ډونالډ ټرمپ د خلیج هېوادونو په غوښتنه پر ایران برید ځنډولی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، پر ایران پلان شوی برید یې د خلیج هېوادونو سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر په غوښتنه ځنډولی دی.
نوموړی وایي، لا هم جدي مذاکرات روان دي او هیله شته چې له جګړې وړاندې یوې سیاسي هوکړې ته ورسیږي.
د رویټرز او نورو نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له تهرانه د سولې د نوي وړاندیز تر ترلاسه کېدو وروسته یې پوځ ته امر کړی چې د یاد هېواد پر ضد پلان شوی برید وځنډوي.
خو خبرداری یې ورکړی چې د مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې به امریکا بیا پوځي اقدام وکړي او ځواکونه یې د پراخ او سخت برید لپاره بشپړ چمتو دي.
هم مهاله، د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د تهران دریځ د پاکستان له لارې واشنګټن ته رسول شوی دی.
پاکستان چې په وروستیو اوونیو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیغام رسونې رول درلود، د ایران نوی وړاندیز امریکا ته سپارلی دی.
په همدې حال کې ایراني چارواکو د ټرمپ د څرګندونو وروسته خبرداری ورکړی چې د ایران وسلهوال ځواکونه د امریکا او متحدینو هر ډول نوي برید ته بشپړ چمتو دي.
دا پرمختګونه داسې مهال کېږي چې له څو اوونیو راهیسې د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او د فارس خلیج سیمه د جګړې له خطر سره مخ ده.
د انرژۍ نړیوال بازارونه، د هرمز تنګي وضعیت او د سیمې امنیتي اندېښنې هغه لاملونه دي چې د خلیج هېوادونو مشران یې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي هڅو ته اړ کړي دي.

