دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 23

د چین ولسمشر ‌ډو‌نالډ ټرمپ ته:په سوداګریزه جګړه کې ګټونکی نشته

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د چین په پلازمېنه بېجینګ کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وکتل، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې مهمه سرمشریزه پیل شوه چې ټاکل شوې تر جمعې ورځې دوام وکړي.

دغه غونډه د سوداګرۍ، تعرفو، تایوان، ایران، مصنوعي ځیرکتیا (AI) او نادرو معدني موادو په ګډون پر مهمو نړیوالو موضوعاتو راڅرخي.

د راپورونو له مخې، د امریکا یو شمېر سوداګریز مشران هم د ټرمپ په پلاوي کې شامل دي.

ټرمپ د لیدنې په پیل کې ویلي چې د امریکا او چین اړیکې به تر بل هر وخت غوره شي.

هغه زیاته کړې چې دی او شي جین پینګ له اوږدې مودې راهیسې یو بل پېژني او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري کولی شي نړیوال اقتصاد ته ثبات ورکړي.

بل لور ته، شي جین پینګ له ټرمپ سره په خبرو کې د “توسیدیدس جال” یادونه کړې؛ دا هغه اصطلاح ده چې د یوه راپورته کېدونکي ځواک او واکمن ځواک ترمنځ د شخړې احتمال ته کارول کېږي.

نوموړي پوښتنه کړې چې ایا امریکا او چین کولی شي له دې خطرناک حالت څخه ځانونه وژغوري او اړیکې د سیالۍ پر ځای د همکارۍ پر لور یوسي.

دواړو مشرانو د هرکلي رسمي مراسم هم وکتل چې د بېجینګ د خلکو په ستر تالار کې ترسره شول.

د امریکا او چین ولسمشرانو؛بېجینګ کې د لوړې کچې مهمه سرمشریزه پیل کړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د چین په پلازمېنه بېجینګ کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وکتل، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې مهمه سرمشریزه پیل شوه چې ټاکل شوې تر جمعې ورځې دوام وکړي.

دغه غونډه د سوداګرۍ، تعرفو، تایوان، ایران، مصنوعي ځیرکتیا (AI) او نادرو معدني موادو په ګډون پر مهمو نړیوالو موضوعاتو راڅرخي.

د راپورونو له مخې، د امریکا یو شمېر سوداګریز مشران هم د ټرمپ په پلاوي کې شامل دي.

ټرمپ د لیدنې په پیل کې ویلي چې د امریکا او چین اړیکې به تر بل هر وخت غوره شي.

هغه زیاته کړې چې دی او شي جین پینګ له اوږدې مودې راهیسې یو بل پېژني او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري کولی شي نړیوال اقتصاد ته ثبات ورکړي.

بل لور ته، شي جین پینګ له ټرمپ سره په خبرو کې د “توسیدیدس جال” یادونه کړې؛ دا هغه اصطلاح ده چې د یوه راپورته کېدونکي ځواک او واکمن ځواک ترمنځ د شخړې احتمال ته کارول کېږي.

نوموړي پوښتنه کړې چې ایا امریکا او چین کولی شي له دې خطرناک حالت څخه ځانونه وژغوري او اړیکې د سیالۍ پر ځای د همکارۍ پر لور یوسي.

دواړو مشرانو د هرکلي رسمي مراسم هم وکتل چې د بېجینګ د خلکو په ستر تالار کې ترسره شول.

د امریکا سنا؛د ډونالډ ټرمپ د جګړه‌ییزو واکونو محدودولو طرحه رد کړه

سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی چې د امریکا سنا مجلس د روان کال لپاره د اووم ځل په توګه هغه طرحه رد کړه چې هدف یې د ډونالډ ټرمپ د جګړه‌ییزو واکونو محدودول او له ایران سره د هر ډول راتلونکو پوځي اقداماتو لپاره د کانګرس د اجازې شرط ایښودل وو.

د راپور له مخې، دغه طرحه د ۵۰ مخالفو او ۴۹ موافقو رایو په پایله کې له تصویب پاتې شوه او پرمخ لاړه نه شوه.

سی‌اېن‌اېن ویلي، ډیموکراټ سناتور جان فټرمن د جمهوري غوښتونکو ترڅنګ د دې طرحې مخالفت وکړ، خو جمهوري غوښتونکو سناتورانو رنډ پال، سوزان کالینز او لیزا مورکوفسکي د ډیموکراټانو ترڅنګ د طرحې ملاتړ وکړ.

راپور زیاتوي، ځینو جمهوري غوښتونکو سناتورانو، په ځانګړي ډول لیزا مورکوفسکي او ټام ټیلیس، استدلال کړی چې که له ایران سره روانه جګړه تر ۶۰ ورځو اوږده شي، نو کانګرس باید د جګړې د دوام یا پوځي عملیاتو د اجازې په پرېکړه کې رول ولري او یا لږ تر لږه پرې زیات نظارت وکړي.

د امریکا اساسي قانون له مخې، کانګرس د جګړې د اعلان واک لري، خو ولسمشر د پوځ د اعلی قوماندان په توګه د بیړنیو پوځي اقداماتو صلاحیت هم لري؛ هغه موضوع چې تل د امریکا په سیاست کې د بحث وړ پاتې شوې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ:زموږ پر ضد د مجرمانه رنګ ورکولو دسیسه او کمپاین روان دی؛ خو پښتانه باید ویښ اوسي

د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه غورځنګ پر ضد د «مجرمانه رنګ» ورکولو یو منظم او پلان شوی کمپاین روان دی، چې دا ځل د یوې سیاسي ډلې له لوري مخته وړل کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي اطلاعاتو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې تر دې وړاندې هم برېتانوي استعماري نظام د پښتنو او د برصغیر د نورو محکومو قومونو پر ضد ورته تګلارې کارولې وې، او د هماغه استعماري میراث دوام اوس هم د بېلابېلو څېرو له لارې روان دی.

اعلامیه زیاتوي، سیاسي اختلافات خپل ځای لري، خو یو ولسي تحریک ته مجرمانه بڼه ورکول او د پولیسو د مخبرانو په څېر چلند کول د منلو وړ نه دي.

یاد غورځنګ دغه روان کمپاین د یوه پراخ استعماري اجنډا برخه بللې او ویلي یې دي، چې موخه یې د پښتنو د حقیقي غږ خاموشه کول او بدنامول دي.

د غورځنګ په وینا، «تاریخ به هېڅکله هغه کسان ونه بښي چې د پښتنو د اصلي غږ په ځپلو کې رول ولوبوي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ ټینګار کړی، چې دغه غورځنګ د پښتنو یوه حقیقي ولسي مبارزه ده او د پښتني سیمو پر ضد د استعماري جګړې پر وړاندې به خپل غږ پورته کولو ته دوام ورکوي.

وړاندې تر دې، د عوامي نیشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټي‌ټي‌پي وسله والې ډلې سره مقایسه کړی و، او ویلي یې وو، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ، تحریک انصاف او ټي‌ټي‌پي یوه بڼه ده او له یوه لورې فعالیت کوي.

سنتکام:د ایران د سمندري محاصرې له امله ۶۷ سوداګریزو بېړیو مسیر بدل کړی

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) اعلان کړی چې د ایران د سویلي بندرونو او ساحلونو د سمندري محاصرې له پیل راهیسې ۶۷ سوداګریزې بېړۍ اړ شوې دي چې خپلې لارې بدلې کړي.

د سنتکام په وینا، امریکايي ځواکونو ۱۵ هغو بېړیو ته د تېرېدو اجازه ورکړې چې بشري مرستې یې لېږدولې.

دغه راز، څلور نورې بېړۍ د امریکايي ځواکونو د اقداماتو له امله له فعالیته لوېدلې دي.

سنتکام ویلي، دا اقدامات د سیمې د امنیت او د سمندري تګ راتګ د کنټرول په موخه ترسره کېږي، خو تر اوسه ایراني چارواکو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ایران کې د طالبانو حکومت سفیر؛د تهران له والي سره پر اقتصادي، تعلیمي او سوداګریزو تعاملاتو خبرې کړي

ایران کې د طالبانو حکومت سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې حکومت سفیر مولوي فضل محمد حقاني د تهران له والي محمد صادق معتمدین سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د “اسلامي امارت” او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

همدارنګه د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو د اقتصادي، سوداګریزو او تعلیمي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي او د کابل او تهران د سوداګریزو خونو ترمنځ د تعاملاتو د زیاتولو پر اهمیت هم موافقه شوې ده.

پلچرخي زندان کې د فساد ګنګوسې؛د زندان څخه د درې خطرناکو بندیانو تېښته

د پلچرخي زندان څخه سرچینې وایي، تېره شپه درې هغه بندیان چې د قتل په قضیو کې محکوم شوي وو او د شل کلن بند او اعدام حکمونه پرې صادر شوي وو، له زندانه تښتېدلي دي.

د سرچینو په وینا، ګومان کېږي چې د زندان رئیس ملا خاکسار د درې لکه امریکایي ډالرو رشوت په بدل کې دغو بندیانو ته د تېښتې زمینه برابره کړې ده.

تر اوسه د طالبانو حکومت او د پلچرخي زندان ادارې په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام:افغانستان د ژور بشري او اقتصادي کړکېچ په لور روان دی

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې افغانستان د کډوالو د پراخې راستنېدنې، سختې وچکالۍ او د نړیوالو مرستو د کمښت له امله له ژور بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان د خپلو اساسي اړتیاوو لکه خوړو، اوبو، روغتیايي خدماتو او سرپناه د پوره کولو توان نه لري، چې دا وضعیت د هېواد د ټولنیز ثبات لپاره جدي اندېښنې راپورته کوي.

دغه بنسټ زیاتوي چې د سړي سر عاید په افغانستان کې لا هم د ۲۰۲۰ کال له کچې ټیټ پاتې دی، چې دا د اقتصادي رکود دوام ښيي.

همدارنګه په راپور کې راغلي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د نږدې ۲.۹ میلیونه افغان کډوالو راستنېدنې پر موجودو خدماتو او ټولنیزو سرچینو سخت فشار راوستی او زرګونه کورنۍ یې له لا زیاتو ستونزو سره مخ کړې دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام، ټینګار کړی چې که د مرستو بهیر پراخ نه شي او د وچکالۍ او بېکارۍ پر وړاندې جدي اقدامات ونه شي، نو د افغانستان بشري وضعیت به لا خرابېدو ته ولاړ شي.

د بریټانیا بادشاه:د بهرنیو نیابتي ډلو د ګواښونو پر وړاندې نوي اقدامات کوو

د بریتانیا بادشاه “دریم چارلز” ویلي، چې د دغه هېواد حکومت به د بهرنیو دولتونو او د هغوی د نیابتي ډلو د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د ملي امنیت د پیاوړتیا لپاره نوي اقدامات عملي کړي.

هغه د حکومت د راتلونکو پلانونو د بیان پر مهال وویل، لندن هڅه کوي د امنیتي خطرونو د زیاتېدو له امله د هېواد دفاعي او استخباراتي وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

د بریتانیا بادشاه همداراز اعلان وکړ چې حکومت به د پارلمان او مهمو دولتي بنسټونو پر وړاندې د سایبري بریدونو د مخنیوي لپاره نوي قوانین وړاندې کړي، څو د ډیجیټلي امنیت کچه لوړه شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د انرژۍ، خپلواکي باید د بریتانیا د اوږدمهالې ستراتیژۍ مهمه برخه وي.

چین:پاکستان دې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې نورې هم پیاوړې کړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د پاکستان له مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمه‌ییزو وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، وانګ يي د پاکستان هغه هڅې وستایلې چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د تسهیل لپاره یې ترسره کړي او د لنډمهالي اوربند د غځولو په برخه کې یې رول لوبولی دی.

هغه ټینګار وکړ چې بیجینګ د پاکستان له منځګړیتوب څخه ملاتړ کوي او تمه لري اسلام‌آباد خپلې ډیپلوماټیکې هڅې لا پیاوړې کړي.

د راپور له مخې، وانګ يي زیاته کړې چې پاکستان دې د سیمه‌ییز ثبات لپاره خپل باور وساتي او د هرمز تنګي د پرانیستې او د سولې د ژر تر ژره بېرته ټینګښت لپاره عملي رول ولوبوي.

په همدې تړاو، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جیان هم ویلي چې بیجینګ به د پاکستان د منځګړیتوب هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي او د سیمه‌ییزو ستونزو د سیاسي حل لپاره به خپله ونډه واخلي.