د فرانسې، مارسي ښار ته نږدې په یوه سیمه کې یو ۱۹ کلن افغان ځوان د وزو او پسونو د پرلهپسې جنسي ځورونې په تور نیول شوی او قضیه یې عدلي ارګانونو ته سپارل شوې ده.
د فرانسوي پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه کس د څو اوونیو څار او تعقیب وروسته هغه مهال ونیول شو چې د فارم دننه پر حیواناتو د جنسي اړیکې د ترسره کولو په حال کې و.
د فارم مالک تر دې مخکې د خپلو حیواناتو پر بدنونو د ټپونو او غیرعادي حالتونو له امله شکمن شوی و او وروسته یې د څارنې کمرې نصب کړې.
لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا پېښې یوازې محدودې نه وې، بلکې د څو اوونیو په اوږدو کې تکرار شوې دي.
د څېړونکو له لوري راټول شوي ویډیويي شواهد او جنیټیکي نمونې د قضیې د ثبوت لپاره مهمې بلل شوي دي.
د فارم مالک رسنیو ته ویلي چې دغه وضعیت نه یوازې حیواناتو ته زیان اړولی، بلکې خپله یې هم له جدي رواني فشار سره مخ کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د څو اوونیو لپاره یې شپې له وېرې ویښې تېرې کړي دي.
د فرانسې څارنوالۍ د تورن پر وړاندې د اعظمي سزا غوښتنه کړې، چې پکې درې کاله بند او ۴۵ زره یورو جریمه شامله ده، خو محکمې ویلي چې وروستۍ پرېکړه به د رواني ارزونې تر بشپړېدو وروسته اعلان شي.

