د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي ویلي، چې امکان لري اسرائیل د دوی پر ضد د تورونو د لګولو په موخه، کوم تخریبي اقدام وکړي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اسرائیل له جنجالزیږونکو او د سولې ضد کړنو سره احتیاط وکړي.
تر دې وړاندې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنهیي ویلي وو، چې اسرائیل د سیمې امنیت ته ستر ګواښ دی.