شنبه, اکتوبر 11, 2025
Home Blog Page 607

بایډن:د کاملا هرېس د بریا لپاره ټوله هڅه کوم

0

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، د کاملا هرېس د بریا لپاره به ټوله هڅه وکړي.

هغه له سي بي ایس سره مرکه کې ویلي، هر هغه مرسته چې هرېس یې فکر کوي، نو دی به یې ورسره ترسره کړي.

د یادونې ده چې بایډن دوې اوونۍ وړاندې له ټاکنو لاس واخیست او خپل ځای یې کاملا هرېس ته پرېښود.

سي ان ان:یحیی السنوار له اسرائیلو سره د اوربند په لټه کې دی

0

په داسې حال کې چې لاهم ایران او حماس د اسماعیل هنیه د غچ اخیستو لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی؛ تازه سي ان ان راپور نشر کړی، چې د حماس نوی مشر یحیی السنوار له اسرائیل سره د اوربند په لټه کې دی.

راپور کې راغلي چې دا هڅې د مصر او قطر په منځکړیتوب کېږي.

تر اوسه لا نه ده معلومه چې اسرائیل به د السنوار له غوښتنې سره څومره موافق وي.

۱۵ د اګسټ د افغانستان سقوط

‏د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ مه په افغانستان کې د طالبانو لخوا نیول د یو ملي ناورین په توګه ګڼل کیږي. که څه هم په رسمي ډول دا د کابل د سقوط ورځ ګڼل کیږي، خو په پراخه کچه افغانان دې ته د خپل هیواد او ولس د سقوط په توګه ګوري.

‏په دې ورځ، یوازې یو حکومت سقوط ونکړ، بلکې د افغانانو ګڼ شمېر هیلې، ارمانونه، او د یوې ښه راتلونکې لپاره هڅې هم سقوط وکړې. په تېرو شلو کلونو کې چې کوم پرمختګونه په سیاسي، ټولنیزو، او اقتصادي برخو کې شوي وو، د دې ورځې سره یو ځای په چټکۍ سره له منځه لاړل. د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، او ښځو د تعلیم او کار په برخه کې لاسته راوړنې په یوه شپه کې بې ارزښته شوې.

‏ډیری افغانان دا ورځ د افغانانو د سقوط په توګه یادوي ځکه چې په دې ورځ هغوی د خپلواکۍ، هویت، او راتلونکې په اړه ناهیلې شول. د دې پېښې سره نه یوازې دا چې د هیواد سیاسي ثبات له منځه لاړ، بلکې د افغانانو په ځان باور او د یوې هوسا او خوندي راتلونکې لپاره هیلې هم سختې زیانمنې شوې.
‏ځیرک ساپی

اکسیوس:ایران پر اسرائیلو د مستقیمې حملې لپاره چمتو دی

0

اکسیوس خبري ویبسایټ د یو شمېر باخبره سرچینو له قوله ویلي چې ایران پر اسرائیلو د مستقیمې حملې لپاره چمتو دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې ښایي راتلونکو څو ورځو کې ایران پر اسرائیلو برید وکړي.

ویل کېږي چې دا برید به تر پنجشنبې وړاندې وشي.

تر اوسه ایران په دې اړه څه نه دي ویلي.

چین:د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د ایران له اقداماتو ملاتړ کوو

0

چین وایي، د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د تهران له اقداماتو ملاتړ کوي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي چې اسرائیلو د هنیه پر وژل کېدو سره غزه کې د سولې خبرې هم له خنډ سره مخ کړې.

وانګ‌یي د ایران په خاوره کې د اسرائیلو دا ډول تیری د غندنې وړ بللی دی.

د یادونې ده چې د هنیه له وژل کېدو تر لسو زیاتې ورځې تېرېږي؛ خو ایران لاهم کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د افغان ښځو د حق غوښتلو له کبله؛ منیژه تلاش له المپیک سیالیو بهر شوه

د افغان مېرمنو د ازادۍ لپاره د غږ پورته کولو له کبله منیژه تلاش د المپیک سیالیو کې له لوبو بې برخې شوه.

هغه وړمه ورځ د برېکنګ سیالیو کې له هالنډۍ سیالې سره د لوبې ډګر ته وتلې وه؛ خو پر لباس یې لیکلي و، چې افغان مېرمنو ته ازادي ورکړئ.

د نڅا او ورزش فدراسیون ویلي، چې هغې پر خپل لباس سیاسي شعار لګولی وو؛ نو ځکه له لوبو بې برخې شوه.

نه یوازې دا چې تلاش له دغو سیالیو ووتله؛ بلکې د نورو راتلونکو سیالیو کې د ګډون په اړه یې هم پوښتنې راپورته شوې.

هغي په پرخپلې اوږه ایښي ابي لباس باندې دا شعار لیکلی و، چې موخه یې نړۍ ته د افغان مېرمنو محرومیت ښودل وو.

د یادونې ده چې منیژې د لومړي ځل لپاره دغو سیالیو کې برخه اخیستې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت: د الله ګل مجاهد د وژل کېدو اوازې دروغ دي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزات د الله ګل مجاهد د ادام اوازې رد کړې.

یاد وزارت ویلي، چې اوس مهال د هغه دوسیه تر څېړنو لاندې ده.

پر هغه تور دی چې هغه کس یې وژلی، چې مجاهد یې د نیول کېدو پر وخت وهلی وو.

نوموړی اوس مهال پلچرخي زندان کې بندي دی.

د ایران د بهرنیو چارو کاندید وزیر عباس عراقچي څوک دی؟

حماد
د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف وايي: ولسمشر مسعود پزشکیان خپله کابینه پارلمان ته وړاندې کړې ده، د نوماند وزیرانو ترمنځ عباس عراقچي هم دی، نوموړی څوک دی؟ حماسه میډیا یې خپلو لوستونکو ته وروپيژني.

عراقچي څوک دی؟
عباس عراقچي ډیپلوماټ اوسیاستوال دی، چې په 1962 ز کې زیږیدلی دی، لومړنی زده کړې یې په پلازمینه تهران کې کړې دي، بکالوریس سند یې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو اړیکو له پوهنځي تر لاسه کړی دی، ماستري یې په تهران کې له ازاد اسلامي پوهنتون څخه په سیاسي علوم کې کړې ده، او دوکتوراه یې په کینټ پوهنتون کې په سیاسي فکر کې کړې ده.
د سپاه پاسدارانو پخوانی غړی
د ایران مذهبي مشر علي خامنئ او سپاه پاسداران ځکه د نوموړي په روزنه او ځلولو کې لېوالیتا لري، چې نوموړی د سپاه پاسدرانو پخوانی غړی دی، د ایران – عراق په جګړه کې یې پراخه او د پاموړ ونډه درلوده، نوموړي خپل مسلکي ژوند په 1988 ز کې په بهرنیو چارو وزارت کې پیل کړی دی.
عراقچي په 1999 – 2003 ز کې په فنلینډ او له 2007- 2011 ز په جاپان کې د ایران د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده، د ایران په لسم حکومت کې د څلورو میاشتو لپاره د بهرنیو چارو وزارت ویندوي هم کړې ده.
نوموړي له 2013 ز تر 2017 پورې په نړیوالو او قانوني چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر مرستیال و، وروسته بیا د وزارت د تشکیلاتي سمون په برخه له 2017 – 2021 پورې په سیاسي برخه کې د وزیر محمد جواد ظریف مرستیال و.
اوس د بهرنیو چارو د وزیر اول سلاکار دی، همدا راز د ملي ډیپلوماتیکي ټولنې غړی او د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکو چارو د کمیسون سکرتر دی.
اتومي خبرې
عباس عراقچي د حسن روحاني په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف لخوا مرستیال وزیر وټاکل شو او د 2013 ز د اکتوبر پر 11 د ایران د اتومي خبرو اترو د کمیسون رسمي غړی شو، پردې سربېره حمید بیدي نژاد، داود محمد هم د یاد کمیسون غړي و، چې مشري یې د وزیر ظریف پر غاړه وه.
عراقچي د اتومي خبرو اترو په ټولو ناستو او غونډو کې، چې ایران له 5+1 سره کړې دي، حاضر و. د 2013 د نومبر پر 24 د جینوا د خبرو په وروستۍ ورځ د لومړي پړاو بریا رسنیو ته عراقچي اعلان کړه، پر خپلې ایکسپاڼې یې ولیکل« د جینوا له خبرو او ناستې سپین لوګی راپورته کیږي».
همدا راز د اتومي شخړې په اړه د خبرو اترو تر ټولو ستر مرکچي بلل کیږي، نوموړی د اتومي تړون په مذاکراتو کې غوښنه او مهمه ونډه درلوده، له ظریف راوروسته د ایران دویم چارواکی بلل کیږي، چې په دې اړه ورسره خبرې کېدلې.
د وروستي ځل لپاره، چې کله د اتومي پروګرام په اړه خبرې بیا پیلیدې، عراقچي د ایراني پلاوي مشر وټاکل شو او په 2021 ز کې یې د خپل هېواد په استازیتوب له اروپايي اتحاديي، روسیې، چین سره خبرې له سره پیل کړې، نوموړي له جواد ظریف سره په شریکه د ایران د اتومي پروګرام په اړه د مذاکراتو ټول جریان په یوه کتاب کې لیکلی، چې په شپږو جلدونو کې په ایران کې چاپ شوې دی.

د پاکستان پوځ؛د شهید ګیله من له مزار د افغانستان ملي بیرغ لرې کړی

پاکستاني پوځ په وزیرستان کې د شهید ګيله‌من وزیر له قبره د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ لرې کړی.

ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د هغه د قبر سرته د ملي بیرغ پایه تشه ولاړه ده.

بل لورته د پښتون ژغورنې غورځنګ يو شمېر غړو ويلي، چې ډېر ژر به د هغه پر قبر د افغانستان ملي بيرغ بېرته رپاند کړي.

دشت برچي کې چاودنې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

دویم تعقیب:

دشت برچي کې د وروستۍ چاودنې له کبله ۱۱ تنه ټپیان شوي او یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ویل کېږي، چې یاده چاودنه یو مرسټډیز ډوله موټر پسې د نښلول شوي ماین له کبله رامنځته شوې.

تر اوسه کوم چا ددغې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.