پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 199

عباس عراقچي:د افغانستان ټول خلک باید د خپل برخلیک په ټاکلو کې برخه ولري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې تهران د افغانستان له اوسني واکمن نظام سره په اړیکو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی، خو د دې ننګونو د حل لپاره له کابل سره خبرې اړینې دي.

نوموړي ویلي، سرحدي امنیت، د هلمند سیند د اوبو حق‌آبه، د نشه‌یي توکو قاچاق او د افغان کډوالو پراخ مهاجرت د ایران او افغانستان ترمنځ مهمې ننګونې بلل کېږي.

عراقچي ټینګار کړی، چې ایران لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو دا واقعیت باید ومنل شي چې په کابل کې یو واکمن حکومت موجود دی.

هغه زیاته کړې، تهران باور لري چې د افغانستان ټول خلک باید د خپل راتلونکي په ټاکلو کې ونډه ولري او یو ټولشموله ملي حکومت جوړ شي.

اسحاق ډار:د طالبانو حکومت د علماوو فتوا دې په عمل کې ثابته شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار د طالبانو له حکومت غوښتي چې د خپلو علماوو د وروستۍ فتوا په اړه عملي ګامونه واخلي.

هغه ویلي، که دا فتوا په عمل کې مثبته تمامه شي، نو د طالبانو له حکومت سره به د پاکستان اړیکې بېرته ورغول شي.

نوموړي دا څرګندونې د شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې او د طالبانو له حکومت یې د علماوو فتوا یو مهم او د خوښۍ وړ پرمختګ بللی.

اسحاق ډار ټینګار کړی چې دا لومړی ځل دی چې په څرګند ډول ویل کېږي د افغانستان خاوره باید د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان تمه لري نور به د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.

د ده په وینا، د طالبانو د علماوو د فتوا او د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د وروستیو څرګندونو له اعلان وروسته وضعیت ارزول کېږي.

اسحاق ډار وویل، که د طالبانو حکومت پر خپلې فتوا او د حقاني پر څرګندونو عمل وکړي، نو په څو اوونیو کې به مثبت بدلون څرګند شي او د دواړو لورو ترمنځ ستونزې به حل شي.

ملا عبدالطیف منصور:شوروي یرغل ته افغانستان د زهر جام ثابت شو

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور د جدي د شپږمې په مناسبت ویلي، پخواني شوروي اتحاد د «خلقیانو او پرچمیانو» په مرسته پر افغانستان یرغل وکړ، خو دا یرغل د افغانانو د دین‌پالنې او هېواد‌پالنې له امله د اشغالګرو لپاره په رسوا ماتې واوښت.

نوموړي ویلي، شوروي مشرتابه د افغانستان اشغال اسانه باله؛ خو د افغانانو د تاریخ او مزاج یې سمه ارزونه نه وه کړې، چې له نهو کلونو جګړې وروسته په سپکوالي او شرمېدلي مخ له افغانستانه وتښتېدل.

د هغه په وینا، دا د سره پوځ او شوروي امپراتورۍ په ۷۰ کلن تاریخ کې لومړۍ ستره ماتې وه، چې ورسره د کمونیزم مفکوره هم د تاریخ کندې ته ولوېده.

هغه پر افغانانو غږ کړی چې د دې فاجعې کورني او بهرني لاملونه وڅېړي، څو په راتلونکي کې د ورته پېښو د تکرار مخه ونیول شي.

چینایي کمپنۍ؛د انسانانو په څېر تېز تکواندو روباټ جوړ کړ

0

چینایي ټکنالوژۍ شرکت د ټرمېنیټر فلم څخه په الهام، د T-۸۰۰ په نوم یو پرمختللی روبوټ معرفي کړ.

دا روباټ ۱.۷۳ متره لوړوالی، ۷۵ کيلو وزن لري، د ۵ کيلو وزن پورته کولو وړتیا لري او په فابریکو کې د پرزو بدلولو چارې په څلور ساعتونو کې ترسره کولای شي.

ټي‌اته سوه د مګنیزیم او المونیمو څخه جوړ شوی دی، د ۲۹ زاویو حرکتونه کولی شي، حساس سنسرونه یې شاوخوا څیزونه په بیړني ډول پېژني.

یاد شرکت وايي، دا روبوټ د تولیدي چارو د موثریت لوړولو او د انساني ځواک په مرسته د ستونزمنو کارونو د آسانه کولو لپاره ډیزاین شوی.

پاکستان ته د متقي خبرداری؛د خپل حریم دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي خبرداری ورکړی چې په هر ډول شرایطو د خپل حریم د دفاع لپاره هرې قربانۍ ته چمتو دي.

ښاغلی متقي وایي، د مذاکراتو په میز یې له خپلو ارزښتونو دفاع کړې، او بهترین استدلال وړاندې کړی.

امیرخان متقي ویلي، «اسلامي امارت» هېڅ هېواد ته د ستونزو د جوړولو نیت نه لري؛ خو له بلې خوا به د نورو له لوري هم هر ډول فشار او ستونزې ونه مني.

نوموړي دا څرګندونې د جدي د شپږمې په مناسبت غونډې ته د وینا پر مهال وکړې او ویې ویل، افغانستان نه غواړي یو ځل بیا د لویو هېوادونو د منفي سیالیو په ډګر بدل شي، بلکې د «اسلامي امارت» هڅه دا ده چې هېواد د اقتصادي سیالیو، سیمه‌ییز اتصال او ګډو ګټو په مرکز واوړي.

نړیوال بازارونه:د طلا بیه په تاریخ کې د تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده

0

د نړیوالو بازارونو د معلوماتو له مخې، د طلا بیه د هر اونس په حواله شاوخوا ۴۵۰۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.

د بیې د لوړوالي عوامل پکې سیاسي او اقتصادي بې‌ثباتي، د سود کچې کمېدو تمې، د مرکزي بانکونو پراخه پیرودنه او د پانګې راتګ شامل دي.

د راپورونو له مخې، د چین، هند او پولنډ مرکزي بانکونه درېیم کال په پرله‌پسې توګه د خپلو زېرمو د تنوع لپاره ۱۰۰۰ ټنه یا زیاته طلا اخیستې ده.

د طلا بیه سږ کال تر ۶۸٪ زیاتوالی ښيي چې له ۱۹۷۹ کال راهیسې تر ټولو لوړه بیه ده.

همدارنګه، د نقرې بیه هم په زیاتېدو ده او اوس د هر اونس په حواله ۷۱.۹۴ ډالر ته رسېدلې ده.

خیبر پښتونخوا؛شالوبار کې د امنیتي ځواکونو موټر ته نږدې پر موټرسایکل تړلو بمونو چاودنه کړې

0

د خیبر پښتونخوا د خیبر ضلعې په شالوبار سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو موټر ته نږدې پر موټرسایکل پورې تړلو بمونو چاودنه کړې ده.

د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخې، چاودنه په یو څه واټن کې شوې او تر دې دمه د کومې مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو حکومت:د جدي ۶مه نړۍ ته دا پيغام ورکوي چې د نړۍ هيڅ مغرور ځواک د افغانانو په ایمان، ننګ او اراده باندې شک ونه لري

د طالبانو حکومت د جدې شپږمه، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۶مې کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې او دغه یرغل یې په کلکو ټکو غندلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ۱۳۵۸ هـ ش کال د جدې په شپږمه شوروي اتحاد پر افغانستان پوځي یرغل وکړ او زرګونه اشغالګر پوځونه یې د هېواد خاورې ته داخل کړل چې د دې لس کلن اشغال پر مهال افغانستان له پراخو ویجاړیو سره مخ شو، میلیونونه افغانان هجرت ته اړ شول او زرګونه کسان شهیدان او معیوب شول.

اعلامیه زیاتوي چې افغانانو د دغه اشغال پر وړاندې په مېړانه جهاد وکړ او بالاخره شوروي ځواکونه د لسو کلونو وروسته له ماتې سره مخ او له افغانستان څخه ووتل.

د طالبانو حکومت دغه تاریخي پېښه د دې ثبوت بللی چې د افغانستان پر خلکو باید هېڅ بهرنی ځواک د هغوی په ایمان، غیرت او اراده شک ونه کړي.

د اعلامیې له مخې، افغانانو په نږدې یوه پېړۍ کې درې ستر ځواکونه مات کړي او خپل هېواد یې له اشغال څخه خلاص کړی دی.

د طالبانو حکومت له خلکو غوښتي چې د خپل هېواد د ازادۍ او استقلال د ساتنې لپاره چمتو واوسي او هیچاته اجازه ورنه کړي چې د اسلامي نظام، دیني ارزښتونو او ملي حاکمیت پر وړاندې شومې موخې عملي کړي.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې «اسلامي امارت» به د خپلو دیني ارزښتونو، اسلامي نظام، وطن او ولس د دفاع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ترکیې د کډوالو اداره:سږکال ترکیه کې د ۴۲زره افغانانو په ګډون ۱۵۲زره غیرقانوني کډوال نیول شوي

د ترکیې د کډوالو ادارې د وروستیو شمېرو له مخې، سږ کال د غیرقانوني کډوالو پر وړاندې عملیاتو کې زیاتوالی راغلی دی چې په دې موده کې ټولټال ۱۵۲ زره ۶۰۰ غیرقانوني کډوال نیول شوي دي.

د نیول شویو کسانو په منځ کې ۴۲ زره افغانان شامل دي چې تر ټولو زیات نیول شوي دي.

د افغانانو تر څنګ تر ټولو زیات نیول شوي سوریایان وو، او د ازبکستان، ترکمنستان او ایران اتباع هم په لوی شمېر کې شامل دي.

د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي، د مهاجرینو د کنټرول او قانوني جریانونو د منظمولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي او په ځانګړي ډول د هغو کډوالو پر وړاندې چې له اسنادو او د سفر قانوني شرایطو پرته یې هیواد ته داخل شوي دي.

کریم خرم:د افغانستان سره زر باید د هېواد له ملي زېرمو سره یوځای شي، نه بهر ته وپلورل شي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس کریم خرم وایي، د نړۍ روانو جګړو، ژیوپولیتیکي ترینګلتیاوو، د نړیوال نظم کمزورۍ، د لوېدیځ بندیزونو، سوداګریزو جګړو او د ډالر د انحصار د کمولو هڅو د سرو زرو ارزښت په نړیواله کچه بې‌ساري لوړ کړی دی.

نوموړی زیاتوي چې په داسې ناڅرګندو شرایطو کې هېوادونه د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کوي.

کریم خرم اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان په شمال کې استخراج کېدونکی سره زر په ټیټه بیه بهرنیو سوداګرو ته پلورل کېږي او له هېواده ایستل کېږي.

د هغه په وینا، ښه به دا وه چې دغه سره زر د هېواد له پولي زېرمو سره یوځای شي، ځکه د سرو زرو کانونه د نورو عادي کانونو په څېر نه دي او باید ځانګړی چلند ورسره وشي.