شنبه, اکتوبر 11, 2025
Homeافغانستانله دوو اونیو ځنډ وروسته؛هند د افغانستان ۱۵۰ لاریو ته د واګه...

له دوو اونیو ځنډ وروسته؛هند د افغانستان ۱۵۰ لاریو ته د واګه بندر له لارې دغه هېواد ته د داخلېدو اجازه ورکړه

د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ تر حل وروسته، په لاهور کې ولاړو ۱۵۰ افغان سوداګریزو لاریو ته د واګه بندر له لارې هند ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوه.

دا لارۍ چې تازه او وچه مېوه پکې بار وه، له تېرو دوو اونیو راهیسې بندر ته څېرمه درول شوې وې.

تر اوسه پنځه لارۍ هند ته داخلې شوي او تمه ده پاتې نورې هم په یوه اونۍ کې داخل شي.

دا پرمختګ د هند او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو تر ټلیفوني خبرو وروسته شوی، چې د دواړو لورو له‌خوا رغوونکی بلل شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here