چهارشنبه, جولای 1, 2026
Homeافغانستانعاطف مشعل:د افغانستان لپاره د پرېکړې کولو تاریخي شېبه رارسېدلې ده

عاطف مشعل:د افغانستان لپاره د پرېکړې کولو تاریخي شېبه رارسېدلې ده

اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو پوځي کړکېچونو، د حاکمیت د سرغړونو او د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې له امله د افغانانو زغم تر پوره حد رسېدلی دی.

نوموړي په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي چې که څه هم پاکستان د دودیزو پوځي وړتیاوو له پلوه برلاسی دی، خو تاریخ ښيي چې یوازې پوځي ځواک د شخړو برخلیک نه شي ټاکلای، بلکې د ملتونو یووالی او اراده مهم رول لري.

مشعل ټینګار کړی چې ستراتیژیک زغم هغه وخت ګټور وي چې د خبرو اترو او متقابل احترام لپاره زمینه برابره کړي، خو کله چې پوځي عملیات تکرارېږي او ملکي وګړو ته زیان اوړي، نو یوازې زغم کافي نه وي.

هغه زیاتوي چې د افغانستان د تېرو لسیزو تجربې ښيي چې د افغانانو د یووالي په نشتوالي کې بهرني فشارونه زیات شوي، او د بې‌اتفاقۍ حالتونه د نفوذ لپاره کارول شوي دي.

نوموړي دا د افغانستان لپاره یو مهم تاریخي پړاو بللی او ویلي یې دي چې د هېواد مشران، سپین ږیري، عالمان او ټول مسوول کسان باید د سیاسي، قومي او فکري اختلافونو څخه پورته شي او د هېواد د راتلونکي لپاره ګډ لیدلوری جوړ کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here