پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 200

عبدالغفور لېوال: افغانستان تر ۲۰۲۱ پورې د علمي کادرونو له پلوه پر ځان بسیا و

ایران کې د افغتانستان پخوانی سفیر عبدالغفور لېوال وایي، افغانستان تر ۲۰۲۱ کال پورې د علمي کادرونو له پلوه پر ځان بسیا هېواد و او په پوهنتونونو او علمي بنسټونو کې د تجربې او پوهې لېږد په منظم او طبیعي ډول روان و.

نوموړي ویلي چې هېواد د پي‌اېچ‌ډي ډاکترانو، ماسترانو او ځوانو لېسانسه کادرونو له پلوه بډای و او ډېری افغان متخصصان له زده کړو وروسته بېرته خپل وطن ته ستنېدل.

لېوال ټینګار کړی چې د تاریخ تجربې ښيي، ځواکمن دولتونه د علم او متخصصانو د راجلبولو له لارې جوړېږي، لکه د غزنوي دور او د معاصرې نړۍ د امریکا بېلګه.

د هغه په وینا، هغه ټولنې چې علمي تخصص ته لومړیتوب نه ورکوي او پر تعصب او انحصار ولاړې وي، په پای کې د پردیو متخصصانو محتاجې کېږي، چې دا کار د زبېښاک او فکري انحصار لامل ګرځي.

روسیې پر کییف؛پراخ توغندیز بریدونه کړي

0

نن ورځ سهار وخته روسیې د اوکراین پر پلازمینه کییف توغندیز بریدونه کړي دي.

راپورونه ښيي چې د ښار هوايي دفاعي سیستمونه فعال شوي او د اوکراین پوځ د میزایلو د توغولو پخلی کړی دی.

تر دې دمه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو چارواکي وايي د ښار د ساتنې لپاره دفاعي هڅې روانې دي.

د ملګرو ملتونو و ښځو څانګه:سږ کال په نړیواله کچه پارلمانونو کې د ښځو ونډه ۲۷ سلنې ته لوړه شوې

0

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) اعلان کړی چې سږکال په نړیواله کچه پارلمانونو کې د ښځو ونډه ۲۷ سلنې ته رسېدلې ده چې تر اوسه تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

دغه بنسټ وایي، سره له دې پرمختګ، لا هم د ښځو حضور د برابر او ټول‌شموله سیاسي ګډون لپاره بسنه نه کوي.

یادې ادارې ویلي، اړتیا ده چې ښځو ته په پرېکړه‌کوونکو ادارو، په ځانګړي ډول پارلمانونو کې، لا ډېر فرصتونه برابر شي.

الجزیره:د تاجکستان_افغانستان د پولې ناامني د طالبانو پر واکمنۍ سیاسي فشار زیاتوي

د الجزیره د راپور له مخې، د تاجکستان او افغانستان پر ګډه پوله تاوتریخوالی زیات شوی او تاجک چارواکو د افغان خاورې څخه د وسله‌والو د اوښتو او بریدونو خبر ورکړی دی.

د راپور پر بنسټ، په وروستیو نښتو کې څو کسان وژل شوي چې پکې د چین اتباع هم شامل دي.

الجزیره وايي، تاجکستان ادعا کوي چې بریدګر د افغانستان له بدخشان ولایت څخه تاجکستان ته داخل شوي او بریدونه یې تر ډېره د چینایي شرکتونو او کارکوونکو پر وړاندې ترسره کړي دي.

په دغو بریدونو کې د چین د سرو زرو کانونو او سړک جوړونې پر پروژو کارکوونکي په نښه شوي دي.

د راپور له مخې، چین د خپلو اتباعو د امنیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له تاجکستان یې غوښتي چې د چینایي شرکتونو او کارکوونکو د ساتنې لپاره جدي اقدامات وکړي.

همداراز، د چین سفارت خپلو وګړو ته د سرحدي سیمو د پرېښودو سپارښتنه کړې ده.

الجزیره زیاتوي چې تاجکستان طالبان د پولې د امنیت په ټینګښت کې په بې‌مسوولیتۍ تورنوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وایي افغانستان د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

شیخ نورالحق انور:بهرني فرمایشونه د تېرو ناکامیو اصلي لامل وو

د طالبانو حکومت د چارو اداري رئیس، شیخ نورالحق انور وايي چې د افغانستان د استقلال ساتنې، ځان‌بسیاینې او دوامدار پرمختګ لپاره فکري استقلال او پر ملي ظرفیتونو باور حیاتي ارزښت لري.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې د تېرو سلو کلونو پر مهال د افغان حکومتونو د کمزورۍ او وروسته پاتې والي اساسي لامل د بهرنیو مغرضو فرمایشونو منل او عملي کول وو، چې د هېواد پر ثبات او پرمختګ یې منفي اغېز کړی دی.

شیخ نورالحق انور ویلي، اوسنی حکومت خپله داخلي او بهرنۍ پالیسي د ملي ګټو او لومړیتوبونو پر بنسټ ترتیب کړي او د بهرنیو غیر مجاز مداخلې او فشارونو ته غوږ نه ږدي.

د انورالحق په وینا، د ځینو بهرنیو کړیو ناخوښي هم له همدې امله ده چې نور د افغانستان په کورنیو چارو کې د دوی فرمایشونو ته اعتبار نه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړې چې د افغانانو لپاره دا خبره اوس د تجربې له لارې ثابته شوې چې بهرني مداخلې نه یوازې ګټه نه ده رسولې، بلکې د تېرو لسیزو د ډېرو ناخوالو اصلي لامل هم همدا مداخلې وې.

د طالبانو حکومت:د کندهار د انارو لومړۍ صادراتي محموله قطر ته ولېږدول شوه

د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ خونه وايي چې د کندهار د انارو لومړۍ صادراتي محموله قطر ته ولېږدول شوه.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دا محموله ۲۰ متريک ټنه وزن لري او ارزښت يې له ۳۰ زرو امريکايي ډالرو څخه زيات دی، چې د يوه خصوصي شرکت له لوري صادره شوې ده.

چارواکي وايي، د کندهار انار د لوړ کيفيت له امله په بهرنيو بازارونو کې ښه ځای لري او دا صادرات به د بزګرانو د عايد زياتېدو او د هېواد د اقتصاد پياوړتيا کې مرسته وکړي.

موږ پښتونخوا په ټي‌ټي‌پي نه خپلواک کوو!

لیکوال: احمد شاه ساحل

موږ په ښکاره، حساب شوې او بې‌ ابهامه ژبه وایو چې پښتونخوا په ټي ټي پي نه خپلواک کوو، یا په بله اصطلاح؛ پښتونخوا په ټي ټي پي نه سقوط کوو.
د یوې ورځې لپاره هم هلته ددې ډلې د حاکمیت سره موافق نه یو. حتا حتا، د پنجاب اوسنی ”مستقیم حاکمیت“ د ټولو ظلمونو سره سره موږ ته د زغم وړ دی؛ خو نه هغه پراکسي، اجیر او ”غیر مستقیم“ پنجابی حاکمیت، چې لومړنی کار به یې د مذهب په نامه د ځایي پښتنو ټولې تاریخي او ملي ریښې له بېخه ایستل وي.

موږ د دې ډلې په اړه ډېر روښانه دریځ لرو.
هېڅ یې د ځان برخه نه ګڼو. په بشپړه توګه، په ښکاره او روښانه ډول یې ردوو او د پاکستان د غیر مستقیمو پوځیانو په توګه یې پېژنو. هلته د دوی ترمنځ روانې ورځنۍ نښتې او ”جګړې“ موږ کاملاً پلان شوي او سازمان شوي بولو، چې اساسي موخه یې پر پښتونخوا د دې ډلې د حاکمیت راوستل دي.
هغه بر افغانان چې له پاکستان سره دښمني پالي، او د همدې له امله د ټي ټي پي ملاتړ کوي، نه یوازې تېروتنه کوي، بلکې د خپلو لر پښتنو په حق کې یو لوی او نه جبرانېدونکی تاریخي ظلم ترسره کوي.
موږ د پاکستان سره دښمني کوو، خو په ټي ټي پي یې نه کوو. غچ ترې اخلو، خو په ټي ټي پي یې نه اخلو.

دلته موضوع بېخي روښانه ده. موږ حتا د پاکستان د هغو نورو موخو په اړه هم بحث نه کوو چې د ټي ټي پي له حاکمیت سره یې تعقیبوي. یوازې پر دې موخه تمرکز کوو چې دوی په دې توګه غواړي د پښتونخوا ملي انرژي وچه کړي، هلته د اوږد مهال لپاره د مزاحمت روحیه وځپي، او په ټوله کې ملي ګرا پښتانه له منځه یوسي. دا ثابته شوې ده چې پاکستان د خپلو ”تورو سیاستونو“ د پلي کېدو پر وړاندې د پښتنو هر ډول راټوکېدونکی مزاحمت له منځه وړي، او د همدې لپاره ځان مجبوره ګڼي چې پښتانه ووژني. خو په داسې ډول یې وژني چې نه د نړۍ پام ور واوړي او نه پښتانه غوغا جوړه کړي. دغه حالت ته موږ د پښتنو «خاموش مرګ» وایو. اوس ټوله خبره پر همدې خاموشۍ ده، چې باید دوام ومومي.

پنجاب له لسیزو راهیسې په مستقیم ډول لسګونه زره پښتانه وژلي دي؛ خو اوس چې دا خاموشي د ماتېدو په حال کې ده او غږونه ورو ورو پورته کېږي، غواړي همدا کار د ټي ټي پي تر نوم لاندې، په غیر مستقیم ډول ترسره کړي. دا هغه خطرناکه مذهبي طریقه ده چې که څوک پکې غږ پورته کړي، د هغه وژل لا حتمي او روا ګڼل کېږي.

موږ ته دلته دوه ډېر اسانه انتخابونه مخته پراته دي؛ د پنجاب مستقیم حاکمیت که غیر مستقیم حاکمیت؟ وروره، مستقیم حاکمیت! همدا انتخابوو. موږ غواړو له پنجاب سره مخامخ مواجې واوسو، غواړو سترګې مو یوازې په هغه کې ښخې وي. که مرمۍ هم خورو، د هغه له ماشې دې وي، او که موږ هم وار کوو، باید مستقیم پر هغه ولګېږي. دا یو حقیقت دی چې موږ په دواړو انتخابونو کې تاواني یو؛ دواړه ظلم او جبر دي. خو موږ د دواړو ترمنځ هغه انتخابوو چې لږ وي، سطحي وي، او په اسانۍ سره د جبران کېدو وړ وي. ځکه دلته خبره یوازې د واک د بدلون نه ده، بلکې د ټولنیز، فکري او سیاسي برخلیک ده.

دا هم باید روښانه شي چې په پښتونخوا کې د مېشتو پښتنو، سیاسي ګوندونو او په ځانګړې توګه د پي ټي ایم له لوري د ټي ټي پي پر ضد د دوامداره علني نعرې نه پورته کول، هېڅکله دا مانا نه لري چې ګواکې ولس یا دا سیاسي جریانونه د ټي ټي پي ملاتړي دي، یا د دوی په راتګ او حاکمیت خوشاله دي. هرګز نه دي، بیا اوس خو بیخي نه دي چې ډېر ښکاره واقعیتونه او تجریبه شوې پایلې یې پخپلو سترګو ولېدې او ګوري. هلته مېشت پښتانه پوهیږي چې د ټي ټي پي راتګ څه مانا لري، څه بایلي او د کومو حالاتو سره مخ کیږي.

اساسي پوښتنه دا ده چې ولې باید پښتانه ټي ټي پي رد کړي او د دې ډلې د حاکمیت پر وړاندې ودرېږي. موږ د دې پوښتنې په ځواب کې بېلابېل او ګڼ دلایل وړاندې کولی شو، خو بنسټیز دلیل دا دی چې د ټي ټي پي بنسټ بېرته د هماغه پنجابي ریاست په لاس رامنځته شوی، چې دا ډله یې پر وړاندې د جګړې دعوه کوي.
زموږ دا خبره د پاکستاني پوځ د لوړ پوړو جنرالانو او پخوانیو چارواکو په مرکو، کتابونو او مستندو شواهدو ثابته ده. حتا هغه پښتانه – افغانان چې نن دغه ډلې ته په شعوري یا غیر شعوري توګه چکچکې وهي، هم دا مني چې د ټي ټي پي او ورته نورو ډلو بنسټ د پاکستان د تورو سیاستونو برخه ده. کله چې د یوې ډلې بنسټ استعمار ږدي، هغه ډله نور ولسي نه پاتې کېږي، بلکې یا د پوځ بې‌ وردۍ څانګه وي او یا د هغه استعمار یوه پراکسي بڼه.

بناً، موږ دلته یوه منطقي پوښتنه راپورته کوو، او هغه دا ده چې څه اړتیا ده پښتانه له یوه استعمار څخه بل استعمار ته پناه یوسي؟ که د ټي ټي پي حاکمیت ته د بدیل په سترګه وکتل شي، نو دا بدیل په حقیقت کې د استعمار بله څېره ده، نه د ازادۍ لاره. نهایتاً که لر پښتانه په همدې موجوده حالت کې پاتې شي، حداقل د انتقال له زیانونو خو به ژغورل شوي وي. یا راځئ ددې دوو استعماري حالتونو ګټې او زیانونه وسنجوو او تشریح کړو. دلته ټینګار کوو چې دا بحث او په دې اړه فکر باید د هر ډول قومي او مذهبي احساساتو او اړیکو خالي وي.

د ټي ټي پي د حاکمیت ټولې ادعا شوې ”ګټې“ په لاندې څو ټکو کې راټولیږي:
– په ټي ټي پي پورې تړلي پښتانه ملایان، یا که د دوی او ملاتړو د احساساتي روایتونو سره یوځای مخته لاړ شو، نو وبه وایو چې ”پښتانه“ به په حاکمیت کې وي.
– د پاکستاني قانون پر ځای به د ټي ټي پي له لوري تفسیر شوی شرعیت پلي کیږي او خلک به یې په جبري توګه اطاعت ته مجبوره وي.
– په ټي ټي پي پورې تړلي پښتانه ملایان به خپلواک وي، یا که دلته هم د اوسنیو روایتونو لمن ونیسو، نو وبه منو چې پښتانه به خپلواک وي.
– په ټي ټي پي پورې تړلي پښتانه ملایان به جنګ نه کوي، یا په عامه اصطلاح امن به وي.

د ټي ټي پي د حاکمیت زیانونه:
– روڼ‌ اندي، ملتپال او سیاسي فعال پښتانه به له صحنې بشپړ ایستل کېږي، له پرېکړه کوونکو معادلو به حذب وي، او د هغوی پر هر ډول ازاد سیاسي فعالیت به بندیز وي.
– په پښتونخوا کې به په بشپړه توګه جمهوري – ټولنیز فعالیتونه او ارزښتونه لمنځه لاړ شي، او هر ډول فردي ازادۍ او بشري حقونه به سلب شي. ټولنه به د وېرې، چوپتیا او جبر پر بنسټ تنظیمېږي.
– د انجونو ښوونځي او پوهنځي به د امر ثاني په نوم وتړل شي، او د عصري زده کړو پر روا او ناروا والي به بحثونه راپورته شي.
– د پښتونخوا نیمايي نفوس چې ښځې دي، د یو تیاره برخلیک سره به مخ شي. کارینده ښځې به له کار ځایونو او دفترونو د دوهم امر په نوم وشړل شي او پر کورونو به ناستې ته اړ شي.
– د پښتونخوا سیاسي واک به په ټي ټي پي پورې تړلو کسانو په لاس کي وي، یا په بله مانا د یوې خاصې مذهبي- وسلوالې ډلې په انحصار کې وي.
– هلته د میشتو پښتنو ستونزه به لا لویه او حتا درې چنده شي. دوی به یو ځل د ټي ټي پي په حاکمیت راتللو کې قرباني کیږي، دوهم ځل به د دې ډلې د حاکمیت پر مهال او دریم ځل به یې بیا په پرځولو کې.
– تر ټولو مهمه او خطرناکه دا ده چې د ملتپالنې هغه روڼ شعور به، په خورا جدیت او بېړه وځپل شي چې تازه پر دې خاوره را زرغون شوی دی. هغه ملتپالان او په ځانګړې توګه مشران چې نشنلیست سیاست کوي، یو یو به تېښتې ته اړ کیږي. او که په پښتونخوا کې پاتې کېدل، نو پر کورونو به غلي ناست وي، له ټولو سیاسي فعالیتونو به منع وي، او له ”عفوې“ او راغلي ”امن“ څخه به خوند اخلي.
– منظور پښتین به هجرت ته اړ کیږي، حتا دی د نورو ملتپاله مشرانو په څېر پر کور د ناستې انتخاب هم نه لري. که یې نوره هم واضح کړم، نو یا مرګ یا هجرت.
– په پښتونخوا کې د ځوانانو هنري فعالیتونه، سندریز ماښامونه او تربیوي مجسلونه به په داسې خاموشۍ واوړي لکه فاتحه. هنرمندان او په ځانګړې توګه سندرغاړي به اسلام اباد ته ترې کډه شي، او دوی به تر یو څه مودې خپله هنري تنده په ”قیدي“ مشاعرو ماتوي، خو ورو ورو به یې د خیټې غم، د برق بیلونه، د کور کرایې او ملا ماتونکې مالیې، له دا ډول راټولېدنو هم زړه ماتي کړي.

دوهم، د اوسني حالت یعنې د پاکستان د مستقیم حاکمیت د دوام زیانونه او ګټې:

زیانونه:
– د پاکستان له لوري به په مستقیم ډول پښتانه لا نور وژل کیږي، ظلم به روان وي او طبیعي زیرمې به یې لوټل کیږي.
– پښتانه به د پاکستان تر مستقیم استعمار لاندې وي، او تر هغو به دوام کوي چې خلک خپله او په ځانګړې توګه روڼ اندي ملتپالان راپورته کیږي او خپل برخلیک ټاکي.

ددې ټولو ظلمونو سره سره، ددې حالت ګټې:
– تر ټولو لویه ګټه به دا وي چې د پښتونخوا انجونې به ښوونځيو ته او ښځې به پوهنتونونو ته ځي. دندې به کوي او د پښتونخوا په اوسني او راتلونکي څرخ کې به ځانګړی رول ادا کوي.
– ملتپال شعور به ژوندی وي، وده به کوي، او د استعمار پر ضد به سیاسي مبارزه روانه وي.
– اوسنۍ ټولنیزې او سیاسي نسبي ازادۍ به خوندي وي، پښتانه ځوانان به له سیاست محروم نه وي، له فردي حقونو به برخمن وي، او ولس ته به د خپل برخلیک د ټاکلو امید وي.
– د پنجاب پر ضد به هر ډول مزاحمت روان وي، او خلک به د خپلو ټولو سختیو پایله رښتینې ازادي او روښانه راتلونکی ګڼي. خو د ټي ټي پي په حاکمیت کې که د بدلون مبارزه هم وکړي، پایله به یې بیا د پنجاب مستقیم حاکمیت وي.

پر دې اساس موږ د پایلې په توګه وایو چې نه غواړو ترڅو پښتونخوا د ټي ټي پي د حاکمیت لپاره قرباني شي. نه د دین په نوم، نه د قوم په نوم او نه د امن او ازادۍ په کاذبو شعارونو. موږ د پنجابي استعمار پر وړاندې کاملاً ولاړ یو، خو نه غواړو چې ددې استعمار بدیل یو بل خطرناک استعمار شي. د پښتونخوا وګړي د عصر مطابق د ژوند، فکر او سیاست کولو حق لري. او دا حق د ټي ټي پي تر واک لاندې ناشونی دی. د دې ډلې ټولې هغه ادعاوې چې د پښتنو واک، امن او خپلواکي بیانوي، د عمل په ډګر کې نه تضمین لري او نه سابقه. دا ټول یوازې د واک د نیولو لپاره کارېدونکي احساساتي روایتونه دي، او بس.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

د ازبکستان د احصایې ملي اداره:افغانستان د ازبکستان درېیم لوی صادراتي شریک شو

د ازبکستان د احصایې ملي ادارې ویلي، چې دغه هېواد د ۲۰۲۵ کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې افغانستان ته د ۱.۳ مېلیارډ ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.

د راپور له مخې، افغانستان له روسیې او چین وروسته د ازبکستان درېیم لوی صادراتي شریک دی، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو څرګندونه کوي.

راپور زیاتوي، په همدې موده کې د ازبکستان ټولیز صادرات ۳۰.۹ مېلیارډ ډالرو ته رسېدلي دي.

افغانستان ته د ازبکستان ډېری صادرات خوراکي توکي، برېښنا او ساختماني مواد جوړوي.

چارواکي وايي، د ترانزیټي لارو او سرحدي اسانتیاوو پراختیا د سوداګرۍ په زیاتوالي کې مهم رول لري.

ډونالډ ټرمپ:په نایجریا کې مو د داعش پر ضد هوايي برید ترسره کړی

0

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ، اعلان کړی چې متحده ایالاتو د داعش وسله‌والو پر وړاندې د نایجریا په شمال لویدیځ کې هوايي برید ترسره کړی دی.

ټرمپ ویلي، دا برید د ده په امر او د داعش وسله‌والو پر وړاندې ترسره شوی دی.

د نایجریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د امریکا په ګډون له نړیوالو شریکانو سره په ګډه د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد امنیتي همکاري کوي.

دغه اقدام څو اونۍ وروسته له هغې کېږي چې ټرمپ له پنټاګون څخه غوښتنه کړې وه چې په نایجریا کې احتمالي پوځي اقدام پلان کړي.

جاپان کې د افغانستان سفارت:توکیو کې خپل فعالیتونه تر نامعلومې نیټې ځنډوي

جاپان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت، پرېکړه کړې چې په توکیو کې به خپل رسمي فعالیتونه د روان کال د جنورۍ له پای وروسته وځنډوي.

د سفارت د رسمي اعلامیې له مخې، دا پرېکړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت سره تر سلا مشورو وروسته شوې ده.

سفارت ویلي چې د جنورۍ له ۳۱مې نېټې وروسته به ټول سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او قونسلي خدمات تر نامعلومې مودې پورې ودرول شي.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې په جاپان کې د افغانستان ډیپلوماټیک استازولۍ لا هم د پخواني حکومت له‌خوا ټاکل شوو سفیرانو او ډیپلوماتانو تر ادارې لاندې ده.