د طالبانو حکومت د بلخ والي یوسف وفا د اختر لمانځه تر اداء کېدو مخکې د وینا پر مهال له رسنیو وغوښتل چې د خبر رسونې پر مهال رښتینولي او مسوولیت ته پام وکړي او د هېواد روان واقعیتونه خلکو ته په امانتدارانه ډول وړاندې کړي.
هغه ټینګار وکړ چې رسنۍ د ټولنې د اصلاح، د عامه پوهاوي د لوړولو او د حقایقو د روښانه کولو په برخه کې مهم او اغېزناک رول لري، نو ځکه باید خپل فعالیتونه د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې تنظیم او پر مخ یوسي.

