شنبه, اکتوبر 11, 2025
Home Blog Page 224

غزه؛د اسرائیلو تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ فلسطینیان وژل شوي

د غزې د روغتیا وزارت وايي چې د شنبې شپې راهیسې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

دا بریدونه پر داسې مهال شوي چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند د نوې دورې خبرې د مصر او قطر په منځګړیتوب پیل شوې دي.

راپورونه وایي چې اسرائیلو یو پلان تصویب کړی چې له مخې یې ښايي غزه بشپړه تر خپل کنټرول لاندې راولي او د بشري مرستو وېش به هم مستقیم کنټرولوي.

په ورته وخت کې، له مارچ میاشتې راهیسې اسرائیلي پوځ د غزې لپاره د خوراکي توکو، درملو او سون‌توکو د داخلېدو مخه نیولې ده.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، له تېر اکتوبر راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۵۳ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د اروپایي شورا مشر؛غزه کې د تاوتریخوالي د بندېدو غوښتنه کړې

د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د نويو بریدونو له پیل وروسته، د اروپايي شورا مشر آنتونیو کاستا د تاوتریخوالي د بندېدو او د غزې د محاصرې د پای غوښتنه وکړه.

هغه پر ایکس پاڼه لیکلي، چې د غزې وضعیت انساني فاجعه ده، ولس وږی دی او روغتونونه بمبار شوي؛ نو تاوتریخوالی باید ودرېږي.

کاستا د عاجل اوربند او د بشري مرستو د خوندې لاسرسي غوښتنه هم کړې ده.

خواجه اصف:طالبان اوس له اسراییل سره یو ځای زمونږ د دښمن هند ترڅنګ ولاړ دي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، هغه طالبان چې پخوا یې هېواد ملاتړ ترې کړی او غوښتنې یې منلې وې، اوس له اسراییل سره د پاکستان د دښمن هند ترڅنګ ولاړ دي.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه وروسته د امریکا او لوېدیځو هېوادونو له لوري د “ترهګرۍ ملاتړي” هېواد په توګه پېژندل شوی؛ خو اوس هماغه طالبان د پاکستان پر ضد د هندي عملیاتو ملاتړ کوي.

اصف ویلي، یوازې اسراییل او افغانستان د هند د “سندور” عملیاتو ملاتړ کړی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هندي رسنیو د هند او پاکستان د کړکیچ جریان کې دغه هېواد ته د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال د پټ سفر په اړه راپورونه ورکړل.

العربیه:د یحیی سنوار ورور؛ محمد سنوار د اسرائیل په یو برید کې وژل شوی

یو شمېر عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د حماس ډلې د پخواني مشر یحیی سنوار ورور محمد سنوار او د خان یونس د تیپ سیمې قومندان محمد شبانه د اسرائیل په برید کې وژل شوي دي.

العربیه په خپل راپور کې ویلي، چې د محمد سنوار جسد په یو تونل کې له لسو نورو جسدونو سره بند پاتې وو.

سرچینې دغه راز ویلي، چې د محمد شبانه جسد بیا رفح ښار ته نږدې موندل شوی دی.

د خوړو.نړیوال پروګرام:سږ اوړی نږدې ۳ میلیونه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي، سږ کال د اوړي په موسم کې به نږدې ۳ میلیونه افغانان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دغه پروګرام خبرداری ورکړی چې د مالي سرچینو د کمښت له امله به یوازې ۱ میلیون اړمنو کسانو ته رسېدنه وشي.

یاد پروګرام زیاتوي چې که نړیواله ټولنه ژر اقدام ونه کړي؛ نو میلیونونه افغانان به له جدي خطر سره مخ شي.

هند له پنځه کلن ځنډ وروسته؛کابل کې د ویزو ورکړه او ورځیني پروازونه پیلوي

‏د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې باخبرې سرچینې تایید کړې چې هندي چارواکو له طالب لوري سره په څو جلا ناستو کې ژمنه کړې چې هند به ډېر ژر په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي او افغانانو ته به د ویزو ورکولو بهیر له سره پیل کړي.

سرچینه زیاتوي، دا ژمنې اوس د عملي پړاو وروستۍ مرحلې ته رسېدلې، او تمه ده چې ډېر ژر د افغان سوداګرو، محصلینو، ناروغانو او عامو خلکو لپاره د هندي ویزو ورکولو پروسه بېرته پیل شي.

همداراز، هند چمتووالی ښودلی چې د کابو پنځه کلن ځنډ وروسته، د کابل او نوي‌ډیلي ترمنځ ورځني هوایي پروازونه بېرته فعال کړي.

د یادونې ده چې افغان سوداګر، محصلین او ناروغان له کلونو راهیسې د ویزو د نه ورکولو او د سفارتي خدمتونو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر؛تهران د خبرو اترو په مجمع کې د افغانستان موضوع او د امیرخان متقي ګډون مهم یاد کړی

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیب‌زاده ویلي چې د تهران د خبرو اترو مجمع کې د افغانستان موضوع ډېره مهمه ده.

هغه ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ګډون د دې خبرو اهمیت زیات کړی دی.

د تهران د خبرو اترو مجمع د سیمې له ۲۰۰ لوړپوړو چارواکو او پلاویو سره د ثور له ۲۷مې راهیسې پیل شوې او تر ۲۹ مې به دوام ولري.

په دې غونډه کې به شاوخوا ۴۰ غونډې ترسره شي.

امیرخان متقي د یو پلاوي په مشرۍ تهران ته تللی او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یې د کډوالو د وضعیت او د اوبو د مدیریت په اړه خبرې کړې دي.

دغه مجمع د ایران تر ټولو مهم نړیواله ډیپلوماټیکه غونډه ګڼل کېږي چې د څلورو لسیزو راهیسې په دوامداره توګه ترسره کېږي.

امریکا؛توپانونو ۲۵ تنه وژلي او زرګونه کورونه یې تر خاورو لاندې کړې

د امریکا د کینټکي، میسوري او ویرجینیا ایالتونه سختو توپانونو وځپل، چې له امله یې تر ۲۵ ډېر کسان مړه شوي او زرګونه خلک له برېښنا بې‌برخې شوي دي.

امریکایي رسنۍ وایي، چې په کینټکي کې ۱۸، میسوري کې ۷ او ویرجینیا کې ۲ تنه وژل شوي دي.

د دوی په وینا، په سنت لوئیس ښار کې ۵ کسان مړه شوي او ۵۰۰۰ ودانۍ زیانمنې شوې دي.

امریکایي رسنۍ زیاتوي، چې ګڼ کورونه له خاورو سره خاورې شوي، او درې بیړني پناه‌ځایونه هم پرانیستل شوي دي.

امریکایي چارواکو د نورو توپانونو خبرداری هم ورکړی دی.

اروپايي مشران:اروپا لا هم دې پرېکړې ته چمتو نه ده چې اوکراین ته سرتېري واستوي

د آلمان لومړي وزیر فریدریش مرتس او د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني ویلي، چې اروپا لا هم له دې پرېکړې لرې ده چې اوکراین ته سرتېري واستوي.

دوی ټینګار کړی چې دا مهال ټول تمرکز پر دې دی چې له روسیې څخه بې قید او شرطه اوربند ترلاسه شي.

مرتس ویلي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې وروستۍ خبرې د تمې خلاف وې او روسیې لا هم پر اوکراین خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.

په ورته وخت کې د اروپايي مشرانو له خوا د روسیې پر ضد د نوو بندیزونو د لګولو لپاره هم خبرې روانې دي، ترڅو روسیه د اوربند منلو ته اړ کړي.

کرملین:پوتین هغه وخت زلنسکي سره ګوري چې تر لیدنې مخکې یو توافق ته رسېدلي وي

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ (کرملین) اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ترمنځ احتمالي لیدنه یوازې هغه مهال ترسره کېدای شي چې دواړه هېوادونه تر لیدنې مخکې یوې هوکړې ته رسېدلي وي.

کرملین دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې پوتین د سولې د خبرو لپاره ترکیې کې د زلنسکي لیدو ته حاضر نه شو او یوازې یې یو پلاوی له مسکو څخه ترکیې ته واستاوه.

بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د دوشنبې په ورځ به د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره خبرې وکړي.