چهارشنبه, مې 27, 2026
Home Blog Page 19

ټرمپ:د خلیج هېوادونو په غوښتنه پر ایران برید ځنډول شوی

ډونالډ ټرمپ د خلیج هېوادونو په غوښتنه پر ایران برید ځنډولی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، پر ایران پلان شوی برید یې د خلیج هېوادونو سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر په غوښتنه ځنډولی دی.

نوموړی وایي، لا هم جدي مذاکرات روان دي او هیله شته چې له جګړې وړاندې یوې سیاسي هوکړې ته ورسیږي.

د رویټرز او نورو نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له تهرانه د سولې د نوي وړاندیز تر ترلاسه کېدو وروسته یې پوځ ته امر کړی چې د یاد هېواد پر ضد پلان شوی برید وځنډوي.

خو خبرداری یې ورکړی چې د مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې به امریکا بیا پوځي اقدام وکړي او ځواکونه یې د پراخ او سخت برید لپاره بشپړ چمتو دي.

هم مهاله، د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د تهران دریځ د پاکستان له لارې واشنګټن ته رسول شوی دی.

پاکستان چې په وروستیو اوونیو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیغام رسونې رول درلود، د ایران نوی وړاندیز امریکا ته سپارلی دی.

په همدې حال کې ایراني چارواکو د ټرمپ د څرګندونو وروسته خبرداری ورکړی چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د امریکا او متحدینو هر ډول نوي برید ته بشپړ چمتو دي.

دا پرمختګونه داسې مهال کېږي چې له څو اوونیو راهیسې د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او د فارس خلیج سیمه د جګړې له خطر سره مخ ده.

د انرژۍ نړیوال بازارونه، د هرمز تنګي وضعیت او د سیمې امنیتي اندېښنې هغه لاملونه دي چې د خلیج هېوادونو مشران یې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي هڅو ته اړ کړي دي.

ګارډین:ایران په هرمز تنګي کې د انټرنېټي کېبلونو د کنټرول وړتیا نه لري

د ګارډین ورځپاڼې د یوه تازه راپور له مخې، د هرمز تنګي تر اوبو لاندې د انټرنېټي کېبلونو د کنټرول او یا پرې کولو په اړه اندېښنې زیاتې شوي، خو د لوېدیځ چارواکي باور لري چې ایران د دې ډول اقدام لپاره لازم تخنیکي امکانات نه لري.

راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه پخواني چارواکي له قوله ویل شوي، هغه کېبلونه چې د خلیج هېوادونه له نړیوال انټرنېټ او ډیجیټلي شبکو سره نښلوي، له ساحلي سیمو ډېر لرې تېر شوي او د هغو د هدف ګرځولو عملیات به په اسانۍ پټ پاتې نه شي.

د راپور له مخې، ایران نه یوازې د دغو کېبلونو د جلا کنټرول وړتیا نه لري، بلکې د انټرنېټي ترافیک د ځانګړو شرکتونو یا هېوادونو له شبکو د بېلولو تخنیک هم ورته ناشونی ښکاري.

د ګارډین د راپور له مخې، د هرمز تنګي تر اوبو لاندې لږ تر لږه اووه مهم مخابراتي کېبلونه غځېدلي، چې د خلیج سیمې د ډیجیټلي اقتصاد او مصنوعي ځیرکتیا د پروژو لپاره بنسټیز اهمیت لري.

راپور زیاتوي، که د دغو کیبلونو پر ضد هر ډول اقدام ترسره شي، نو نړیوالې مخابراتي او انټرنېټي شبکې به له جدي خطر سره مخ کړي.

شاه محمود میاخیل:نړیوال بنسټونه دې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو د برخلیک معلومولو لپاره اقدام وکړي

د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخیل ویلي، د ۲۰۲۵ کال د نوامبر پر ۱۲مه د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مخکښ غړي نورالله ترین او حنیف پښتین، چې د خیبر پښتونخوا د امن جرګې لپاره په رسمي ډول بلل شوي وو، د جرګې تر پای وروسته د پېښور ښار له منځه په زور او تشدد د پاکستان د استخباراتي ادارو له لوري یوړل شول چې تر اوسه لکه د نورو پښتنو مشرانو پڅیر یې د ژوند او مرګ معلومات نکېږي.

د هغه په وینا، تر اوسه د دواړو کسانو د ځای او حالت په اړه هېڅ رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم کومې محکمې ته وړاندې شوي دي، چې له امله یې د دوی کورنۍ او ملګري له سختې اندېښنې سره مخ دي.

شاه محمود میاخیل ویلي، دا لومړی ځل نه دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او مشران نیول کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی علي وزیر او عبدالصمد خان په ۲۰۲۴ کال کې په «جعلي دوسیو» کې بنديان شوي وو.

هغه زیاته کړې چې د پي ټي ایم غړي له بشري حقونو خلاف شکنجو، جبري نادرکۍ او فشارونو سره مخ دي او نړیوالې بشري ادارې او د ملګرو ملتونو سازمان باید پر پاکستاني حکومت او پوځ فشار راوړي، څو یاد کسان ژر تر ژره پیدا او خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

ډونالډ ټرمپ:حتا که ایران تسلیمي هم اعلان کړي خو ځینې جعلي امریکایي رسنۍ به دا د تهران بریا ونوموي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد جګړې او د امریکايي رسنیو د پوښښ په تړاو توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، که ایران بشپړه تسلیمي هم اعلان کړي، ځینې رسنۍ به بیا هم دا د تهران بریا وبولي.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې ایکس پاڼې «ټروث سوشیال» کې په یوه اوږده پیغام کې ویلي، که ایران ومني چې سمندري او هوايي ځواکونه یې له منځه تللي، پوځ یې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سپین بیرغ په رپولو تسلیم شي، بیا به هم ځینې امریکايي رسنۍ د ایران لپاره د “بریا” سرلیکونه خپاره کړي.

هغه په خپلو څرګندونو کې نیویارک ټایمز، وال سټریټ ژورنال او سي‌اېن‌اېن په ځانګړي ډول یاد کړي او پر دغو رسنیو یې د “جعلي خبرونو” د خپرولو تور پورې کړی دی.

ټرمپ همداراز د امریکا ډیموکراتان او رسنۍ په سختو ټکو نقد کړي او ویلي یې دي چې هغوی خپله لاره ورکه کړې او په بشپړ ډول لېوني شوي دي.

د کابل نجات څلی؛د تاریخ له بیا ژوندي کېدو تر بیا ړنګېدو

د کابل ښار په زړه کې د «نجات څلي» د نړولو اقدام د یو شمېر سیاستوالو، فرهنګي فعالانو او ښاریانو توند غبرګونونه راپارولي دي.

دغه تاریخي څلی چې د حبیب الله کلکاني د واکمنۍ تر پای ته رسېدو وروسته د بریا او ژغورنې په یاد په ۱۹۶۱ کال کې جوړ شوی و، اوس د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ له لوري د ښاري پراختیايي پروژو په نوم نړول کېږي.

د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي ویلي، دا څلی پخوا هم د کورنیو جګړو پر مهال د «متعصبو کړیو» له لوري ویجاړ شوی و او پر ځای یې د مقاومت څلی جوړ کړل شوی و.

د هغه په وینا، د طالبانو حکومت له لوري د دغه څلي دایمي نړول د «سقاوي دورې» د تایید په معنا دی.

نجات څلی د افغانستان له مهمو تاریخي نښو ګڼل کېده چې د کورنیو جګړو پر مهال سخت زیانمن شوی و، او د دې څلي د بیا رغونې لپاره کلونه هڅې وشوې چې بالاخره په ۲۰۱۷ کال کې بېرته ورغول شو.

بلخوا، د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې د کابل ښاروالۍ وایي، د دغه څلي د نړولو پرېکړه د ښاري پراختیايي پلان له مخې شوې ده.

ښاروالۍ زیاتوي چې په یاده سیمه کې د هوايي پله او عمومي سړک د نقشې د عملي کېدو لپاره د څلي لرې کول اړین دي.

خو د کابل ګڼ اوسېدونکي او فرهنګي فعالان دا اقدام د افغانستان د تاریخي او ملي هویت پر ضد بولي.

دوی وایي، تاریخي اثار او ملي سمبولونه باید د سیاسي اختلافاتو او ښاري پروژو قرباني نه شي.

اوکراین؛پر روسیه له ۵۰۰څخه د زیاتو ډرونونو په مټ پراخ بریدونه کړي

د روسیې دولتي ټاس خبري اژانس د سیمه‌ییزو او پوځي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د اوکراین له لوري د شاوخوا ۵۰۰ ډرونونو په وسیله په روسیه برید ترسره شوی چې لږ تر لږه یې درې کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

د راپور له مخې، دا برید چې د مسکو پر لور تر ټولو لویه ډروني حمله په نږدې یو کال کې بلل کېږي، د روسیې د پلازمېنې او شاوخوا سیمو امنیتي وضعیت سخت اغېزمن کړی دی.

د مسکو ښاروال سرګي سوبيانین ویلي چې په خیمکي سیمه کې د یو شخصي کور پر ودانۍ د ډرون د لګېدو له امله یوه ښځه وژل شوې او یو بل کس تر کنډوالو لاندې بند پاتې شوی دی.

همدارنګه په میتیشچي سیمه کې دوه سړي هغه مهال وژل شوي چې د یوه نیمه جوړېدونکي کور پر سر د ډرون د پاتې ټوټو د لوېدو له امله پرې مرګونی برید وشو.

د مسکو ښاروال په وینا، په ټول مسکو او شاوخوا سیمو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ټپیان شوي، چې ځینې یې د تیلو د تصفیې یوې فابریکې کارکوونکي دي.

له بلې خوا، د هند سفارت په روسیه کې تایید کړې چې د دې برید په پایله کې یو هندي وګړی وژل شوی او درې نور هندي اتباع ټپیان شوي دي.

د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې (SBU) بیا ویلي چې د دوی ځواکونو د مسکو په سیمه کې څو مهم اهداف په نښه کړي، چې پکې د تېلو دوه پمپ سټېشنونه، د تیلو تصفیه‌کوونکې فابریکه، او د “Angstrom” په نوم یو صنعتي مرکز شامل دی.

ویل شوي، دا هغه مرکز و چې د روسیې د پوځي، صنعتي سکتور لپاره کنډکټرونه تولیدوي.

دا برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې څو ورځې وړاندې روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کیف سخت هوايي بریدونه کړي وو، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

الجزیره:تهران خپل څوارلس ماده ییز وړاندیز د اسلام آباد په منځګړیتوب مقابل لوري ته سپارلی

د الجزیرې د راپور له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې د پاکستان په منځګړیتوب لا هم روانې دي.

د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې تهران خپل وروستی مذاکراتي وړاندیز، چې ۱۴ مادې لري، د پاکستان له لارې مقابل لوري ته سپارلی دی.

راپور زیاته کړې، چې دا معلومات د ایران د مذاکراتي ټیم یوې نږدې سرچینې هم تایید کړې دي.

رویټرز:پاکستان ۸ زره پوځیان او پوځي تجهیزات سعودي عربستان ته استولي

رویټرز خبري اژانس د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې پاکستان د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره ۸ زره پوځیان، د جنګي الوتکو یو سکواډرون او د هوايي دفاع سیستم دغه هېواد ته لېږدولي دي.

د راپور له مخې، دغه ځواکونه د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د دفاعي تړون له مخې سعودي عربستان کې ځای پر ځای شوي او بشپړ عملیاتي چمتووالی لري.

د راپور له مخې، سرچینو ویلي، د دې پوځي اقدام هدف دا دی چې که پر سعودي عربستان بیا بریدونه وشي، نو پاکستان به د خپل متحد هېواد امنیتي ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، اسلام اباد د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب رول هم لوبوي.

سهیل اپرېدي:د پنجاب حکومت له خېبر پښتونخوا سره ظلم کوي

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپرېدي د پنجاب حکومت له لوري دې صوبې ته د غنمو او اوړو پر لېږد لګېدلی بندیز غندلی او ویلي یې دي چې دغه اقدام د اساسي قانون خلاف او له خېبر پښتونخوا سره «ظلم» دی.

نوموړي پېښور کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال وویل، د پاکستان د اساسي قانون د ۱۵۱مې مادې له مخې هېڅ یوه صوبه نه شي کولی د خوراکي توکو پر لېږد بندیز ولګوي.

سهیل اپرېدي وویل، د پنجاب حکومت ته یې څو ځله د غنمو او اوړو د بندیز په تړاو لیکونه استولي، خو په خبره یې، سره له دې چې فدرالي حکومت هم له موضوع خبر دی، بیا هم د پنجاب حکومت مخه نه نیول کېږي.

هغه زیاته کړه: «د خېبر پښتونخوا خلک، سره له دې چې دغه صوبه برېښنا، ګاز او نورې سرچینې برابروي، بیا هم په لوړه بیه اوړه اخلي، چې دا ناوړه چلند دی.»

سهیل اپریدي د سي‌اېن‌جي (CNG) د ځنډولو پرېکړه هم وغندله او ویې ویل چې دا ډول اقدامات د خېبر پښتونخوا پر خلکو اضافي فشار زیاتوي.

خیبر پښتونخوا؛سویلي وزیرستان کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې د یوه سیمه‌ییز ملک په ګډون درې کسان وژلي

د خیبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان په واڼه ښار کې د یوې زورورې چاودنې له امله د احمدزي وزیر قبیلې مخور مشر ملک طارق وزیر وژل شوی او له هغه سره لږ تر لږه دوه نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سیمې امنیتي سرچینو ویلي، پېښه د واڼه د رستم بازار په مزدحمې سیمې کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ملک طارق وزیر موټر له بازار څخه تېرېده.

د راپورونو له مخې، چاودېدونکي توکي مخکې له مخکې د یوه سوداګریز مرکز مخې ته ځای پر ځای شوي وو چې د موټر په رسېدو سره وچاودېدل.

په دې برید کې څلور کسان ټپیان شوي هم دي چې ځینې یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.