دوشنبه, اپریل 27, 2026
Home Blog Page 191

ډنمارک ټرمپ ته:د ګرینلنډ د نیولو له ګواښونو لاس واخلئ

0

د ډنمارک صدراعظمې مېته فریډریکسن د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي، چې د ګرینلنډ د نیولو له ګواښونو دې لاس واخلي او د نړیوالو قوانینو درناوی دې وکړي.

نوموړې ویلي، امریکا د ډنمارک د شاهي قلمرو د هېڅ برخې د الحاق حق نه لري.

دغه غبرګون وروسته له هغه څرګند شو، چې ټرمپ یو ځل بیا ګرینلنډ د امریکا د امنیت لپاره «ضروري» وباله.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا تازه پر وینزویلا پوځي برید کړی او ولسمشر نیکولاس مادورو یې نیولی دی، چې په کوپنهاګن کې یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ګرینلنډ مشرتابه ټینګار کړی، چې دا ټاپو «د پلور لپاره نه دی»، او ډنمارک ویلي چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې تمه لري، خو له امریکا سره د نږدې متحد په توګه د همکارۍ دوام غواړي.

ډلسي روډریګز:وینزویلا غواړي له امریکا سره اړیکو ته لومړیتوب ورکړي او له بهرنیو ګواښونو پرته ژوند وکړي

0

د وینزویلا لنډمهالې ولسمشرې ډلسي روډریګز ویلي، چې د دغه هېواد خلک غواړي په خپل هېواد کې له بهرنیو فشارونو او ګواښونو پرته ارام ژوند ولري.

نوموړې ټینګار کړی چې د وینزویلا ولس د خپل برخلیک د ټاکلو حق لري او باید د نورو هېوادونو له لاسوهنې خوندي پاتې شي.

روډریګز په خپلو څرګندونو کې ویلي، د وینزویلا حکومت چمتو دی چې له متحده ایالاتو سره د ګډو ګټو پر بنسټ یو ګډ چوکاټ یا اجنډا رامنځته کړي.

د هغې په وینا، دا بلنه د متقابل درناوي، ملي حاکمیت او سیاسي تفاهم پر اصولو ولاړه ده.

هغې زیاته کړې چې د وینزویلا حکومت غواړي له امریکا سره اړیکو ته لومړیتوب ورکړي او هڅه کوي د اوږدې مودې ترینګلتیا پر ځای د خبرو، تفاهم او ډیپلوماسۍ له لارې ستونزې هوارې کړي.

د امریکا عدلیې اداره:امریکا کې د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو په ورځ برید کوونکی افغان وګړی په ۱۵ کلونو بند محکوم شو

د امریکا عدلیې ادارو یو افغان وګړی، عبدالله حاجي‌زاده، د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو پر ورځ د ترهګریز برید د پلان جوړولو په تور په ۱۵ کاله بند محکوم کړی دی.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE) په رسمي بیان کې ویلي، چې نوموړي د داعش ترهګرې ډلې په ګټه د برید د ترسره کولو نیت درلود او هڅه یې کوله چې د یادې ډلې لپاره دوه وسلې ترلاسه کړي.

د عدلي اسنادو له مخې، د امنیتي ادارو پر وخت استخباراتي معلومات د دې لامل شول چې یاد پلان له عملي کېدو مخکې شنډ شي او حاجي‌زاده ونیول شي.

د بیان له مخې، عبدالله حاجي‌زاده به د خپلې بند مودې تر بشپړېدو وروسته له امریکا څخه شړل کېږي او افغانستان ته به ولېږدول شي.

اِن‌فوډیکس:افغانستان د ښکلو ښځو لرونکو هېوادونو په نړیوال لېست کې ۱۳ مقام کې راغلی

د اِن‌فوډیکس معلوماتي شبکې لخوا د نړۍ هغه شل هېوادونه اعلان شوي چې د ښکلو ښځو له پلوه مخکښ بلل شوي دي.

په دغه نړیوال لېست کې ترکیه لومړی مقام خپل کړی، ورپسې برازیل او فرانسه راغلي دي.

د راپور له مخې، افغانستان هم په دې درجه‌بندۍ کې ځای لري او ۱۳م مقام یې ترلاسه کړی دی.

اِن‌فوډیکس لیکي چې دا درجه‌بندي د ظاهري ښکلا، کلتوري ځانګړنو، نړیوالو ټولنیزو نظرونو او رسنیزو ارزونو پر بنسټ ترسره شوې ده.

د نړۍ د ښکلو ښځو لرونکي ۲۰ هېوادونه:
ترکیه، برازیل، فرانسه، روسیه، ایټالیا، هند، وینزویلا، امریکا، سویډن، اوکراین، کولمبیا، ډنمارک، افغانستان، کاناډا، فلیپین، ارجنټاین، پورتو ریکو، پاکستان، هالنډ او بلغاریا.

راپور زیاتوي چې یاد لېست په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه پارولي او د بېلابېلو هېوادونو کاروونکو پرې خپل نظرونه شریک کړي دي.

د یادونې ده چې دا سروې د Bscholarly په نوم د څېړنیز بنسټ لخوا په ۲۰۲۴ کال کې شوې چې نتیجه یې اوس خپره شوې ده.

وینزویلا؛د نیکولاس مادورو د نیولو پټ عملیات څنګه ترسره شول؟

0

راپورونه ښيي چې د وینزویلا د حکومت دننه د یوې سرچینې په ګډون یوې محدودې ډلې د ولسمشر نیکولاس مادورو ورځنی ژوند له نږدې څاره.

د لوړپوړو دفاعي چارواکو په وینا، د هغه د خوب، خوراک، تګ راتګ او آن د کورنیو حیواناتو معلومات هم راټولېدل.

دغه پټ بهیر د «بشپړ هوډ» په نوم عملیاتو ته لاره هواره کړه، چې له څو میاشتو پلان جوړونې، تمرینونو او استخباراتي ارزونو وروسته د دسمبر په لومړیو کې یې وروستۍ بڼه خپله کړه.

د مادورو د خوندي کور عین بېلګه جوړه شوې وه او د عملیاتو لپاره د ورتګ لارې څو ځله تمرین شوې وې.

سرچینې وایي، دا پلان په کلکه پټ ساتل شوی و او نه یوازې دا چې د امریکا کانګرس ته پرې مخکې خبر نه و ورکړل شوی، بلکې مشوره هم ورسره نه وه شوې.

امریکایي پوځي چارواکو عملیات د مناسب وخت او د حیرانتیا د شېبې لپاره ځنډولي وو.

که څه هم ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې د عملیاتو اجازه ورکړې وه؛ خو پوځ بیا هم د وروستي فرصت په تمه پاتې شو.

بالاخره، د شنبې په شپه د ځایي وخت له مخې د شپې لس بجې او پنځه څلوېښت دقیقې دغه عملیات د هوا، ځمکې او سمندر له لارې پیل شول او نږدې دوه ساعته او شل دقیقې یې دوام وکړ.

ولسمشر ټرمپ دا عملیات په فلوریدا کې له خپلو نږدې سلاکارانو سره په ژوندۍ بڼه څارل، چې د سي‌اي‌اې مشر جان راټکلېف او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ورسره ناست وو.

ټرمپ وروسته وویل، دا عملیات یې د یوه تلویزیوني خپرونې په څېر تعقیب کړل او د ترسره کېدو پر څرنګوالي یې خوښي څرګنده کړه.

ډونالډ ترمپ؛د کولمبیا ولسمشر ګواښلی او د کوبا د احتمالي سقوط خبرداری یې ورکړی

0

د امریکا له لوري د وینزویلا د ولسمشر تر نیول کېدو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پترو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د سیمې سیاسي وضعیت په چټک ډول د بدلون پر لور روان دی.

ټرمپ ادعا کړې چې د کوبا حکومت به ډېر ژر له جدي ستونزو سره مخ شي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ترمپ ویلي: «کوبا د سقوط په درشل کې ده. داسې ښکاري چې دا هېواد د بشپړې ړنګېدنې پر لور روان دی. زه نه پوهېږم چې دوی به څنګه دا وضعیت وساتي، که یې وساتلی هم شي؛ خو دا مهال کوبا هېڅ عاید نه لري.»

ترمپ زیاته کړې چې د کوبا اقتصادي بنسټ تر ډېره د وینزویلا پر مرستو او په ځانګړي ډول د دغه هېواد پر نفتو ولاړ و، او اوس چې وینزویلا له بحران سره مخ ده، د هاوانا حکومت هم له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ شوی دی.

مارکو روبیو:په وینزویلا کې د امریکا اقدامات د افغانستان، عراق او لیبیا له ماموریتونو سره توپیر لري

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، په وینزویلا کې د امریکا روان اقدامات او عملیات افغانستان، عراق او لیبیا کې د امریکایي ځواکونو له پخوانیو ماموریتونو سره د پرتلې وړ نه دي.

نوموړي دا څرګندونې له سي‌بي‌اېس نیوز سره په مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی چې وینزویلا یو لویدیځ هېواد دی او له منځني ختیځ، جنوبي اسیا او د سیمې له نورو هېوادونو سره یې پرتله کول ناسم دي.

روبیو ویلي، د وینزویلا وضعیت له سیاسي، جغرافیایي او ټولنیزو پلوه له هغو هېوادونو سره بنسټیز توپیر لري چې پخوا پکې امریکایي ځواکونه ښکېل پاتې شوي دي.

د هغه په وینا، په وینزویلا کې د امریکا اقدامات محدود، هدفمند او د ځانګړو ستراتیژیکو موخو پر بنسټ ترسره کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه زیاته کړې چې واشنګټن نه غواړي په وینزویلا کې د اوږدمهاله پوځي ښکېلتیا لاره خپله کړي او هڅه کوي چې موضوع د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

د بریتانیا ټایمز ورځپاڼه:علي خامنه‌ای د احتمالي ناکراریو پر مهال روسیې ته د تښتېدو پلان لري

0

د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې د یوه لوېدیځ استخباراتي بنسټ د راپور پر بنسټ لیکلي چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌ای د هېواد پرېښودو لپاره یو بدیل پلان چمتو کړی، که چېرې امنیتي ځواکونه د اعتراضونو په مهار کې پاتې راشي؛ نو دی به له هېواد وتښتي.

د راپور له مخې، که خامنه‌ای وویني چې پوځ او امنیتي ځواکونه د امرونو له پلي کولو ډډه کوي، وېشل کېږي یا له دندو لاس اخلي، نو نوموړی به له تهران څخه د شاوخوا ۲۰ نږدې کسانو په ګډون، چې د کورنۍ غړي او ځانګړي سلاکاران پکې شامل دي، له هېواده ووځي.

سرچینه زیاتوي چې په دې محدوده کړۍ کې د هغه زوی مجتبی خامنه‌ای هم شامل دی، چې د احتمالي ځایناستي په توګه یادېږي.

د ایران او اسرائیل څېړونکي ټایمز ته ویلي، په دې سناریو کې د خامنه‌ای احتمالي منزل مسکو دی، ځکه د هغه په وینا «بل مناسب ځای ورته نشته».

راپور زیاتوي چې دا پلان د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د تېښتې له تګلارې اخیستل شوی، چې نوموړی د مخالفو ځواکونو له دمشق ته د ننوتو مخکې مسکو ته وتښتېد.

خیبر پښتونخوا؛لکي مروت کې د چاودنې له امله د ښځو په ګډون ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لکي سیمنټ فابریکې د کارکوونکو پر یو مسافر وړونکي بس د ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي (IED) د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي، چې په ټپیانو کې دوې ښځې هم شاملې دي.

ځایي سرچینې وایي، له چاودنې وروسته د بس پر لور ډزې هم شوې چې له امله یې د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

د راپورونو له مخې، یاد بس د بېګوخېل قبیلې سپرلۍ لېږدولې.

سرچینې زیاتوي چې د وسله‌والو طالبانو له اړوندو ډلو او د سیمې د ځايي قبایلو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.

په سیمه کې ځینو قبایلو د ځان ساتنې لپاره د «امن کمېټې» تر نامه لاندې ډلې جوړې کړې دي، چې امنیتي سرچینې یې ځايي وسله‌وال ملیشې بولي او وایي موخه یې د خپلې سیمې دفاع ده.

پولیس وایي، د دې پېښې په تړاو پلټنې پیل شوې دي.

روسیه:واشنګټن له دې وروسته صلاحیت نه لري چې د روسیې پر کړنو نیوکې وکړي

0

د روسیې د امنیت شورا مرستیال ډیمیتري مدودف د امریکا له لوري د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو نیول یو ښکاره تېری بللی او ویلي یې دي چې دا اقدام د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف دی.

مدودف ټینګار کړی چې واشنګټن له دې وروسته اخلاقي او حقوقي صلاحیت نه لري چې د روسیې پر کړنو نیوکې وکړي، ځکه خپله یې د نړیوال قانون سرغړونه کړې ده.

بلخوا، د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا له لوري د ترهګرۍ او د نشه‌یي توکو د قاچاق په تورونو تورن شوی او ټاکل شوې ده چې نن، دوشنبه، د نیویارک په یوه محکمه کې حاضر کړل شي.

دا موضوع د نړیوالو سیاسي کړیو له لوري په پراخه کچه څارل کېږي او ویل کېږي چې دا کار به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.