شنبه, اپریل 18, 2026
Homeافغانستاند ملګرو ملتونو د وګړو صندوق:د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې سېلابونو...

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق:د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې سېلابونو له ۷۳ زره ډېر کسان اغېزمن کړي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې وروستیو سیلابونو په افغانستان کې لسګونه زره کسان اغېزمن کړي او مرګ‌ژوبله یې هم اړولې ده.

یادې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې په ۳۱ ولایتونو کې وروستیو سېلابونو له ۷۳ زره زیات کسان اغېزمن کړي دي.

د راپور له مخې، په تېرو ۱۲ ورځو کې ۹۳ کسان مړه شوي او ۱۸۱ نور ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي چې دغه سېلابونو زرګونه کورونه، کرنیزې ځمکې او سړکونه هم ویجاړ کړي دي.

راپور کې دغه راز ویل شوي چې بې‌ځایه شوې کورنۍ، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي.

د راپور په خبره، همدارنګه، اغېزمن خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې پکې خوراکي توکي، سرپناه، نغدي مرسته او رواني ملاتړ شامل دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here