د جمهوري حکومت د چارو ادارې رئیس فضل محمود فضلي وایي، د پاکستان د پوځي مشر جنرال ایوب خان هغې خبرې ته اشاره کوي چې د دې هېواد د امنیت شورا په یوه ناسته کې افغانستان د ستونزو د حل لپاره د خپلو “ستراتیژیکو بمونو” چې موخه یې مذهبي افراطیان و کار واخیستل شي.
ډاکتر فضلي د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار د دغو ستراتیژیکو بمونو یوه بیلګه یادوي.
نوموړی وایي، له نن پنځه دېرش کاله وړاندې ۱۹۸۹ کال د پاکستان د استخباراتو رئیس اسد دراني سره منلې وه، چې د ډاکټر نجیبالله د حکومت له سقوط وروسته به د افغانستان او پاکستان ترمنځ کنفډراسیون جوړ او افغانستان به عملاً له پاکستان سره یوځای شي.
ښاغلي حکمتیار د جمهوریت په وروستیو کې په خپله مرکه کې ددې موقف څخه دفاع وکړه او پوښتي وو که د افغانستان او پاکستان ترمنځ کنفډریشن جوړ او مرکز یې کابل وي څه ستونزه لري؟
فضلي، حکمتیار تورنوي چې له پاکستان سره په ګډه هرکال دغه ناکامه پلان په بېلابېلو الفاظو تکراروي.
نوموړی لیکلي:«نن حکمتیار د پاکستان د تجزیې له امله د افغانستان د تجزیې نارې هم وهي؛ خو دی باید وپوهیږي، چې دا چاره ناممکنه ده.»
د یادونې ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي وو، چې که پاکستان تجزیه کېږي؛ نو دا به د افغانستان د تجزیې سبب هم وي.