پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 21

هند؛کابل ته د بشري مرستو یوه لويه بسته واستوله

د هندو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال خبر ورکړی چې هندوستان کابل ته ۲.۵ ټنه بشري مرسته استولې ده.

هغه ویلي، چې دغه مرسته د عاجلو درملو، طبي توکو، کیټونو او اړینو تجهیزاتو څخه جوړه شوې ده.

د نوموړي په وینا، موخه یې د پاکستان د پوځي رژیم د وروستي هوايي برید ټپیانو ته د عاجلې طبي پاملرنې او ژر رغېدو مرسته کول دي.

جیسوال ټینګار کړی چې هندوستان د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او د بشري مرستو د وړاندې کولو بهیر به دوامداره وساتي.

عباس عراقچي بریتانیا ته:له امریکا او اسراییل سره له پوځي همکارۍ ډډه وکړئ

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د برېتانیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره په ټلیفوني خبرو کې له دې هېواده غوښتي چې له امریکا او اسراییل سره په پوځي او رسنیزو برخو کې له هر ډول همکارۍ ډډه وکړي.

هغه همداراز ویلي چې برېتانیا باید ترهګریزو شبکو (امریکا او اسراییل) ته د فعالیت زمینه برابره نه کړي.

عراقچي د برېتانیا له لوري امریکا ته د پوځي اډو د ورکړې په اړه هم نیوکه کړې او ویلي چې دا کارونه به د ده په وینا د تجاوز په برخه کې ګډون وبلل شي او د دواړو هېوادونو په اړیکو کې به ثبت شي.

هغه زیاته کړې چې ایران د خپل حاکمیت او خپلواکۍ د دفاع حق لري.

نوموړي د هرمز تنګي د وضعیت په اړه هم ویلي چې د حالاتو د عادي کېدو یوازینۍ لاره د بریدونو درول دي او ټینګار یې کړی چې د جګړې درول باید له داسې ضمانتونو سره وي چې د ورته بریدونو د بیا تکرار مخه ونیول شي.

مجتبی خامنه‌یي:د ایران له کورنیو او بهرنیو دښمنانو باید امنیت واخیستل شي

0

د ایران د نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي په نوم یو ټیلیګرام چینل د هغه له‌خوا منسوب یو پیغام خپور کړی چې پکې د ایران د اطلاعاتو د وزیر اسماعیل خطیب د وژل کېدو په اړه غبرګون ښودل شوی دی.

په دغه پیغام کې ویل شوي: «باید امنیت له کورنیو او بهرنیو دښمنانو واخیستل شي.»

دا پیغام په داسې حال کې خپرېږي، چې له هغه وروسته چې مجتبی خامنه‌يي د ایران د نوي مشر په توګه معرفي شوی، تر اوسه د هغه هېڅ رښتینی انځور یا ویډیو نه ده خپره شوې.

راپورونه وایي چې د نوموړي د عامه راڅرګندېدو په اړه لا هم ډېرې پوښتنې شته.

ملګري ملتونه:منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره دې جدي خبرې وشي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې په منځني ختیځ کې د روانو کړکېچونو د کمولو لپاره بېړنۍ او جدي خبرې پیل کړي.

هغه خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي دوام به نه یوازې د سیمې ثبات، بلکې نړیوال امنیت هم له خطر سره مخ کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي یوازینۍ لاره ډیپلوماسي او خبرې اترې دي او ټولو اړخونو ته یې د زغم او مسوولانه چلند غوښتنه کړې ده.

منظور پښتین:روژه کې شیطانان تړل کېږي؛ خو د پاکستان واکداران ازاد پاتې شوې وه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د کوچني اختر په مناسبت په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د روژې په میاشت کې شیطانان تړل کېږي، خو د پاکستان واکداران ازاد پاتې وو.

هغه زیاته کړې چې د پاکستان پوځي واکمنو د روژې مبارکه میاشت په لر او بر کې پر افغانانو په ویر او غم بدله کړه.

پښتین د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د پاکستان د هوايي بریدونو غندنه کړې او ویلي چې دا بریدونه د خلکو پر ژوند او امنیت مستقیم اغېز لري.

هغه همداراز اعلان کړی چې د روانې میاشتې په ۲۴مه به د غورځنګ غړي په جینوا کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته د دغو پېښو پر ضد لاریون وکړي.

بنیامین نتنیاهو:د ایران د رژیم د کمزورۍ او سقوط نښې را ښکاره شوي

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ادعا کړې چې د ایران پر وړاندې د بریدونو په شلمه ورځ د ایراني حکومت د کمزورۍ او سقوط نښې ښکاره شوې دي.

هغه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې په ایران کې د قومندې او کنټرول جوړښت سخت ګډوډ شوی دی.

نتنیاهو د امریکا او اسراییل له لوري پر ایران د هوايي بریدونو ستاینه کړې او ویلي، که څه هم دا تضمین نه شي ورکولای چې رژیم به حتمي نسکور شي، خو هڅه روانه ده چې داسې شرایط برابر شي چې سقوط رامنځته کړي.

د راپورونو له مخې، اسراییل په وروستیو ورځو کې د ایران یو شمېر لوړپوړي امنیتي چارواکي له منځه وړي دي.

نتنیاهو همداراز ویلي چې د ایراني چارواکو تر منځ اختلافونه زیات شوي او د واک د ترلاسه کولو لپاره سیالي روانه ده.

هغه په پای کې له ایراني وګړو غوښتي چې له اوسنیو شرایطو څخه د حکومت د کمزوري کولو لپاره ګټه واخلي.

وال‌سټریټ ژورنال:امریکا د ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پټ پلور اماراتو ته منظور کړ

0

وال‌سټریټ ژورنال ویلي، چې امریکا د متحده عربي اماراتو لپاره شاوخوا ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلور منظور کړی دی.

ویل کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وسلو د صادراتو د مقرراتو له مخې، د دغو معاملاتو د عامه اعلان کولو اړتیا نه وه.

د راپور له مخې، دغه اندازه د هغو وسلو د پلور سربېره ده چې د همدې ورځې په پیل کې د منځني ختیځ درېیو هېوادونو ته د څه باندې ۱۶.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت په رسمي ډول اعلان شوې وه.

د امریکايي چارواکو په وینا، هغه قراردادونه چې اعلان شوي نه دي، پکې د پاتریوت توغندیو پلور شامل دی چې ارزښت یې نږدې ۵.۶ میلیارد ډالر اټکل شوی، او همدارنګه د شینوک پوځي چورلکو پلور چې شاوخوا ۱.۳۲ میلیارد ډالر ارزښت لري.

د دغو سرچینو په وینا، دا معاملې ځکه په عامه توګه اعلان نه شوې چې دا د پخوانیو وسلو تړونونو د پراخېدو په چوکاټ کې ترسره شوې دي.

ایران؛شنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

0

‏د ایران د انقلاب د استهلال دفتر اعلان کړی چې د شوال میاشت هلال د پنجشنبې ورځې د ماښام پر مهال ونه لیدل شوه، او له همدې امله به د جمعې ورځ دیرشمه روژه او شنبې ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

د اعلان له مخې، سبا جمعه د رمضان المبارک وروستۍ ورځ ده او د شنبې ورځ، چې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د وري له لومړۍ نېټې سره برابره ده، د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ ټاکل شوې ده.

یاد دفتر ټینګار کړی چې د هلال نه لیدل کېدو له امله د اختر اعلان د شرعي اصولو پر بنسټ شوی او د ایران له خلکو یې غوښتي چې د رسمي اعلان له مخې خپل عبادات او اختر ولمانځي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د پنجشنې ورځ، او سعودي عربستان کې د جمعې ورځ اختر اعلان شوی.

افعانستان کې پنجشنبه اختر، سعودي عربستان کې جمعې ورځ اختر، ایران کې د شنبې ورځ اختر.

فضل محمود فضلي:پاکستان د افغانانو له نظامي ځواک نه، بلکې له افغاني روایت څخه وېره لري

د چارو اداري پخواني رئیس فضل محمود فضلي وایي، پاکستان د افغانستان له نظامي ځواک نه دومره وېره نه لري، بلکې اصلي اندېښنه یې د افغانانو له هغه تاریخي او ملي روایت څخه ده چې د نسلونو په اوږدو کې د بهرني مداخلې پر ضد انتقال شوی دی.

فضلي په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې پاکستان ښه پوهېږي د افغانستان پخوانیذ هوايي، ځمکنی او استخباراتي ځواکونه کلونه وړاندې له منځه تللي او اوسنی نظامي توازن د پاکستان په ګټه دی، خو سره له دې بیا هم اسلام‌آباد د افغان ولس له فکري او تاریخي دریځ څخه اندېښمن دی.

د هغه په وینا، دا افغاني روایت چې د پاکستان د «استعماري سیاستونو» پر ضد ولاړ دی، د خلکو په منځ کې ژورې ریښې لري او له همدې امله پاکستان هڅه کوي دا ذهنیت کمزوری او کنټرول کړي.

فضلي ادعا کړې چې د همدې هدف لپاره د پاکستان اړوند «ځانګړو کړیو» په تېرو کلونو کې د مجاهدینو او وروسته د طالبانو د ځینو مشرانو غږونه چوپ کړي، څو د پاکستان ضد دریځونه مهار شي.

د نوموړي په وینا، پاکستان لا هم هڅه کوي چې د افغانستان ځینې سیاسي څېرې، پخواني جنګسالاران او مدني فعالان اسلام‌آباد ته راوبولي، څو د پاکستان پر ضد موجود روایت کمزوری کړي.

فضلي همدارنګه د ځینو سیاسي ډلو وروستیو اعلامیو ته په اشارې ویلي چې د کابل د وروستیو پېښو په اړه خپرو شویو اعلامیو کې د پاکستان نوم نه یادېدل، د همدې فشارونو او هڅو څرګندونه کوي.

‏د منځني ختیځ پراخېدونکې جګړه؛ د سیمې مبهم راتلونکی

لیکوال: عاطف مشعل
اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

په غربي اسیا، یعنې منځني ختیځ کې روان وضعیت په چټکۍ سره د یو پراخ او خطرناک تقابل پر لور روان دی. د ایران او امریکا-اسرایلو ترمنځ جګړه اوس هغې مرحلې ته داخله شوې چې پایلې یې یوازې د دې درېیو لورو ترمنځ محدودې نه پاتې کېږي، بلکې ټوله سیمه او حتی نړیوال ثبات تر اغېز لاندې راوستلای شي.

امریکا او اسرایلو تر ډیره هڅه وکړه چې د ایران مشرتابه او مهم تاسیسات په نښه کړي، او باور یې داوه چې ایران به تسلیم شي او یا به نظام سقوط وکړي خو له سخت او بې‌ساري مقاومت سره مخ شوي دي. وروستي بریدونه او متقابل ځوابونه ښيي چې جګړه ورځ تر بلې پراخیږي او له کنټرول څخه د وتلو په حال کې ده. وروسته له هغې چې د امریکا او اسرایلو له لوري د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه وشول، ایران هم د اسرایلو سربیره  دخلیج د ځینو عربي هېوادونو د انرژۍ تاسیسات په نښه کړل، چې دا په خپله د جګړې د جغرافیې د پراخېدو ښکاره نښه ده.

ایران په خپلو وروستیو بریدونو کې له پرمختللو توغندیو کار اخیستی چې په ډېرو مواردو کې یې مخنیوی ستونزمن ثابت شوی دی. دا وضعیت ښيي چې په نږدې وخت کې به عملیات نور هم پراخ شي او د نورو لوبغاړو د راښکېلیدو احتمال به لا زیات شي.

تر اوسه پورې د خلیج عربي هېوادونو هڅه کړې چې د جګړې مستقیمه برخه ونه ګرځي، خو واقعیت دا دی چې دوی په داسې حساس وضعیت کې قرار لري چې هره لحظه کېدای شي دې بحران ته راکش کړای شي. خو سره له دې، ددوی لپاره معقولیت دا ایجابوي چې تر ممکنه حده له مستقیمې مداخلې ډډه وکړي، ځکه د دوی داخلېدل دې جګړې ته هغه سناریو ده چې اسرایل یې غواړي. داسې ښکاري چې اسرایلو په مهارت سره لومړی د امریکا پښه دې بحران ته را دننه کړه او اوس هڅه کوي چې لا یې ورکې عمیق ښکېله وساتي، او هممهاله د خلیج عربي هېوادونو د راښکېلولو لپاره هم پراخې هڅې روانې دي.

که عربي هېوادونه جګړې ته داخل شي، پاکستان به په خورا سخت وضعیت کې واقع شي: یا به د سعودي عربستان د دفاع لپاره اقدام کوي، چې د امنیتي تړون له مخې ورباندې مکلف دی، او له ایران سره به مخامخ ټکر ته ننوځي؛ او یا به د عربو پر وړاندې له خپلو تعهداتو څخه سرغړونه وکړي. دواړه انتخابونه ورته ډېر درانه او قیمتي تمامیږي.

په عمومي ډول، د پاکستان او نورو هېوادونو داخلېدل به پراخې او نه جبرانېدونکې پایلې ولري. دا چې د ناټو ډېرو غړو هېوادونو د مستقیمې مداخلې څخه ډډه کړې، تر ډېره دا درک کوي چې په دې معادله کې د روسیې، چین او حتی شمالي کوریا د ایران په ملاتړ د راښکېل کېدو احتمال شته. له همدې امله، جګړې ته داخلېدل یو اسانه تصمیم نه دی، بلکې داسې انتخاب دی چې کولای شي د هېوادونو د بقا تر کچې حیاتي او ستراتیژیکې پایلې ولري.

د انرژۍ تاسیساتو په نښه کېدل به په نړیواله کچه د انرژۍ په بیو کې بې‌ساری لوړوالی راولي، چې اغېزې به یې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې احساس شي او د ژوند پر ګڼو اړخونو به مستقیم تاثیر ولري.

د هرې ورځې په تېرېدو سره وضعیت لا پېچلی کېږي. که امریکا خپلې دې سرتمبګۍ  ته دوام ورکړي، نه یوازې چې خپله به درانه زیانونه وویني، بلکې سیمه به لا پراخې بې‌ثباتۍ ته سوق کړي.

تر ټولو خطرناکه سناریو دا ده چې که جګړه لا پراخه شي او حیاتي ملکي زیربناوې لکه د اوبو د تصفیې مرکزونه په نښه شي، نو دا به د میلیونونو انسانانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي. متأسفانه د وضعیت د دې چټک پرمختګ په نظر کې نیولو سره، دا اندېښنه هم ورځ تر بلې زیاتیږي چې ښایي د اتومي وسلو د کارونې احتمال هم رامنځته شي، او که داسې وشي، دا به یوه بې‌ساري بشري فاجعه وي چې سیمه به د نه جبرانېدونکي ناورین سره مخ کړي.

نړۍ د سختو ورځو پر لور روانه ده، او اوسنۍ  موجوده معادلې په بې‌ساري چټکۍ سره بدلیږي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.