دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 224

سکای نیوز:ټرمپ د څو هېوادونو پر وړاندې د سختو او پوځي اقداماتو احتمال څرګند کړی

0

د سکای نیوز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینزویلا له پوځي عملیاتو وروسته داسې څرګندونې کړي چې ښيي واشنګټن ښايي د نړۍ په څو نورو حساسو سیمو کې هم سخت او حتی پوځي اقدامات په پام کې ولري.

راپور وايي، ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې کولمبیا، کیوبا، مکسیکو، ګرینلینډ او ایران د احتمالي فشار او اقدام په دایره کې یاد کړي دي، چې دا د امریکا د بهرني سیاست د نوي او تهاجمي لوري نښه بلل کېږي.

د سکای نیوز په وینا، ټرمپ کولمبیا د مخدره توکو د تولید او قاچاق په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورنه کړې، د کیوبا اقتصادي کمزوري یې د دې هېواد لپاره جدي خطر بللی او په مکسیکو کې یې د نشه‌يي توکو د کارټلونو له امله د پوځي مداخلې بحث یو ځل بیا راژوندی کړی دی.

راپور زیاتوي چې ټرمپ د ګرینلینډ ستراتیژیک اهمیت ته هم اشاره کړې او دا یې د امریکا د ملي امنیت لپاره مهمه سیمه بللې ده.

همداراز، د ایران په تړاو یې خبرداری ورکړی چې که د داخلي اعتراضونو پر وړاندې تشدد زیات شي، واشنګټن به بې‌غبرګونه پاتې نه شي.

احمد شریف چودري:په خیبر پښتونخوا کې سیاسي ماحول ترهګرۍ ته زمینه برابروي

0

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) عمومي رییس احمد شریف چودري ویلي چې د ترهګرۍ شاوخوا ۸۰ سلنه پېښې په خیبر پښتونخوا کې رامنځته شوي، چې لامل یې هلته ترهګرو ته برابر شوی سیاسي ماحول دی.

هغه د ۲۰۲۵ کال د امنیتي حالاتو په اړه خبریالانو ته په جوړ شوي کنفرانس کې ویلي، چې په دغه کال کې ۷۵ زره ۱۷۵ استخباراتي عملیات ترسره شوي، چې له دې جملې ۱۴ زره ۶۵۸ په خیبر پښتونخوا، ۵۸ زره ۷۷۸ په بلوچستان او پاتې په نورو سیمو کې شوي دي.

د نوموړي په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې ۵۳۹۷ ترهګریزې پېښې ثبت شوې او ۱۲۳۵ کسان چې پکې ملکي وګړي او د قانون پلي کوونکي ځواکونه شامل دي، وژل شوي دي.

همایون افغان:د تخار په چاهاب ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان پر سر نښته شوې

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان تایید کړې چې د تخار ولایت د چاهاب ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان کیندنې پر سر د قراردادي شرکت د کارکوونکو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ نښته شوې ده.

هغه ویلي چې په دې پېښه کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي؛ خو د دقیقو شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د همایون افغان په وینا، د پېښې د څېړلو لپاره د وزارت له لوري یوه پلاوی تخار ته لېږل شوی او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به نور جزیات له رسنیو سره شریک شي.

کیم جونګ اون:د دفاعي دریځ پر ځای لومړي برید ته لومړیتوب ورکوو

0

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون خپل پوځ ته په خطاب کې ویلي چې باید تل ورته دا ډاډ ورکړل شي، چې د هېواد یرغلییزه او پوځي ټیکنالوژي د هر احتمالي دښمن په پرتله پیاوړې ده.

هغه ټینګار کړی چې شمالي کوریا باید د دفاعي دریځ پر ځای د لومړي برید وړتیا ولري.

کیم جونګ اون ویلي، هغه له دفاعي جګړې څخه زیات د مخکیني او لومړي برید له ستراتیژۍ سره علاقه لري، ځکه چې د ده په وینا، قوي یرغلییز توان کولی شي دښمن له هر ډول اقدام څخه مخکې وځپي.

هغه پوځ ته لارښوونه کړې چې د وسلو پراختیا، توغندیزو سیستمونو او پرمختللې پوځي ټیکنالوژۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو هېواد د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی ولري.

کیم جونګ اون زیاته کړې چې اوسنی نړیوال وضعیت له بې‌ثباتۍ ډک دی، او یوازې هغه هېوادونه خوندي پاتې کېدای شي چې ځواکمن پوځ او پرمختللې یرغلییزه وړتیا ولري.

هغه ویلي، شمالي کوریا به د خپلو دفاعي او یرغلییزو پروګرامونو پراختیا ته دوام ورکړي، که څه هم دا چاره د نړیوالو فشارونو او بندیزونو لامل ګرځي.

عبدالسلام ضعیف:افغانان د دښمنۍ پر وړاندې نه ماتېږي؛ خو د دوستانه ژبې په خوشباورۍ کې تېروتلای شي

پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف ویلي، افغانان په دښمنۍ کې نه ماتېږي؛ خو د دوستانه ژبې او خوشباورۍ په اړه تېروتلای شي.

هغه ټینګار کړی چې خلک باید د چا د خوږې ژبې په باور تېر نه وځي، ځکه دښمن یوازې د خپلې ستراتیژۍ له مخې تکتیکي بدلونونه رامنځته کوي.

د برلین محکمې؛یو مجرم افغان ته د خپلې مېرمنې د وژنې په تور د عمري بند سزا ورکړه

د جرمني د برلین ایالت محکمې یو ۴۵کلن افغان تبعه د خپلې مېرمنې د قصدي وژنې په تور په عمري بند محکوم کړ.

دغه پېښه د برلین د بریتز سیمې په اپارتمان کې شوې، چیرته چې تورن سړي خپله ۳۷ کلنه مېرمن د پخلنځي په چړه وهلې وه.

د جرمني د DPA خبري اژانس د راپور له مخې، تورن سړي خپله ښځه د هغه د غوښتنو نه منلو په خاطر په چړې وهلې وه.

د محکمې له خوا ویل شوي، چې د وژنې اصل لامل کورنی تاوتریخوالی و او قرباني یې هېڅ ناوړه کړنه نه‌درلوده.

محکمې د تورن پر کړنو د قاطعې سزا ورکولو ترڅنګ ټینګار کړی، چې د دې ډول کورني تاوتریخوالي قضیې په ټولنه کې جدي پیغام لري او هیڅ څوک د بل چا د ژوند د ختمولو حق نه لري.

پولیټیکو:ډونالډ ټرمپ د وینزویلا نوې موقته مشره رودریګز تر سختو فشارونو لاندې نیولې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینزوېلا د موقتې مشرې ډېلسي رودریګز لپاره یو سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي که هغه د امریکا پر غوښتنو عمل ونه کړي، نو د امریکا لخوا په نیکولاس مادورو د شویو اقداماتو لوړه بیعه به دی هم پرې کړي.

د پولیټیکو د راپورو له مخې، ټرمپ په دې خبرې ټینګار کړی چې امریکا اوس په وینزوېلا کې ځواکمن نفوذ لري او غواړي د نفتو او اقتصادي سرچینو کنټرول خوندي کړي، خو دا پرمختګ به یوازې د رودریګز د موافقې او همکارۍ په شرط ممکن وي.

دا خبرداری وروسته له هغه خپور شوی چې امریکایي ځواکونو د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو نیولو وروسته هغه نیویارک ته انتقال کړ.

رودریګز په لومړنيو څرګندونو کې امریکا “غیرقانوني بریدګره” بللې، خو وروسته یې د همکارۍ ډیپلوماټیکه ژمنه هم کړې ده.

رویټرز:په پاریس او امسټرډام کې د واورې د ورښت له امله الوتنې لغوه شوي

0

د فرانسې او هالنډ په پلازمېنو کې د شدید واورې ورښت د تګ راتګ سیستمونه اغیزمن کړي دي.

د امسټرډام شیپول هوايي ډګر کې شاوخوا ۷۰۰ الوتنې لغوه شوي او ګڼ شمېر الوتکې نورو هوايي ډګرونو ته اړول شوي دي.

د رویټرز راپور وايي، مسافر د اوږدو ځنډونو او انتظار سره مخ دي

په هالنډ کې د ریل ګاډو خدمتونه هم ځنډول شوي، او د خلکو سفرونه له ستونزو سره مخ شوي دي.

په پاریس کې هم د بسونو او عامه ترانسپورټ خدمات ځنډول شوي دي.

چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې د تګ راتګ پلانونه له مخکې سمبال کړي او د هوايي او رېل خدمتونو د وروستي وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د واورې ورښت به څو ورځې دوام وکړي، او ښاري خدماتو ته به په تدریجي ډول بیرته عادي حالت ورکړل شي.

د خوړو او کرنې سازمان:د افغانستان واوره او باران د تېرو ۲۵ کلونو په پرتله تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي

د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د موسمي وړاندوینو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د نومبر له میاشتې تر ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پورې په افغانستان کې اورښتونه تر عادي کچې ټیټ او تودوخه تر عادي کچې لوړه پاتې کېږي.

راپور زیاتوي چې د واورو ذخیره د تېرو ۲۵ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده، چې دا وضعیت د پسرلي په موسم کې د اوبو لګولو، د غنمو او نورو کرنیزو حاصلاتو، او د څړځایونو لپاره جدي اندېښنې رامنځته کوي.

دوی د افغانستان د کرنې او اوبو د مدیریت ادارو ته سپارښتنه کړې چې د اوبو سپما او د واورو ذخیره کولو تدابیر عملي کړي.

راپور ټینګار کوي چې د اقلیم بدلون او د تودوخې زیاتوالی د کرنې پر سکتور مستقیم اغیز لري، او که وضعیت کنټرول نه شي، د افغانستان د خوړو امنیت جدي خطر سره مخ کېږي.

سید اکبر اغا:امریکا لا هم په ناکامیو کې ډوب ده، پر وینزویلا برید دې افغانستان کې د ناکامۍ د جبران هڅه نه ګڼي

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وینزویلا د برید خبره د افغانستان د ناکامۍ د جبران هڅه ګڼي؛ خو دا خبره سمه نه ده.

هغه ویلي، چې افغانانو یوازې امریکا ته ماتې نه ده ورکړې، بلکې د نړۍ ۴۶ هېوادونو ته یې ماتې ورکړې ده.

اغا زیاته کړې چې امریکا لا هم په خپلو بهرنیو لاسوهنو کې نه پوځي او نه سیاسي ثبات لري، او له پرله‌پسې ناکامیو سره مخ ده چې د بېلګې په توګه، افغانستان او اوس اوکراین کې امریکا د روسیې پر وړاندې له اروپا سره یوځای ماتې خوړلې، او بغداد هم تر اوسه د ثبات پر لور نه دی تللی.

نوموړي ټینګار کړی چې د بغداد د زرګونو وسلو د نه شتون خبره ثابته شوه؛ خو هېڅ تاوان یا جبران ونه شو، نړیوال قوانین رعایت نه شول او همدارنګه اوس پر وینزویلا برید د نړیوالو قوانینو ښکاره مخالفت دی.