یکشنبه, جولای 12, 2026
Homeافغانستاند افغاني غالیو؛نړیوال بازار پراخ شوی او د نړۍ ۳۷ هېوادونو ته...

د افغاني غالیو؛نړیوال بازار پراخ شوی او د نړۍ ۳۷ هېوادونو ته صادرېږي

د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادرونکو اتحادیه وايي، اوس مهال په هېواد کې هره میاشت شاوخوا ۱۰ زره مربع متره غالۍ تولیدېږي.

د اتحادیې مشر عبدالله رحمان‌قل ویلي، د غالۍ اوبدلو صنعت په ځانګړي ډول د هېواد په شمال کې نږدې ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې، چې ډېری یې ښځې دي.

د نوموړي په خبره، افغاني غالۍ او ګېلم د نړۍ ۳۷ هېوادونو ته صادرېږي، چې ترکیه، اروپایي هېوادونه، متحده ایالتونه، کاناډا او عربي هېوادونه یې مهم بازارونه دي.

هغه زیاته کړې چې د افغاني غالیو لوړ کیفیت، دودیزې نقشې او طبیعي وړۍ د نړیوالو پېرودونکو پام ځانته اړولی دی.

افغان غالۍ د هېواد له مهمو صادراتي محصولاتو او د افغانستان د فرهنګي هویت له مهمو نښو څخه ګڼل کېږي، خو د صادراتو د ټولیز عاید په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here