د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې طرحې پر وړاندې توند غبرګون ښودلی چې له مخې یې ټاکل شوې یو شمېر افغان کډوال د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدول شي.
د کانګرس غړي خوان وارګاس دا اقدام «شرموونکی او غیرانساني» بللی او ویلي یې دي چې هغه افغانان چې د امریکا له ځواکونو سره یې همکاري کړې، باید له داسې چلند سره مخ نه شي.
نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول پرېکړې د امریکا پر اخلاقي مسؤلیتونو سیوری اچوي.
همداراز، آمي برا دا طرحه «ظالمانه خیانت» بللې او ویلي یې دي چې افغان ژباړونکي او همکاران اوس له یوه سخت انتخاب سره مخ دي: “یا دې بېرته افغانستان ته ستانه شي او یا دې داسې هېواد ته واستول شي چې له جدي بشري ستونزو سره مخ دي.”
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، پلان دا دی چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال، چې سلګونه ماشومان هم پکې شامل دي، په قطر کې له یو موقتي کمپ څخه افریقا ته انتقال شي.
دغو کسانو ته مخکې د امریکا د ویزې او بیا مېشتېدو ژمنې ورکړل شوې وې.

