پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 198

طالب چارواکی:د اسلامي نظام ملاتړ د هر افغان ملي او دیني مسوولیت دی

د طالبانو حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په هلمند کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، چې د «اسلامي نظام» ساتنه د هر افغان ملي او دیني مسوولیت دی.

نوموړي دا نظام د الله ځانګړی فضل بللی او ویلي چې چارې یې د شریعت له مخې پر مخ وړل کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو پر حکومت د ښځو د حقونو محدودولو، د نجونو د زده کړو بندېدو او د سیاسي ازادیو د نشتون له امله پراخ کورني او نړیوال انتقادونه روان دي.

علي‌رضا بیګ‌دلي هدایت‌الله بدري ته:ایراني شرکتونه په افغانستان کې د نفت او اوسپنې پانګونې ته لېواله دي

د کابل لپاره د ایران سفیر علي‌رضا بیګ‌دلي د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم له وزیر هدایت‌الله بدري سره په لیدنه کې ویلي، چې ایراني شرکتونه په افغانستان کې د نفت او اوسپنې په برخو کې پانګونې ته لېواله دي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، دواړو لورو د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او دوه‌اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ایران سفیر د افغانستان د کانونو شتمنې زیرمې د ایراني سوداګرو لپاره ښه فرصت بللی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام:افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ وضعیت ورځ تر بلې زیاتېږي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تازه راپور ښيي، چې په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ وضعیت ورځ تر بلې جدي شوی دی.

راپور زیاتوي چې اوس مهال له ۱۷ میلیونو زیات افغانان د شدید خوراکي کمښت له ګواښ سره مخ دي.

ډبلیو ایف پي”WFP” د اقتصادي ستونزو، لوړه بې‌روزګاري، د عایداتو کمښت او د بشري مرستو نشتوالی د دې وضعیت اصلي عوامل بولي او خبرداری ورکوي چې میلیونونه خلک په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

پاکستان د سوداګریز کسر تر چتر لاندې؛د څلور میاشتو په موده کې یې کسر ۵.۹۴۸میلیارده ډالرو ته رسیدلی

0

د پاکستان او منځني ختیځ ترمنځ سوداګریز کسر د ۷.۸۸٪ په کچه زیات شوی، چې اصلي علت یې د وارداتو لوړوالی او د صادراتو کمښت بلل کېږي.

د پاکستان مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، د جولای-نومبر په موده کې د منځني ختیځ سره سوداګریز کسر ۵.۹۴۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې تېر کال یې ۵.۵۱۴ میلیارده ډالر و.

صادراتو کې په ځانګړې توګه سعودي عربستان، اماراتو، بحرین او قطر ته کمښت راغلی، په داسې حال کې چې واردات، په ځانګړې توګه د تېلو واردات، زیات شوي دي.

پاکستان کې دغه وضعیت د سوداګرۍ توازن د خرابېدو اندېښنې رامنځته کړي دي.

پاکستان د دې کسر د کمولو لپاره د ګلف همکاریو شورا (GCC) سره د آزادې سوداګرۍ تړون هم لاسلیک کړی، خو د صادراتو کمښت او وارداتو زیاتوالی لا هم د دغې هېواد اقتصادي ثبات ته جدي ننګونې رامنځته کړي.

د تهران والي:د پخواني افغان جنرال د وژنې قضیه تر څېړنې لاندې ده

ایراني رسنیو د تهران د والي حسین خوش‌اقبال له قوله راپور ورکړی، چې د افغانستان د پخوانیو نظامیانو له ډلې د جنرال اکرام‌الدین سریع د وژل کېدو قضیه تر جدي څېړنې لاندې ده.

د نوموړي په وینا، امنیتي او عدلي ارګانونه هڅه کوي د دې پېښې اصلي لاملونه او عاملان معلوم کړي.

د راپورونو له مخې، د جنرال اکرام‌الدین سریع د خاورته سپارلو مراسم تېره ورځ (شنبه) په تهران کې د یو شمېر افغان کډوالو او مېشتو افغانانو په ګډون ترسره شول.

ویل کېږي چې نوموړی څلور ورځې وړاندې په تهران کې له یوه بل پخواني افغان نظامي سره یو ځای تر برید لاندې راغی او تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته ولېږدول شو؛ خو د درملنې پر مهال یې ساه ورکړه.

تر اوسه د برید د انګېزې او د بریدګرو د هویت په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

عبدالقهار بلخي:د اسرائیلو لخوا د «سوماليلنډ» په رسمیت پیژنده په کلکو ټکو غندو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې “اسلامي امارت” د اسرائیل لخوا د صومالیا د فدرالي جمهوریت «سوماليلنډ» په رسمیت پیژندنه په کلکو ټکو غندو.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په توګه دا رسمیت پیژندنه غندلې.

کابل؛بتخاک سیمه کې د طالبانو حکومت د استخباراتو یو لوړپوړی چارواکی وژل شوی

د طالبانو حکومت د عمومي استخباراتو ریاست (GDI) یو لوړپوړی چارواکی او د دې ادارې د مشر منشي، مولوي نعمان غزنوي، په کابل کې وژل شوی دی.

د طالبانو حکومت اړوند څو سرچینو او ځایي کسانو د نوموړي د وژل کېدو پخلی کړی، خو تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او لامل په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوي.

راپورونه وایي، مولوي نعمان غزنوي د طالبانو حکومت د استخباراتو د مشر عبدالحق وثیق نږدې همکار و او د ادارې په مهمو چارو کې یې رول درلود.

سرچینې زیاتوي، چې نوموړی د کابل ختیځ، بُتخاک سیمې کې په خپل کور کې وژل شوی، خو د پېښې نور جزییات لا هم روښانه نه دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ناتایید شوي راپورونه خپاره شوي، چې ګواکې نوموړی د کور دننه د یوې پېښې له امله وژل شوی، خو نور بیا د امنیتي اړخونو احتمال یادوي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه د پېښې په اړه کوم معلومات نه دي ورکړي او نه هم کومې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

ایران؛د افغانستان له لارې چین ته د نوې رېل پټلۍ د جوړولو پلان ارزوي

ایران د افغانستان له لارې چین ته د نوې ټرانزیټي رېل پټلۍ د جوړولو امکان ارزوي.

د ایران د رېل پټلۍ د ادارې لوړپوړي چارواکي جبارعلي ذاکري ویلي، دا طرحه د هرات څخه تر بلخ او بیا د بدخشان د واخان دهلېز پورې د رېل پټلۍ غځول رانغاړي، څو ایران د افغانستان له لارې چین سره ونښلول شي.

دا پروژه دا مهال د بحث او پلان جوړونې په پړاو کې ده او د خواف–هرات اوسنی رېل مسیر د دې طرحې بنسټ بلل کېږي.

د ایران دوه مخي؛مسعود پزشکیان له افغانستان سره د ایران اړیکې پراخې بولي؛ خو عباس عراقچي ویلي چې اړیکې لانجمنې دي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې د افغانستان په ګډون د سیمې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د تهران اړیکې د پخوا په پرتله ښې شوې دي او ایران توانېدلی چې له سیاسي، اقتصادي او سوداګرۍ له پلوه خپلې اړیکې پراخې کړي.

هغه ټینګار کړی، سره له دې چې هېواد یې له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو ننګونو سره مخ دی، خو د ایران د نړیوالو اړیکو بهیر لا هم د پراختیا په حال کې دی.

پزشکیان په مرکه کې زیاته کړې، چې د ایران حکومت د تعامل او خبرو اترو له لارې هڅه کوي د سیمې له هېوادونو سره ګډې ستونزې حل کړي او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې لا پیاوړې کړي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان، منځنۍ اسیا، قفقاز او د فارس خلیج له هېوادونو سره همکارۍ د ایران د بهرنۍ تګلارې مهم محورونه جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د دوی اړیکې د طالبانو له حکومت سره لانجمنې دي.

د تهران والي:ایران کې د ځمکې لاندې د اوبو زیرمې د خلکو د ناسم چلند له امله د له منځه تلو په حال کې دي

0

د ایران د تهران والي، محمدصادق معتمدیان، د هېواد د اوبو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د ناسم مدیریت له امله د ځمکې لاندې اوبو زیرمې په چټکۍ سره راکمې شوې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا ستونزه یوازې طبیعي نه ده، بلکې د انسانانو د ناسم چلند او بې‌برنامې مصرف پایله ده.

معتمدیان خبرداری ورکړی چې که د اوبو د سپما او اغېزمن مدیریت لپاره جدي ګامونه وانخیستل شي، نو په راتلونکي کې به حکومت اړ شي د پلازمېنې د بدلون په څېر ستراتیژیکو انتخابونو ته هم پام وکړي.

هغه زیاته کړې چې د تهران اوسېدونکي د هېواد د نورو ښارونو په پرتله څو چنده زیاتې اوبه کاروي او دا چاره د دوام وړ نه ده.

د والي په وینا، د ستونزې حل د اوبو په لېږد کې نه، بلکې د مصرف په کمولو، د شبکو په اصلاح او د عامه پوهاوي په لوړولو کې نغښتی دی.