روسیې ترمنځ د ګډو سرحدي ګزمو د جوړښت لپاره خبرې روانې دي.

دغه ګډې ګزمې به د افغانستان سره په ۸۵۰ کیلومتره اوږده پوله ترسره شي.

روسیه دا مهال په تاجکستان کې زرګونه پوځیان لري، او دواړه هېوادونه د مسکو په مشرۍ د CSTO امنیتي تړون غړي دي.

د طالبانو حکومت؛رئیس‌الوزراء د قطر د نوي سفیر باورلیک ومانه

د طالبانو حکومت رئیس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند د قطر د نوي سفیر مردف بن علي القاشوطي باورلیک رسماً ومانه.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې دا مراسم نن په ګلخانې ماڼۍ کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د رئیس‌الوزراء د دفتر د عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع په حضور کې ترسره شول.

د فطرت په خبره، رئیس‌الوزراء د قطر نوي سفیر ته ښه راغلاست ویلی او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا هیله یې څرګنده کړې ده.

ملا محمد حسن اخند ویلي چې قطر په سختو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.

په دې لیدنه کې نوي سفیر ویلي چې په افغانستان کې د خپل ماموریت پیل ورته د ویاړ ځای دی او ژمنه یې کړې چې د قطر او افغانستان اړیکې او همکاري به نوره هم پراخوي.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم د نوي سفیر په ټاکل کېدو خوښي ښودلې او د لازمې همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

د طالبانو حکومت مالیې وزارت:۱۶ټانکره بې کیفیته نفتي توکي د هیواد له ګمرکاتو بیرته ستانه شوي

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د نفتی توکو د کیفیت او څارنې ریاست ویلي، د روان کال د عقرب میاشتې په ترڅ کې یې د هېواد له بېلابېلو ګمرکونو څخه ۱۶ ټانکره بې‌کیفیته نفتی توکي مسترد کړي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو توکو کې ۳ ټانکره ډیزل، ۴ ټانکره اوبلن ګاز، ۱ ټانکره روغنیات د ننګرهار له ګمرکه، ۴ ټانکره ډیزل له حیرتان بندر او ۴ ټانکره پټرول د شیرخان بندر څخه بیرته ګرځول شوي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې یاد وزارت هره ورځ د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د نفتی موادو د کیفیت د معلومولو لابراتواري بهیر په مسلکي ډول تعقیبوي، څو هېواد ته یوازې معیاري او خوندي نفتی توکي وارد شي.

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال؛کابل ته د روغتیايي برخو او درملو د همکارۍ لپاره راغلی

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوراکي توکو او درملو د سازمان مشر مهدي پیرصالحي کابل ته سفر کړی دی.

د ایران سفارت ویلي چې نوموړی به د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره د روغتیا او درملو په برخو کې د همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

پیرصالحي به په دې سفر کې د کابل د ۱۴۰۴ کال روغتیايي نندارتون څخه هم لیدنه وکړي، چې په کې ګڼو ایراني شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.