د پاکستان د قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې د حکومت د روانو تګلارو له امله په بلوچستان کې د بېلتون غوښتنې غږونه زیات شوي دي.
نوموړي دا څرګندونې د «د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ» یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې او خبرداری یې ورکړی چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو ښايي په نورو پښتون مېشتو سیمو کې هم ورته احساسات راپورته شي.
اڅکزي ویلي چې هېواد د جدي او خطرناکو حالاتو پر لور روان دی او هغه کسان چې ولسواکي یې زیانمنه کړې، باید د قانون او ولس پر وړاندې مسوول وبلل شي.
هغه د پاکستان د سیاسي مشرانو لکه نواز شریف، اصف علي زرداري او مولانا فضل الرحمان نومونه یاد کړي او غوښتنه یې کړې چې د اساسي قانون د ساتنې لپاره باید ټول سیاسي مشران یو ګډ دریځ خپل کړي.
نوموړي ادعا کړې چې د پاکستان په زندانونو کې د ځینو نورو هېوادونو په پرتله ډېر بنديان ساتل کېږي او د حکومت تګلارې د بې ثباتۍ لامل ګرځي.
اڅکزي همدارنګه ویلي چې د اساسي قانون بدلونونه باید د هېواد د یووالي لپاره د پیاوړتیا وسیله وي، نه د کمزوري کولو، ځکه د هغه په وینا که قانون کمزوری شي نو هېواد له جدي ګواښ سره مخ کېدای شي.

