د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داوودزی وايي، د «سیستم بیا بسته بندي» تر نوم لاندې د سیاسي بدلون هڅې باید رد شي، په ځانګړي ډول که بهرني لاسونه پکې ښکېل وي.
هغه په خپل ایکس پیغام کې ویلي چې په وروستیو ورځو کې د «سیستم بیا بسته بندي» په نوم نوې سیاسي اصطلاح کارول کېږي، چې هدف یې د موجوده نظام بڼه بدلول ښودل کېږي.
هغه زیاته کړې چې د رژیم بدلون پخوانۍ تجربې بریالۍ نه وې، او اوس ځینې لوري د نظام د بیا جوړښت یا له سره بسته بندۍ خبره کوي، چې باید د وخت له اړتیاوو سره سم وارزول شي.
داودزي ادعا کړې چې دا ډول بحثونه په ځینو هېوادونو لکه وینزویلا او ایران کې هم مطرح شوي دي.
نوموړي ویلي چې دا اصطلاح د رژیم بدلون بدیله بڼه ګرځېدلې او ځینې سیاسي شنونکي یې د پخوانیو طرحو نوې بڼه بولي.
هغه ویلي چې په پاکستان کې هم ځینې کړۍ د دې اصطلاح له لارې د افغانستان د سیاسي نظام په اړه بحثونه کوي او د اغېزمنتیا پوښتنې راپورته کوي.
داودزي ټینګار کړی چې که هر ډول سیاسي بدلون د بهرني لاسوهنې له لارې ترسره شي، دا به د افغانستان په ګټه نه وي او باید رد شي، ځکه دا ډول اقدامات د سیمې ثبات ته زیان رسوي.

