بیروت کې د آمریکا سفارت په تازه خبرداري کې له خپلو اتباعو غوښتي چې د لبنان د «پیچلي او بېثباته» امنیتي وضعیت له امله ژر تر ژره دغه هېواد پرېږدي.
د یاد سفارت په رسمي بیان کې راغلي، هغه امریکایان چې لا هم په لبنان کې دي باید تر هغه وخته له فرصته ګټه واخلي چې تجارتي الوتنې روانې دي.
سفارت هغو کسانو ته چې د پاتې کېدو پرېکړه کوي سپارښتنه کړې چې د احتمالي بیړني حالت لپاره چمتووالی ولري او امنیتي پرمختګونه له نږدې وڅاري.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د اسرائیل پوځ او حزبالله ترمنځ د چهارشنبې په ورځ تازه نښتې راپور شوې دي.
دغه تاوتریخوالی سره له دې رامنځته شوی چې دواړو لورو ترمنځ لنډمهالی اوربند نافذ و.
د راپورونو له مخې، د روانو بریدونو په ترڅ کې د مارچ له پیل راهیسې زرګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي، او له یو میلیون زیات وګړي بېځایه شوي.

