د هند د بهرنیو چارو وزیر جيشنکر د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره تلیفوني خبرو کې د نوموړي هغه دریځ ستایلی، چې پکې یې د افغانستان او هند ترمنځ د بېباورۍ د رامنځته کولو لپاره د ناسمو راپورونو له لارې وروستۍ هڅې رد کړې دي.
شنکر په دې خبرو کې د افغانانو د اړتیاوو پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی.
هغه ویلي د ناسمو راپورونو له لارې هڅه کیده چې د هند او افغانستان اړیکې خرابې شي.