د طالبانو حکومت د ورزش ادارې عمومي رئیس ویلي، چې افغانستان د ورزش له لارې له نړۍ سره د اړیکو د پیاوړتیا او د ورزشي پرمختګونو د پراخولو په لور روان دی.
مولوي احمدالله وثیق د اوو هېوادونو ترمنځ د دودیزې غېږ نیونې نړیوالې سیالۍ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې په دغه ډول نړیوالو سیالیو کې د بېلابېلو هېوادونو د ورزشکارانو ګډون د افغانستان د ورزشي پرمختګ څرګند ثبوت دی.
نوموړي زیاته کړه چې د “اسلامي امارت” له راتګ وروسته د ډاډمن امنیت په رامنځته کېدو سره د هېواد په ورزشي برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او اوس په بېلابېلو ولایتونو کې منظمې ورزشي سیالۍ ترسره کېږي.
وثیق د خپلو څرګندونو پر مهال وویل، افغان ورزشکارانو په وروستیو کلونو کې په نړیوالو سیالیو کې له ۴۰۰ څخه زیات مډالونه ګټلي دي، چې د چین آسیایي سیالۍ، د بحرین او سعودي عربستان سیالۍ یې مهمې بېلګې دي.

